تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۱۶۹)
نوم: ډاکټر پژمان
د اوسېدو ځای: ( تهران ایران )
سوال : آيا قرباني یواځي په حج کي واجب ده که په هر نصاب لرونکي مسلمان واجب ده؟
جواب :
حامداً و مصلياً
د قربانۍ څخه که مو مراد د لوی اختر اضحیه وي نو دا قرباني پر هر مسلمان چي د قربانۍ د نصاب څښتن وي واجب ده، شرعي مسافر، لیونی او نابالغ که څه هم د نصاب څښتن وي بیاهم قرباني پر واجب نه ده.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ( قوله واليسار إلخ ) بأن ملك مائتي درهم أو عرضا يساويها غير مسكنه وثياب اللبس أو متاع يحتاجه .... الدرالمختار مع الشامیة: ج۵، ص۲۱۹، مکتبه رشیدیة.
(۲):قال الأضحية واجهة على كل حر مسلم مقيم موسر في يوم الأضحى عن نفسه .... الخ. الهدایة: ج۴، ص۴۴۳، مکتبة شرکة علمیة.
(۳): آپ کی مسائل اور انکاحل: ج۵، ص۴۱۹.
جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان