رالېږونکی: حمدالله حلمیار/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
باچا اعلان وکړ چي هر چا ښه او کره خبره وکړه نو هغه ته به څلور سوه اشرفۍ (د زرو سیکې) ورکول کیږي... یوه ورځ باچا پر کومه لار تیریدی چي سپین ږیر باغوان یي ولیدی چي لګیا ده او په کړوپه ملا په باغ کي نهالان کینوي، باچا ودریدی، سپین ږیری باغوان یی را وغوښت او ورځني ویي پوښتل:
بابا دا څه کوې په دې عمر کي ونې کینوې؟ ستا عمر هغسي هم تر اتیا کالو اوښتی ده، د ګور پر غاړه یې او ونې هم تر لس کاله وړاندي حاصل نشي درکولای ، څله دي ځان ستړی کوې؟
باغوان ورته وویل: باچا سلامت! پخوانو نهالان ایښي وو موږ یي حاصل وا خیستل، موږ به یي کینوو او راتلونکی نسل به یي میوه وخوري.... باچا ته یي خبره کره او پر معیار سمه وبریښیده، وزیر ته یي امر وکړ چي بابا ته څلور سوه اشرفۍ ورکړي، باغوان اشرفۍ ورڅخه واخیستې او موسکی شو... باچا ورته وویل: ولي موسکی شوې؟
باغوان ورته ویل: باچا سلامت د خلګو ونې لس کاله وروسته میوه کوي خو زما ونو اوس دستي میوه وکړه، باچا بیا وزیر ته امر وکړ چي نورې څلور سوه اشرفۍ ورکړې ځکه د باغوان دا خبره هم ډیره معقوله وه...باغوان چي اشرفۍ وا خیستې بیا موسک شو باچا یي د موسکا سبب وپوښتی، باغوان ورته ویل:
باچا سلامت ځکه موسکی سوم چي د خلګو ونې په کال کي یو ځل حاصل ورکوي زما ونو په یوه ورځ دوه ځله حاصل راکړل... باچا بیا وزیر ته د څلور سوو نورو اشرفیو ورکولو وویل او ژر یي پر آس پښه واړوله او روان شو... وزیر د باچا دې حرکت ته حیران شو نو له باچا نه یې وپوښتل: باچا سلامت! څنکه تیز له هغه ځایه را روان شوې؟
باچا ورته وویل: ویریدم چي زما خزانه به خلاصه شي خو دا باغوان به لا له حکمتونو ډکې خبرې ولري...
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پاموړ ټکي:
تل یو نیک کار په دې نیت سرته مه رسوه چي څوک به یي بدل درکړې ځکه د نیکۍ تر ټولو ښه بدله
ورکوونکی الله جل جلاله دی چي د یوې نیکۍ په بدل کي د لسو نیکیو ثواب او بدله درکوي (او چا ته چي اراده وفرمايي تر دې لا هم زیاتي ورکوي....).