تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ستا د دین په ایثار مخته په ګزمه ځم/ غزل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 9, 2024
  0

نور احمد قرانمل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ستا د دین په ایثار مخته په ګزمه ځم

 

ستا د دین په ایثار مخته په ګزمه ځم
د غزې د ستړي آه په تماشه ځم


د صهیون فکري مکتب په تقابل کي
د نښان حماس په هوډ او په ماشه ځم


دوی دی واچوی ټیکری پر سر د نجونو
زې د ننګ په توغ هغه بیرغ جنډه ځم


ډیر اسرار مې د حکمت زړه کي پیداکړه 
قران مل یې د هر پله په رمازه ځم

 

د دښمن پر سر په تاو لکه لمبه ځم
د توحید دقافلې په عاقبه ځم


زړه د سور سېلاب وحشت ټکر ټکر کړ
استعمار ته پایلوچي کړم په کږه ځم


زما جنون د ایمان له ښکارپوریه
هر یرغل ته کندهاری پر ده خواجه ځم


قران مل د رسالت په مدرسه کي
د سلفو سالکینو په جوفه ځم

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته