تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (٨۶۴)
نوم: نقيب
سوال : لکه څرنګه چي نن سبا د کندهار په ښار کښي داسي کسان دي چي د خلګو عقيدي کمزوره کوي او داسي پوښتني کوي يعني( د څلورو مذهبو مخکي مسلمانان په کوم مذهب وه؟) که مو ددې پوښتني جواب راکړي ډېره مهرباني به مو وي.
جواب :
حامداً و مصلياً
که د خپلي پوښتنې په اړوند دا کتاب مطالعه کړي ان شاء الله شکوک او ګمانونه به مو ختم سي،( تقليد کي شرعي حيثيت، يا د تقليد شرعي حيثيت) دا کتاب اصلاً په اردو ژبه کي دى اوس په پښتو باندي ترجمه سوى دى.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
جواب: مولوي عبدالغفار حسيني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي، مولوي سيدعبدالباري و مولوي رفيع الله غريب
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
-------------
یادونه: دا کتاب په پښتو، اردو او انګلیسي ژبه د همدې ویب پاڼې د لاري هم ترلاسه کولای سی: د تقلید شرعي حیثیت