را ټولونکي: نصیب الله ژمن
الله جل جلاله چي څونه نعمتونه پیدا کړي دي دا ټول یې د انسانانو د ګټي له پاره پیدا کړي دي چي د هغو له جملې څخه یوه هم زردکي دي. زردکي ( ګازري) د نورو خوړو په پرتله ډیري خونده وري دي، په ټوله کي د بدن د بشپړي روغتیا له پاره ګټه لري په ځانګړې توګه لاندي ګټي لري:
- د پوستکي د ځلا
- د سترګو د دید د پیاوړتیا
- هاضمی سیستم
- د غاښونو د روغتیا له پاره مفیدي ګڼل کیږي.
همدا ډول زردکي په خپل ترکیب کي داسي جوړښتونه ( مرکبات ) او عناصر لري چي په روغتیا کي را سره مرسته کوي لکه ویټامینونه، منرالونه او نور چي د هغو له جملې څخه درې یې چي بیټا کیروټین (Beta-carotene) ، الفا کیروټین (Alpha-carotene) او فایټوکیروټین (Phyto-carotene) نومیږی ډیر غوره دي.
پورتني درې توکي چې په زردکو کي سته ، زموږ په بدن کي ارزښتناکي دندي سرته رسوي لکه :
- د بدن معافیت لوړوی (په ځانګړې ډول په مشرانو او زړو خلکوکي).
- د لمر سره د حساسیت کچه را ټیټوي (بیټا کیروټین).
- د HIV علایم اصلاح کوي.
- د زړه د ناروغیو زیانونه کموي.
- د ویني د لوړ فشار زیانونه کموي.
- ځیګر پاکوي.
- د تنفسي ناروغیو په کمښت کې ښه رول لري.
- د مصابیت سره ښه مبارزه کوي (ویټامین A حجروی غشا روغه ساتي، د ناروغیو په مقابل کې یې پیاوړې کوي).
- د انیمیا (کم خونۍ) سره مبارزه کوي.
- پلې (عضلات) اصلاح کوي
- غوښه او پوستکی روغ او ځوان ساتي.
- په مخ او پوستکي کي ځواني دانې کموي.
- د سترګو روغتیا پیاوړي کوي او د شپې د شبکورۍ څخه سړی ژغوري.
- په طبیعي ډول لږ غوړ او لږ مشبوع مرکبات لري،
- په طبیعي ډول لږه مالګه لري، په خوړو سره یې د وینې فشار نه لوړیږي.
- په لوړه کچه فایبر لري، چې د هاضمي سیستم د روغتیا له پاره په زړه پورې خواړه بلل سوي دي.
زردکي لږه اندازه کالوري لري ۸۰ ګرامه پخې زردکي یوازي ۲۴ کالوري انرژي لري.