تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ړانده خيار رويت (معاملات)
 
  December 23, 2012
  0
ړوند هم د بينا په شان خيار رويت لري خو د ړانده خيار رويت په لاندي ډول ساقطيږي : هغه شى چي په بويولو يې ښه او بد معلوميږي لکه عطر د هغه خيار رويت يې په بويولو ساقط کيږي .
 
هغه شى چي ښه او بد يې په څکلو معلوميږي لکه شلومبې د هغه شي خيار رويت يې په څکلو ساقط کيږي .

هغه شى چي په لاس ور وړلو او ليدلو يې ښه او بد معلوميږي لکه ګلداره رنګه ټوکر ، د هغه خيار رويت يې هغه وخت ساقط کيږي چي ټوکر په لاس وګوري او هم يې بل څوک رنګ او ګل ورته بيان کړي .

ړوند که سراى يا کوټۍ رانيسي نو خيار رويت يې هغه وخت ساقط کيږي چي د سراى يا کوټۍ ساحه ، د آباديو تعداد ، د تعمير جوړښت او د موادو په هکله يې معلومات ورکړل سي .

که څوک دوه شيان يو ځاىي سودا کړي ، په دغو دوو شيانو کي يې يو مخکي ليدلى وي او بل يې ليدلى نه وي ، هغه چي ليدلي يې نه دى د هغه د ليدلو په وخت کي د دواړو شيانو سودا په خيار رويت فسخ کولاى سي .

که څوک داسي شى رانيسي چي مخکي يې ليدلى وي خو د سودا په وخت کي حاضر نه وي ، څه مهال چي وې ويني ، که پر مخکني حالت پاته وو د خيار رويت حق نه لري او که په مخکني حالت کي يې تغيير راغلى وو يعني هغه ډول نه وو لکه څنګه چي ده مخکي ليدلى وو بيا په خيار رويت سودا فسخ کولاى سي . 

د خيار رويت حق وارثانو ته نه پاتيږي ، که څوک ناليدلى شى رانيسي خو د ليدلو څخه يې مخته وفات سي ، وارثان يې په خيار رويت دا سودا نه سي فسخ کولاى .

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته