لیکنه : عبدالسلام حنفي
علامه مفتي محمد تقي عثماني په خپلو خطباتو کي یوه قصه بیانوي چي ډیره د عبرت څخه ډکه ده وایي چي یو کس د رمضان په میاشت کي عمرې ته تللی وو. یو بل دولت مند ملگری هم ورسره عمرې ته تلو . نو چي ما هغه دولت مند ته وویل چي عمرې ته خو ځو نو باید چي د مخکي څخه د اوسیدو او د خوراک چښاک څه انتظام وکړو نو دولت مند کس د خپل دولت په فکر کي وو او ویل يې چي انتظام وغیره پریږده پیسې شکر دی ډیري دي، په پیسو هر شی پیدا کیږي هیڅ د فکر خبره نه ده د لسو ریالو پر ځای به شل مصرفوم .
دغه کس بیان کوي چي دغه مالداره دوې ور ځي وروسته ما ولیدی د حرم په دروازه کي ناست وو، سر یې کښته نیولی وو. ما ورته وویل چي څه پېښه ده ؟ ده راته وویل چي پیشلمی ته را پورته شوم په هوټل کي ډوډی نه پیدا کیده ډوډی ختم شوې وه . فکر خو یې دا وو چي پیسې وي هر څه شته لیکن الله تعالی ورته وښودله چي گوره پیسې هم درسره په جیب کي دي لیکن روژه دی بیله پیشلمی ونیول .(اصلاحي خطبات، علامه مفتي محمد تقي عثماني. صفحه ۱۹)
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه