يو شى تر خپل سر اضافه په معلوم مقدار ګټه خرڅول مُرَابَحَةُ بلل کيږي .
مثلاً : يو سړى يو شى په يو لک افغانۍ رانيسي مشتري ته ووايي : دا شى ما په يو لک افغانۍ رانيولى دى خو زه يې پر تا په لس زره افغانۍ ګټه خرڅوم يا مشتري يې په لس زره افغانۍ ګټه ځني وغواړي .
دغي سودا ته د مرابحې سودا وايي ، د مرابحې سودا د تَوْلِيَةٌ او وضيعې په شان امانتي سودا ده ځکه چي مشتري يې د بايع په قول او اعتماد رانيسي .
د مرابحې په سودا کي بايد د مَبِيعِې د رانيولو قيمت او هم د ګټي مقدار معلوم کړل سي .
که د مَبِيعِې د رانيولو قيمت او د ګټي مقدار د سودا په مجلس کي معلوم نه کړل سي نو سودا يې نه صحيح کيږي ، ځکه ثمن يې مجهول يعني نامعلوم پاتيږي .
که څوک شى را نيسي او پر هغه داسي مصرف وکړي چي د مَبِيعِې قيمت په زياتيږي مثلاً : ساده ټوکر رانيسي او خامک پر وکړي يا په صحرا کي غنم رانيسي ښار ته يې په کرايه را نقل کړي داسي خرڅونه د مرابحې په سودا کي د شي پر قيمت وليږي .
دغه ډول شى چي پر هغه داسي خرڅ راغلى وي چي د شي په ارزښت کي زياتوب راولي که څوک په مُرَابَحَةُ پلوري مشتري ته به داسي نه وايي چي ما په دونه رانيولي دى ، بلکي داسي به ورته وايي چي ما ته په دونه تمام دى يا په دونه را ته پرېوتى دى .
د مرابحې په سودا کي که بايع خيانت وکړي مشتري ته د شي د رانيولو په قيمت کي يا يې د تمامېدلو په مبلغ کي درواغ ووايي او وروسته مشتري په خبر سي چي بايع خيانت ورسره کړى دى ، د شي قيمت يې زيات ورته ويلى دى نو د خيانت تر اثبات وروسته د مشتري اختيار دى که سودا فسخ کوي او که په هغه فيصله سوي قيمت يي ځني قبلوي البته دا د امام ابو حنيفه او امام محمد رحمة الله علیهما قول دى .
امام ابويوسف رحمة الله علیه وايي : هر څونه خيانت چي يې ورسره کړى وي هغوني پيسې يې د ثمن څخه ځني کمولاى سي .
د بايع خيانت يا د بايع په اقرار ثابتيږي يا د شاهدانو په شهادت ثابتيږي يا د خيانت پر نه کولو د قاضي په مخ کي د قسم اخيستلوڅخه په انکار کولو ثابت کيږي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي