لیکوال اوشاعر : عبدالقیوم"مینه وال"
یوه فیلسوف وویل: طبيعت د ښکلاوو مجموعه ده.
دوهم وویل: ښکلا ترطبيعت لوړمقام لري.
دریم وویل: زه د دواړو لپاره یو فکر کوم او دواړه د یوي هستۍ دوه تصوره ګڼم.
لمړي وویل: د ګلانو نازک اوله رنګینو ډک وجود او د اغزیوتیرې او دردونکي څوکي د دواړوهستۍ یوه او د ژوند لاره یي یوه او تر یوي چينې رسید لي ده.
دوهم وویل: د کایناتو هره هستي یو پیل او پاي لري.
دګلانو او اغزيو پیل یودئ، دواړه د یوې مځکي څخه راټوکیږي خو د ګلانو پایله د عطرونو څو څاڅکي سي او د اغزيو پایله تر سوځونکو لمبو وروسته تور دود او توري ایرې سي .
دریم وویل: د کاڼو کلک او ډبرین وجود او نه بهیدونکي خاصیت موږ ته د جبر فلسفه راښيې او د اوبو نرم وجود؛ حیاتي او بهیدونکي خاصیت موږ د اختیار په فلسفه پوهوي که اوبه په ډند کي ودریږي او د بهیدلو لاره یي نه وي ؛ د بهیدلو او حیاتي خاصیت ور څخه نه ځي، مګر په نه بهیدلوسره ورو ورو ورکیږي او که څوک لاره ور کړي او په لښتیويې سمي کړي، د اوبو دغه حرکت مړو بوټو ته ژوند ورکوي او وچي مځکي زرغونوي.
لومړي وویل: هغه درد چي د مار له چیچلو وروسته پیدا کیږي، ترهغي خوښۍ ښه دئ چي د ګلانو پر بستر او د عطرونو له وږم سره تیریږي ځکه چي په دښت کي ولاړ ګل دلمر ډیرو تودو وړانګو اوډیرو توپانونو ته غیږه ورکوي خوماته نه مني، مګر د سیوري ګل لږ تودوخه هم نه مني او د پاسته نسیم په حرکت سره هم پاڼي پاڼي سي.
دوهــــــــــم وویل: ډیر ستړي انسان په لږ ستړیا سره نه ماتیږي هوساته لږ ستړیا هم مرګ وي .
دریم وویل: په تاوده اوړي کي د لمر تیزي وړانګي او ګرم بادونه یو کوچني غرهم نسي ویلي کولاي اونه یوه وړه شګه ما تولاي سي ، خو لږ تودوالی سیندونه سیندونه ډنډ اوبه محو کولاي اوورکولای سي .
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۲ ګڼه