لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه پالونکی اولاد
د صحابه کرامو له جملې څخه که چیري د حضرت انس (رضي الله عنه) ژوند ته یوه لنډه کتنه وکړو او د اسلامي زرینو پاڼو ته نظر واچوو؛ نو وبه مومو چي همدا جلیل القدره صحابي هغه ستره هستي ده چي د چا روزنه او پالنه د نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) په کور کي شویده.
دغه مبارک صحابي به د خپل مهربانه پیغمبر سره په زړه کي بې کچي مینه پاللــــه او تل به د هغه په خدمت کي بوخت و او هغه مهال د ډېري خوشحالتیا احساس کوي چي کله ېې دا خبره واورېدله چي دی به یوه ورځ د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم ) سره حشر کیږي.
امام بخاري او مسلم او امام احمد د حضرت أنس ( رضي الله عنه ) څخه روایت کوي چي یو تن له پیغمبر ( صلی الله علیه وسلم ) څخه پوښتنه وکړه چي قیامت به کله وي؟
بیا پیغمبر ( صلی الله علیه وسلم ) ورته فرمايي: او تا د هغې ورځي لپاره څه شي چمتو کړیدي؟ بیا هغه صحابي وايي: ما له دې پرته چي د الله تعالی او د هغه د پیغمبر ( صلی الله علیه وسلم ) سره مینه پالم بل هیڅ څه نه دي چمتو کړي.
بیا پیغمبر ( علیه السلام ) ورته فرمايي: ته به د هغه چا سره وې چي ورسره مینه لرې او امام بخاري رحمه الله په دې اړه یو بل حدیث روایت کړی دی چي (دغه صحابي) وویل: موږ هم همداسې یو ) لکه څرنګه چي حضرت أنس (ر ضي الله عنه) به له پیغمبر اکرم سره مینه پالي؛ نو موږ هم ورسره مینه پالو ).
بیا نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) ورته وفرمایل: هو . حضرت أنس ( رضي الله عنه) فرمايي: (( فما فرِحنا بشيء فرحنا بقول النبي( صلى الله عليه وسلم ) “أنت مع منْ أحببتَ )).
یعنې موږ په بل هیڅ څه دومره نه و خوشحال شوي لکه څومره مو چي د پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم) په دې خبره سره د خوشحالتیا احساس وکړ کله ېې چي موږ ته وویل: ته به د هغه چا سره ېې چي د چا سره د مینې لیواله يې.
او بیا حضرت أنس ( رضي الله عنه) فرمايي: زه له حضرت نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) سره او د حضرت أبوبکر او حضرت عمر ( رضي الله عنه ) سره ډېره مینه لرم او زه هم ارزو لرم چي د قیامت په ورځ د همدې میني پالني په خاطر له دوی سره پاته شم.
د صحابه کرامو کوچنیانو به د نبوي میني او د هغه د ګرانښت او درنښت په خاطر سپېڅلي نبوي احادیث زده کول او له دوی سره د نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) ځيني داسي خاطرو شتون درلود چي دوی به هیڅکله هم هغه نشوای هېرولای او که څه هم د دوي عمرونه لا ډېر کم وو؛ خو دوی به بیا هم د نبوي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) مبارک احادیث نورو ته اورول چي له دې جملې څخه یو څه په لاندي ډول دي.
محمود بن ربیع یو کوچنۍ صحابي ( ۵ کلن صحابي) دی او یو مبارک حدیث يې امام بخاري ( رحمه الله ) په خپل یو روایت کي یادونه کوي چي محمود بن ربیع ( رضي الله عنه ) فرمايي: (( عقلت ( أي حفظت ) من النبي ( صلى الله عليه وسلم ) مجة مجها في وجهي و أنا ابن خمس سنين من دلو)) .
ژباړه : ما د خوږ نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) نه دا (حدیث ) حفظ کړی دی چي ( یو ځل ) نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) زما پر مخ د کوزی اوبه را وشنیدلی په داسي حال کي چي زه لا پنځه کلن وم.
همداراز امام الترمذي ( رحمه الله ) فرمايي چي أبو الحوار السعدي ربیعة بن شبان وویل: ما یو ځل حسن بن علي ( رضي الله عنه) ته وویل: تا د پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم ) څخه څه شی زده کړیدي؟ را ته يې وویل: ما ترېنه دا حدیث زده کړی دی چي ارشاد فرمايي:
((“دَعْ مَا يَرِيْبُكَ إِلَى مَا لَا يَرِيْبُكَ، فَإِنّ الصّدْقَ طَمَأْنِيْنَةٌ وَالْكِذْبُ رَيْبَةٌ )).
یعني هر هغه څه چي تا په شک ( تر دید ) کي غورځوي پریږده ( او هغه کار تر سره کړه چي ) تا په شک کي نه غورځوي، په رښتیا ویلو سره ( د زړه ) ډاډمنتیا رامنځ ته کیږي او دروغ شک دی ( تا له اضطراب او پرېشانۍ سره مخامخ کوي).
ماشومانو ته د دې زده کړه اړینه ده چي د سترو بریالیتوبونو د لاس ته راوړلو په خاطر یو انسان په ژوند کي د ترینګلو حالاتو او له زیاتو عوائقو (خنډونو ) سره مخامخ کیدلی شي؛ خو د دې ویاړليو انتصاراتو د حصول په خاطر به له خورا زغم څخه کار اخلي او دا ځکه چي د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم ) خوږو دوستانو او صحابه کرامو به همداسي چلن کاوه او د قضاء او د قدر په پرېکړو باندي به ئې کوټلی باور درلود او د همدې ټینګ ایمان په مرسته ئې وکولی شول چي سترې بریاوی تر لاسه کړي.
www.taleemulislam.net