د لازمي سوي سودا فسخ کولو ته اقاله وايي ، په بايع او مشتري کي چي هر يو اقاله کوي يعني پخپله خوښه سودا فسخ کوي نو يو و بل ته به هغونه پيسې بيرته ورکوي په څونه پيسو چي يې سودا سره کړې وي .
مثلاً : زيد پر بکر په درې لکه افغانۍ موټر خرڅ کړي ، وروسته زيد د خپلي اړتيا لکبله د موټر پر خرڅولو پښېماني څرګنده کړي ، بکر ته ووايي : اقاله را سره وکړه يعني سودا را سره فسخ کړه .
که بکر د زيد غوښتنه او عذر ومانه ، پخپله خوښه يې اقاله وکړه ، نو زيد به د بکر درې لکه افغانۍ بيرته ورکوي څو خپل موټر بيرته واخلي
که بکر يعني مشتري اقاله پدې شرط وکړه چي تر درو لکو افغانيو به څه زياتي پيسې ورکوي ، بيا هم اقاله صحيح ده ، خو د بکر شرط نه منل کيږي ، زيد به فقط درې لکه افغانۍ بيرته ورکوي .
که بکر يعني مشتري پښېماني څرګنده کړه ، د زيد څخه يې غوښتنه وکړه چي موټر بيرته په اقاله ځني قبول کړي ، که زيد اقاله ورسره کوله
نو د مشتري درې لکه افغانۍ به بيرته ورکوي .
که زيد اقاله وکړه خو پدې شرط چي تر درې لکه افغانۍ به کمي پيسې بيرته بکر ته ورکوي ، دلته هم اقاله صحيح ده خو په څونه پيسو چي يې موټر پر خرڅ کړى دى هغونه پيسې به بيرته مشتري يعني بکر ته ورکوي ، ځکه په بايع او مشتري کي چي هر يو اقاله کوي نو اقاله يې د اول ثمن په مقدار کيږي .
اقاله لکه څرنګه چي په ټوله مَبِيعَه کي کېدلاى سي دغه ډول د مَبِيعِې يوه برخه هم په اقاله ردېدلاى سي .
مثلاً : سړى د برېښنا مزى سل متره بنډل رانيسي ، د مزي اويا متره کار کړي او ديرش متره يې پالتو ورته پاتي سي ، که د پاته دېرشو مترو اقاله وغواړي نو هم کېدلاى سي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي