تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تصوف د څلورو امامانو له نظره
 
  January 28, 2014
  0
خالد احمد عمري
 
حضرت امام اعظم  ابوحنیفة رحمة الله علیه :   لکه  څنګه  چي د علم  او فقه استاد وو .  همدا راز  د  ډیرو لویو صوفیه  مشایخ کرامو شیخ  هم وو ، لکه  چي صاحب  د الدرالمختار لیکلې دي چي ما طریقت  د حضرت ابوالقاسم النصرابادي رحمة الله علیه څخه تر لاسه کړی دئ، او هغه  طریقت  د امام  شبلي رحمة الله علیه  څخه تر لاسه کړی وو او هغه د حضرت سري سقطي رحمة الله علیه څخه او هغه  د حضرت معروف کرخي رحمة الله علیه  څخه  ، او هغه د حضرت داود الطائي رحمة الله علیه څخه او هغه علم او طریقت  دواړه  د حضرت امام اعظم رحمة الله علیه  څخه ترلاسه کړی وو. (الدرالمختار بهامش ردالمحتار ص ۴۱ جلد ۱ طبع بیروت) .

حضرت امام مالک صاحب رحمة الله علیه فرمایلې دي ( من تفقه  ولم  یتصوف  فقد تفسق ومن تصوف ولم یتفقه فقد تزندق و من جمع بینهما فقد تحقق ) یعني څوک  چي علم  ظاهري حاصل کړي او د تصوف علم حاصل نه کړي د هغه څخه فاسق جوړیږي او څوک چي د تصوفو علم حاصل کړي او علم ظاهري حاصل نه کړي نو د هغه څخه زندیق جوړیږي او څوک چي دواړه علمونه سره یو ځای کړي نو هغه حقیقت ته ځان ورساوه ( مراد ځیني هغه ضروري دیني مسائل دي چي روزمره د انسان ورته ضرورت وي نه دا چي خامخا به د ستاربندي کوي او ټول علوم به حاصلوي) او د امام مالک صاحب رحمة الله علیه  دا قول ملا علي قاري صاحب رحمة الله علیه رانقل کړی دئ او په دغه کتابونو کښي راغلې دی: مرقاة شرح مشکاة : ص ۵۲۶ ج ۱ کتاب العلم الفصل الثالث ، فتاوی حقانیه ص ۲۶۲ ج۱ ، شرح عین العلم وزین الحلم لملا علي قاري ص ۳۳ ج ۱ ، مکتوبات حضرت میا فقیر الله شکارپوري ص ۳۳۶ مکتوب ۷۵ المطلب الثالث ).

حضرت امام شافعي صاحب رحمة الله علیه ویلې دي چي ماته په دنیا کي ۳ شیان ډیر محبوب ګرځېدلې دي یو ساده اوبې تکلفه ژوند او بل د خلګو سره په لطف او مهرباني سره ژوند کول ، او بل اقتداء کول په طریقه سره د اهل  تصوفو (کشف الخفاء و مزیل اللباس عما اشتهر من الاحادیث علی السنة الناس للامام المفسر المحدث الشیخ اسماعیل بن محمد العجلوني رحمة الله علیه ) .

حضرت امام احمد حنبل رحمة الله علیه چي کله د حضرت ابو حمزة بغدادي رحمة الله علیه سره یو څه وخت  صحبتونه  وکړل نو بیا یې خپل زوی عبدالله ته داسي نصیحت وکړی چي اي زویه  د دغه قوم  سره د صوفیه  وو حتماً ناسته ولاړه کوه ولي دوی زموږ څخه زیات دي  په ډیر علم او په ډیره مراقبه سره  او د الله جل جلاله څخه په بېره کښې او په  زهد او په لوړ همت کښي. ( تنویر القلوب للشیخ امین الکردي رحمة الله علیه ، اقوال علماء الاسلام في التصوف ص ۶۴).
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته