تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مور په اړه (۲۲) جالبې خبري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 14, 2024
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د مور په اړه  (۲۲) جالبې خبري


۱ : مورکه په چپ لاس زانګو خوځوي نو په ښې لاس نړۍ خوځوي. 


 ۲ : په نړۍ کي ترټولو قيمت ترينه او صفا اوښکه د مور د سترګو او ښکه ده.


۳ : د مور له ژړا دا بهتره ده چي زوی وژاړي.


 ۴ : مور چي مړه شي پلار ړوند شي.


 ۵ : که پلار دې مړ شي نو ستا د سر بالخت ستا د مور څنګ دی او که مور دې وفات شوه نو بيا به د دروازې په لرګي سر ږدې. 

 

 ۶ : سړي هغه څوک دي چي ښځو جوړ کړي دي. 


۷ :  په نړۍ کي يو څيز دی چي له ښځې بهتر دی او هغه مور ده.


 ۸ : مور هغه څوک ده چي تا ته نه وايي چي ايا څه دي پکار دي که نه بلکي  در کوي يي.


 ۹ : تر ټولو ستر کتاب چي لوستی مې دی هغه مور ده.


 ۱۰ : ډوډۍ د پلار او اوبه د مور مثال لري.


 ۱۱ : کورونه پرته له صالحو ميندو هديرې دي. 


۱۲ :  مور له خپل ځان سره زياتي کوي ترڅو د خپل اولاد سره انصاف وکړي.


 ۱۳ : نړۍ په خپلی پراختیا سره د مور د زړه پراخوالي ته نه شي رسيدلای.


 ۱۴ : مور چي کله د خپل اولاد په روزنه کي ناکامه شي بله هيڅ کاميابي، کاميابي نه ګڼي.


 ۱۵ : عمر سره ځکه مينه لرم چي پس له مرګه د مور اوښکه نشم ليدلای.


 ۱۶ : ماشوم خپله مور له تبسم څخه پيژني.


۱۷ :  د ټولني مستقبل د مور په لاس کي دی، نو يواځينی شخص مور ده چي له ضايع کولو يي ژغورلی هم شي.


 ۱۸ : زه ترهغه مطمئن کيدای نشم چي ترڅو د مور غيږ سره نږدي ونه اوسم.


 ۱۹ : کله چي ماشوم د پلار سره مشابهت پيدا کړي له مور هر څه واخلي. 


۲۰ : د مور مينه هيڅکله نه زړيږي. 


 ۲۱ : که نړۍ هرڅومره وړه شي نو مور بياهم ستره ده نه وړيږي. 


  ۲۲ : د مور لاس که وهل هم وکړي؛ نو خوندور لاس بلل کيږي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته