د حضانت مده
حَاضِنَه يعني ښځينه پالونکې مور يا بله هره ښځه چي وي د هلک د پالني حق تر هغه مهاله لري چي ماشوم د ښځو د اړتيا څخه وځي ، د ډېرو په آند په اوه کلنۍ کي ماشوم د ښځو پالني ته اړتيا نه لري ، ځکه اوه کلن ماشوم خوراک ، چښاک او انساني حاجت پخپله پوره کولاى سي .
مور او انا تر هغه مهاله د نجلۍ د حضانت حق لري تر څو چي هغه بالغيږي ، البته د مور او انا څخه ماسيوا نوري ښځي د نجلۍ د حضانت حق تر هغه مهاله لري چي دا مُشتَهَاتَه ګرځي يعني دونه غټيږي چي د نارينه وو ليوالتيا ورته پيدا کيږي ، که څه هم بلوغ ته رسېدلې نه وي ، دغه ډول حالت ته نجلۍ په نهه کلنۍ کي رسيږي البته د يوولسو کلونو نجلۍ د علماوو په اتفاق مُشتَهَاة بلل کيږي .
د حضانت ځاى
مُطَلَّقَه ښځه کومه چي د حضانت د حق لکبله اولاد د پالني د پاره ور سپارل سوى وي د کلي څخه ښار ته کوچ کولاى سي خو د يوه ښار څخه بل ښار ته د کوچ کولو حق نه لري البته د ماشوم د پلار په اجازه بيا د خپل ښار څخه بل ښار ته کډه کېدلاى سي .
دغه ډول پلار هم د حضانت په مده کي د مور د اجازې پرته کوچنى د مور د ښار څخه بل ښار ته نسي بيولاى .
تر حضانت وروسته
دمخه مو ولوستل چي مور او انا د هلک تر اوه کلنۍ پوري د هغه د حضانت حق لري ، د اوه کلنۍ څخه وروسته يې بيا پلار ته حواله کيږي او پلار يې تر بلوغ پوري د ځان سره يو ځاى کوي .
مور او پلار تر هغه مهاله د نجلۍ د حضانت حق لري چي بالغه کيږي ، د مور او پلار څخه ماسيوا نوري خپلواني يې تر هغه مهاله د حضانت حق لري چي مشتهاة ګرځي .
د نجلۍ د حضانت مده چي پوره سي او بالغه سي ، که پېغله وه ، پلار يې د ځان سره يو ځاى کولاى سي ، دا د پلار څخه بېله او تنها ګزاره نسي کولاى که کونډه يا طلاقه سوې وه نو بيا کولاى سي چي جلا ژوند اختيار کړي .
البته که د دې پر ځان بېره او خطره وه بيا يې پلار او نيکه جبرا د ځان سره يو ځاى کولاى سي .
که پلار او نيکه يې نه درلودل بيا يې ورور ، ور پسې يې اکا دا حق لري چي د بلوغ وروسته يې د ځان سره په کور کي يو ځاى کړي ، پدې شرط چي ورور او اکا يې مفسد او وران کار نه وي .
نور ذي رحم مَحرَم يعني نَسَبِي مَحرَم خپلوان هم د ورور او اکا په شان دي .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي