د تعليم الاسلام مجلې د پنځم کال لومړۍ او پرلپسې څوارلسمه ګڼه په لوړ کيفيت او زيات تېراژ له
چاپه راووته.
دا مجله پر مختلفو اسلامي، علمي، تعلیمي، تربیتي، تحقیقي او نورو ګټورو لیکنو او شعرونو مشتمله ده. د مجلې یوه ځانګړتیا دا ده چي د ټولني د هري طبقې لپاره لیکني لري.
مینه وال کولای سي د تعلیم الاسلام مهالنۍ مجلې نوې (۱۴) ګڼه د تعليم الاسلام راډيو له دفتر او په کندهار کي د شهيدانو چوک او ارګ بازار د قرطاسيه پلورنځيو څخه په ارزانه قیمت لاس ته راوړي.
تعلیم الاسلام مهالنۍ مجله ددې ادارې یوه مهمه څانګه ده چي تر اوسه یې الحمدلله ۱۴ ګڼي چاپ سوي دي او په زیاته کچه مېنه وال لري.
ضروري یادونه: تاسو کولای سی خپلي اسلامي، علمي او نوري ګټوري لیکني او یا هم ژباړي همدې مجلې ته د لاندي ایمیل ادرس د لاري راولېږی:
د یادوني وړ ده چي لنډي، جالبي او ګټوري لیکني ته د نشرېدو حق اولیت ورکول کیږي.
جزاکم الله خیرا
اداره