تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شیطان کمزوری تدبیر
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 12, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه

پاک خدای (جل جلاله) فرمایي (إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا  سورة النساء ۷۹) معنادا چي د شیطان چلونه او فرېب ډېر کمزوري دي،

ځکه چي هغه خو د انسان په زړه کي صرف د ګناه کولوخیال اچوي او انسان د نیکو کارونو څخه بې غمه کوي، هیڅکله هم شیطان پر لمانځه ولاړ سړی له لاسه نه دی

رانیولی چي ته به لمونځ نه کوې، زه تالمانځه ته نه پریږدم. ایا یو وخت لا هم تاسو د شیطان یو داسی کار لیدلی دی؟

نه هغه هیڅکله هم داسي نه کوي، بلکي صرف  د هغه کار دادی چې هر وخت د انسان په زړه کي وسوسه وراچوي.

نو ویلای سو چې څوک د شیطان له و سوسو څخه ځان وژغوري، هغه به په حقیقت کې د شیطان له چلونو او فریبونو څخه ځان ژغورلی وي.

او چا چې شیطاني وسوسې په زړه کي وساتلې او بیا یې ورباندي عمل وکړ:

 نو هغه په ګناه اخته سو ډېري طریقې او لاري داسي سته چي شیطان انسان ته پرې وسوسې اچوي او له هغوی څخه د خلاصون لاري هم ډېرې دي، نو موږ ته د هغو لارو زده کول په کار دي، تر څو موږ د شیطاني خیالاتو او سوسو څخه ورباندي ځان وساتو او په نتیجه کی د ګناهونو څخه لیري پاته سو

 ماخذ : د مسلمان څلور دښمنان

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته