په ځاني کفالت کي کفيل د مَکْفُوْلُ بِهِ د حاضرولو ذمه پر غاړه لري .
مثال : زيد د بکر سره دعوه لري ، زيد د دې بيري لکبله چي بکر د قضا څخه و نه تښتي ، غواړي بکر د محاکمې تر مهاله بندي کړي ، خالد د بکر د حاضرولو ضمانت وکړي ، پدې مثال کي بکر ته مَکْفُوْلُ بِهِ وايي ، دغه ډول د مَكْفُولٌ عَنْه په نامه هم ياديږي او دا ځاني کفالت دى .
په ځاني کفالت کي د کفيل مسؤليت دا دى چي مَکْفُوْلُ بِهِ يا محکمې ته حاضر کړي او يا يې په بل داسي ځاى کي مَكْفُولٌ لَهُ ته په لاس ورکړي چي هلته محاکمه ورسره کولاى سي .
په ځاني کفالت کي که مَكْفُولٌ عَنْه غائب وو هلته به کفيل ته دونه مهلت ورکوي چي هغه پکښي حاضر کړاى سي .
که د کافي مهلت ورکولو سره يې حاضر نه کړى نو بيا قاضي کولاى سي چي کفيل بندي کړي .
که قاضي ته د کفيل د حال څخه څرګنده سي يا شاهدان شاهدي ادا کړي چي کفيل د مَكْفُولٌ عَنْه پر حاضرولو دم ګړى قدرت نه لري بيا به کفيل ته تر هغه وخته مهلت ورکوي چي پر حاضرولو يې قدرت مومي .
د ځاني کفالت پاى
ځاني کفالت په درو شيانو وپاى ته رسيږي :
لومړى : د مَكْفُولٌ عَنْه په سپارلو .
دوهم : د مَكْفُولٌ لَهُ په ابراء ورکولو .
دريم : د مَکْفُوْلُ بِهِ په مړ کېدلو .
که کفيل مَکْفُوْلُ بِهِ يو ځلي په محکمه کي حاضر کړي يا يې مَكْفُولٌ لَهُ ته په داسي ځاى کي په لاس ورکړي چي هلته دعوه ورسره کولاى سي د کفيل ذمه د کفالت څخه خلاصيږي .
دا ډول که مَكْفُولٌ لَهُ د کفيل تر ضمانت ورتېر سي او ابراء ورکړي يا د اصيل تر دعوې او خصومت ورتېر سي هلته هم د کفيل کفالت ختميږي .
دغه ډول که مَکْفُوْلُ بِهِ ومړ يعني هغه کس چي کفيل يې د حاضرولو ضامن سوى دى هغه وفات سي نو پدې هم ځاني کفالت وپاى ته رسيږي .
که د کفيل وكَيْل مَکْفُوْلُ بِهِ په محکمه کي حاضر کړي يا مَکْفُوْلُ بِهِ پخپله د کفيل په کفالت کي ځان په لاس ورکړي دا هم د کفالت د دندي د پوره کېدو په معنا دي او د کفيل ضمانت پاى ته په رسيږي .
د مَکْفُوْلُ بِهِ په سپارلو کي د مَكْفُولٌ لَهُ قبلول شرط نه دي .
که کفيل يا د هغه وكَيْل مَكْفُولٌ لَهُ ته مَکْفُوْلُ بِهِ په محکمه کي وسپاري که څه هم يې مَكْفُولٌ لَهُ ځني تسليم نکړي بيا هم د کفيل ضمانت پاى ته رسيږي .
-----------------------------
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي