تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مور او د مسلمان ماشوم روزنه (دوهمه برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 25, 2024
  0

تألیف: خیریه حسین طه صابر 
ترجمه: سلطان محمود صلاح/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


مور او د مسلمان ماشوم روزنه 

(دوهمه برخه) 


ښځه د آسماني رسالتونو په زمانه کي


 قرآنکریم په خپل بیاني اعجاز خبر راکړی چي ښځه د کوم منزلت درولودونکې ده او څه ډول له نارینه سره برابره شمېرل کيږي. څرګنده کړې یې ده چي ښځه د ټولو هغو صفاتو درلودونکې ده چي نارینه یې لري، بلکي په ځینو صفاتو کي له نارینه اوچته ده. قرآنکریم د یو شمېر هغو قدرمنو ښځو په حال خبر کړي یوو چي د آسماني رسالتونو په دورو (مراحلو) کي د لوړ مقام او رول درلودونکي وې، د سلیمان علیه السلام په دوره کي د سبأ د ملکي بلقیس یادونه یې کړې ده، هغه چي د واکمنۍ بنسټ یې پر شوری او مشوره ولاړ و، د پخې رایې درلودونکي وه او له شرکه د خپل قوم د نجات او توحید ته د انتقال لامل وه. د سیدنا موسی علیه السلام په زمانه کي قرآنکریم د څلورو داسي مېرمنو یادونه کړې ده چي د موسی علیه السلام په دعوت کي یې مهم رول لوبولی؛ یوه یې مور، بله یې خور، بله د فرعون مېرمن آسیه ( آسیا ) او د موسی علیه السلام مېرمن چي د شعیب علیه السلام لور وه.


په همدې ترتیب مریم بنت عمران علیها السلام هم لوړ مقام درلود چي د عیسی علیه السلام مور ده او د هغې (مریمې) مور د عمران مېرمني هم لوړ منزلت ترلاسه کړی و. الله تعالی چي د خپلو بندګانو له ډلي آدم، نوح، آل ابراهیم او آل عمران غوره کړي، د ښځو له ډلې یې هم یو شمېر غوره کړې دي چي د ځینو په اړه به یې په لاندې توګه یادونه وکړو: 


د سبأ ملکه بلقیس 


قرآنکریم د داسي یوې مېرمنې یادونه کړې چي د حقایقو په معلومولو او چارو په تدبیر کي د پخې رایې، ذکاوت، ځیرکتیا او عزم درلودنکې وه، له سختو حالاتو او شرایطو سره د مقابلې او ورنه د وتلو پوره توان یې درلود؛ دا مېرمن د سبأ ملکه بلقیس ده چي له سلیمان علیه السلام سره د هغې مشهوري پېښې او کيسې له مخې یې شهرت موندلی دی.


الله تعالی فرمایي: «قَالَتْ يَا أَيُّهَا المَلأُ أَفْتُونِي فِي أَمْرِي مَا كُنتُ قَاطِعَةً أَمْرًا حَتَّى تَشْهَدُونِ» (النمل: ۳۲). ترجمه: [ (ملکي) وویل: اې درباریانو! په دې کار کي مي مشوره راکړئ، زه خو تر هغه دکوم کار پرېکړه نه کوم چي تاسو راته حاضر شئ!].


همدارنګه الله تعالی فرمایلي: «قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ» (النمل: ۳۴). ترجمه: [وې ویل: یقینا چي کله دا پاچایان کوم کلي ته ننوځي تباه یې کړي او عزتمن اوسیدونکي یې ذلیل کړي، او همداسي کوي].


دا دواړه مبارک آیتونه څرګندوي چي بلقیس له خپل قوم د پېښې په اړه رایه غوښتې، ځکه نه یې غوښتل د دوی له رایي او مشورې پرته تصمیم ونیسي او د پېښي اړوند پرېکړه وکړي. دې خپل قوم ته دا حقیقت هم بیان کړی چي د پاچایانو دود او عادت دی کوم ځای او سیمه چي په زور ونیسي هغه بیا ورانوي، عزتمن خلک یې سپکوي، وژني او شړي یې. دلته ده چي د ملکي د شخصیت په انځور کي د داسې یوې مېرمني شخصیت څرګندیږي چي له جګړې کرکه لري، خرابي او تباهي نه غواړي د زور او سختۍ له استعمال مخکي د حکمت، نرمۍ او تفاهم وسله کاروي. 


ښځه د موسی علیه السلام په زمانه کي 


د موسی علیه السلام په زمانه کي یو شمېر داسې مېرمنې وې چي قرآنکریم یې یادونه کړې ده؛ د لوړ منزلت، پیاوړي ذهن او رایې درلودونکي وې چي د الله تعالی له مرستې وروسته یې د خپل قوي عقل او همت په مټ د موسی کلیم الله ساتنه وکړه. 


له دې ډلي یوه د موسی علیه السلام مور وه؛ چي د مؤمني رښتوني او د خپل رب اوامرو ته د تابع مېرمنې رول یې ادا کړی او خپل خالق ته د تسلیمۍ  په حکم یې خپل ماشوم زوی (موسی علیه السلام) سیند ته لاهو کړ.


که چيري ښځي د خپل رب د اوامرو د تطبیق او پلي کولو توان نه درلودی، الله تعالی به چي په دې کمزورۍ تر ټولو ښه پوهیږي ښځه د اوامرو په تطبیق نه مکلفوله، نو د الله تعالی له لوري ښځي ته د اوامرو او احکامو صادرول د بني اسرائیلو او نورو له پاره د ښځې د ارزښت د اثبات او له نارینه سره یې د برابرۍ غوره دلیل دی، او دا هم په ډاګه ده چي په ځینو حالاتو کي ښځه له نارینه زیاته مهمه او قدرمنه وي ټولو ته معلومه ده چي په قرآنکریم او احادیثو کي د مور نوم د پلار د نوم په نسبت زیات یاد شوی دئ.


د هغه دور دوهمه مېرمن د موسی علیه السلام خور ده، هغه چي د خپلي مور د امر له مخي یې ځان خطر ته ورکړ، د خپل هغه ورور د خبر او حال معلومولو په خاطر یې مېړنی اقدام وکړ، چي په سند لاهو شوی و. دې غیرتي خور چي لا د ځوانۍ مرحلې ته نه وه رسېدلې د خپل ورور په ژوند ساتنه کي مهم رول ادا کړ؛ همدا د دې لامل شوه چي ورور یې بېرته د خپلي مور غېږي ته راغی، الله تعالی د هغې مؤمني مور په ژبه داسې فرمايي: «وَقَالَتْ لأُخْتِهِ قُصِّيهِ فَبَصُرَتْ بِهِ عَن جُنُبٍ وَهُمْ لاَ يَشْعُرُونَ» ( القصص: ۱۱ ). ترجمه:[او د ده خور ته یې وویل: ورپسې شه! نو له ګوښې ګوښې یې داسي تر سترګو لاندي نیولی و چي هغوی پرې نه پوهېدل]. 


د موسی علیه السلام مور یې لور (د موسی علیه السلام خور) ته وویل چي حال یې راوړه، ورپسې لاړه شه، په حال او برخلیک یې ځان خبر کړه. مور یې خپله لور ښه پېژندله؛ د هغې استعداد او هوښیارتیا ورته معلومه وه او په دې باوري وه چي سم او پوره حال به راوړي، همداسي وشول، هغې د خپل ورور ځای معلوم کړ او د فرعون ښځي ته يې خپله مور ور وښودله چي موسی علیه السلام ته تی ورکړي. 


درېیم دا ډول ښځه چي د نړۍ د غوره مېرمنو له ډلې ده د فرعون ښځه آسیه بنت مزاحم ده؛ نوموړې د خپل ایمان او غوره اخلاقو له مخي د دنیا د غوره ښځو په منځ کي ځانګړی مقام ته رسیدلې، د سختیو په له منځه وړلو کي یې خاص مقام او لوی لاس درلود، د خپل ظالم او جابر مېړه (فرعون) په ژوند کي يې پر بندګانو ډېر رحم کاوه، دا یې غوره وبلله چي موسی علیه السلام خپل زوی ونیسي، وې روزي، الله تعالی یې په ژبه داسي فرمایلي: «عَسَى أَن يَنفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا» (یوسف: ۲۱).  ترجمه: [یا به ګټه راورسوي او یا به یې خپل زوی وګڼو].


همدا راز د شعیب علیه السلام لور هم د موسی علیه السلام په ژوند کي د قدر وړ رول لوبولی، دې په خپل دماغي قوت او فراست سره دا درک کړه چي موسی علیه السلام یو امین او قوي شخصیت دی، دا خپل پلار ته په دې اړه داسې وايي: «قَالَتْ إِحْدَاهُمَا يَا أَبَتِ اسْتَأْجِرْهُ إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ الْقَوِيُّ الأَمِينُ» (القصص: ۲۶). ترجمه:[یوې (لور یې) وویل: پلاره! دا په نوکرۍ ونیسه، تر ټولو غوره کس چي په نوکرۍ یې نیسې هغه دی چي پیاوړی او امین وي]. 


د ښځې مقام، منزلت، رایې، نظریې او په ټولنه کي يې فعال او مهم رول ته د اسلامي دین او آسماني رسالتونو پام او درنښت د ښځي د منزلت، لوړتیا او اهمیت او د ښځې په اړه د ښځي د د ښمنانو د رایو او هغو وضعي قوانینو د ابطال ستر او څرګند دلیل دی چي ښځي ته د هغې د شان وړ مقام او اهمیت نه ورکوي.

نوربیا...

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته