تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام شاته الحمدلله ویل
 
  July 22, 2015
  0

 

په  لمانځه کي په امام پسي الحمدلله ويل

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د حنفي مذهب له آنده په جهري او سري لمونځو کي الحمدلله ويل مکروه تحريمي ده ؛او دا ادعا يوازي پر فکر باندي ولاړه نه ده او نه هم د قرآن او حديث څخه خلاف خبره ده لکه ځیني متعصبين ، چي پر حنفيانو باندي تور لګوي، چي د احنافو قول د قرآن او حديث څخه خلاف دی حاصل دا چي د حنفيانو قول پر دلايلو باندي ولاړ دئ، چي يو لړ دلايل يې په لاندي ډول دي:


لومړى دليل:
 
الله جل جلاله  فرمايي:
وَإِذَا قُرِىءَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ وَأَنصِتُواْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (۱)
ژباړه: کله،چي قرآن لوستل کېږي نو غوږ ورته کښېږدئ او چوپ سئ ښايي پر تاسو باندي رحم وسي.

په پورتني آيت کي دوې خبري ښودل سوي دي او دعملي کېدو په صورت کي د رحمت د نزول خبره سوې ده يعني دا چي که تاسو دا دوې خبري عملي کړئ نو کېداى سي پر تاسو باندي رحم وسي هغه دوې خبري دادي، چي کله قرآن لوستل کېږي نو تاسو غوږ  ورته کښېږدئ او چوپ سئ که قرآنکريم لوستل کېدئ تاسو  غوږ نه ورته  ايښووى يا چوپ نه سواست نو د رحمت نزول به نه وي.

پورتنى آيت کريمه دلمانځه اړونده نازل سوى دئ يعني داچي که امام په لمانځه کي قرائت وايي مقتدي بايد غوږ ورته کښيږدي او چوپ سي. که امام قرائت وايي مقتدي ته هيڅ شي ويل جايز نه دي ځکه که مقتدى هم څه وايي يعني الحمدلله يا بل شي وايي نو بيا خو نه اورېدل کولاى سي او نه چوپ سوى دئ.

داچي پورتنى آيت دلمانځه اړونده نازل سوى دئ داڅه ساده خبره نه ده بلکي دا خبره هغه چا کړې ده، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ټول امت ته امر کړى دئ،چي تاسو قرآن ځني زده کړئ لکه ،چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي:

روى البخاري عن عبد الله بن عمروبن العاص قال: سمعت النبي صلى الله عليه وسلم يقول خذوا القرآن من أربعة من عبد الله بن مسعود وسالم ومعاذ وأبيّ بن كعب (أي تعلموا منهم). (۲)

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: تاسو د څلور کسانو څخه قرآن زده کړئ،(چي دلاندي کسانو څخه عبارت دي:) عبدالله بن مسعود، سالم، معاذ بن جبل او ابى بن  کعب رضي الله عنهم .

پورته کسان،چي نومونه يې ياد سوه هغه کسان دي، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   يې په اړه هدايت کړى ،چي دغه کسان دقرآن ماهرين دي ددغو کسانو څخه قرآن زده کړئ، ددغو  ماهرينو له ډلي څخه دعبدالله بن مسعود رضي الله عنه په اړه راځي، چي ده مبارک خلکو ته جماعت ورکاوه دلمانځه په جريان کي خلکو الحمدلله ويل کله،چي دى مبارک فارغه سو نو پر خلکو يې مخ را واړوئ او ورته وې فرمايل:تاسو لا اوس هم نه پوهېږئ،چي په امام پسي الحمدلله ويل پکار نه دي ځکه الله جل جلاله  فرمايي:

وَإِذَا قُرِىءَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ وَأَنصِتُواْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (۳)
ژباړه: کله،چي قرآن لوستل کېږي نو غوږ ورته کښېږدئ او چوپ سئ ښايي پر تاسو باندي رحم وسي.(۴)

حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه: په پورتني قول داسي د قرآن د ستر ماهر ابن مسعود رضي الله عنه  وينا واورېده،چي پورتنى آيت يې ددې لپاره دليل کړ، چي په امام پسي الحمدلله ويل جايز نه دي.

حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما: همدا ډول ابن عباس رضي الله عنهما  ،چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته داسي دعا کړې ده:
 
اللهم فقهه في الدين...

ژباړه: اې الله جل جلاله ! ابن عباس رضي الله عنهما  ته پوهه په دين کي ورکړې.

ابن کثير رحمة الله علیه  ابن عباس رضي الله عنهما  په ترجمان القرآن سره ياد کړى دئ.

داسي کس ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته په دين کي دپوره پوهاوي دعا کړې ده ، داسي کس ، چي وتلو علماوو په ترجمان القرآن سره ياد کړى دئ، داسي کس ، چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  صحابي دئ او داسي کس،چي د قرآنکريم په تفسير او  تاويل کي  يې داسي مهارت درلودئ، چي دده په مهارت کي هيچا شک نه دئ کړى داسي يې فرمايلي دي:

رسول الله صلی الله علیه وسلم  دجماعت لمونځ ادا کاوه ترشا يې اصحابانو قرائت وايه نو پر ده صلی الله علیه وسلم  باندي څه ګډوډي راغله الله جل جلاله  لاندنى آيت نازل کړ:

وَإِذَا قُرِىءَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ وَأَنصِتُواْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (۵)
ژباړه: کله،چي قرآن لوستل کېږي نو غوږ ورته کښېږدئ او چوپ سئ ښايي پر تاسو باندي رحم وسي.

ابن عباس رضي الله عنهما  فرمايلي دي،چي که څوک په فرض لمونځ ادا کوي او په امام پسي ولاړ وي نو چوپ دي سي.(۶)

همدا ډول د تابعينو هم بيخي ډېري فتواوي په دې اړه سته، چي پورتنى آيت دلمانځه اړونده نازل سوى دئ يعني داچي دلمانځه پر مهال ، چي مقتديان په امام پسي ولاړ وي نو مقتديانو ته هيڅ ويل جايز نه دي داچي مخور اصحابان  او مخور تابعين داسي فتوا ورکړي ،چي قرآن تاسو ته حکم کوي ،چي په امام پسي الحمدلله مه وايه بلکي امام ، چي په لمانځه کي تلاوت کي هيڅ مه وايه نو بيا په دې خبره کي به څه شک وي ، چي په امام پسي الحمدلله ويل جايز نه دي، هغه  فتواوي ، چي دتابيعينو څخه رانقل سوي دي ځيني يې په لاندي ډول دي:

مقداد بن اسود رضي الله عنه: تفسير مظهري د مقداد بن اسود رضي الله عنه  فتوا رانقل کړې ده،چي ده مبارک خلکو ته جماعت ورکاوه  دلمانځه په جريان کي خلکو الحمدلله ويل کله،چي دى مبارک فارغه سو نو پر خلکو يې مخ را واړوئ او ورته وې فرمايل: تاسو لا اوس هم نه پوهېږئ،چي په امام پسي الحمدلله ويل پکار نه دي ځکه الله جل جلاله  فرمايي:

وَإِذَا قُرِىءَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ وَأَنصِتُواْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (۷)
ژباړه: کله،چي قرآن لوستل کېږي نو غوږ ورته کښېږدئ او چوپ سئ ښايي پر تاسو باندي رحم وسي.(۸)

تفسير ابن کثير ليکي: پورتنى آيت دځينو انصارو په اړه نازل سوى دئ، دوى داسي کول،چي کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم  په لمانځه کي څه ويل دوى به هم ويل پورتنى آيت نازل سو دوى ته يې وښودل،چي کله تاسو درسول الله صلی الله علیه وسلم  سره په جماعت کي لمونځ کوئ نو څه مه واياست. غوږ ونيسئ او چوپ سئ.(۹)

عبيد بن عمير او عطاء بن ابي رباح رحمة الله علیهما: ابن جرير طبري رحمة الله علیه  د طلحة بن عبيدالله بن کريز قول رانقل کړى دئ، چي دى فرمايي:  عبيد بن عمير او عطاء بن ابي رباح ،چي دلوړۍ درجې منل سوي علماء ما په داسي حال کي وليدل ،چي دوى خبري سره کولې او دبله اړخه تلاوت کېدئ ما ورته وويل: ايا تاسو تلاوت نه اورئ،چي خبري کوئ دعذاب مستحق به سئ کوم ،چي دتلاوت نه اورېدلو په اړه راغلى دئ .دوى مخ را واړوئ خو څه يې راته ونه ويل، ما دوهم ځل بيا دغه خبره ورته تکرار کړل، دوى بيا هم څه ونه ويل ، ما دريم ځل هم هغه خبره تکرار کړل دوى راته وويل: د تلاوت په وخت کي ، چي دخبرو منع راغلې ده هغه دلمانځه پر مهال راغلې ده، يعني داچي الله جل جلاله  فرمايي: کله ،چي په لمانځه کي امام تلاوت کوي نو تاسو غوږ ورته ونيسئ او چوپ سئ هيڅ مه واياست.  (۱۰)

ستر مفسر امام مجاهد رحمة الله علیه : همدا ډول سفيان ثورى رحمة الله علیه  دابي هاشم اسماعيل بن کثير څخه روايت کوي ، چي امام مجاهد رحمة الله علیه  فرمايلي دي کوم آيت ، چي دتلاوت اړونده نازل سوى دئ هغه حکم دلمانځه پر مهال دئ يعني داچي الله جل جلاله  فرمايي: کله ،چي په لمانځه کي امام تلاوت کوي نو تاسو غوږ ورته ونيسئ او چوپ سئ هيڅ مه واياست. (۱۱)

ستر تابعي سعيد بن المسيب رحمة الله علیه : فرمايلي دي کوم آيت ، چي دتلاوت اړونده نازل سوى دئ هغه حکم دلمانځه پر مهال دئ يعني داچي الله جل جلاله  فرمايي: کله ،چي په لمانځه کي امام تلاوت کوي نو تاسو غوږ ورته ونيسئ او چوپ سئ هيڅ مه واياست. (۱۲)

د مجاهد، ابن ابي ليلي او سعيد بن جبير رحمهم الله: دوی ټولو څخه داسي روايت سوى دئ:کوم آيت ، چي دتلاوت اړونده نازل سوى دئ هغه حکم دلمانځه پر مهال دئ يعني داچي الله جل جلاله  فرمايي: کله ،چي په لمانځه کي امام تلاوت کوي نو تاسو غوږ ورته ونيسئ او چوپ سئ هيڅ مه واياست. (۱۳)

امام ضحاک رحمه الله: همدا ډول د ضحاک رحمة الله علیه  څخه داسي روايت سوى دئ:کوم آيت ، چي دتلاوت اړونده نازل سوى دئ هغه حکم دلمانځه پر مهال دئ يعني داچي الله جل جلاله  فرمايي: کله ،چي په لمانځه کي امام تلاوت کوي نو تاسو غوږ ورته ونيسئ او چوپ سئ هيڅ مه واياست. (۱۴)

ابراهيم نخعي رحمة الله علیه: د ابراهيم نخعي رحمة الله علیه څخه داسي روايت سوى دئ: کوم آيت ، چي دتلاوت اړونده نازل سوى دئ هغه حکم دلمانځه پر مهال دئ يعني داچي الله جل جلاله  فرمايي: کله ،چي په لمانځه کي امام تلاوت کوي نو تاسو غوږ ورته ونيسئ او چوپ سئ هيڅ مه واياست.(۱۵)

عامر رحمة الله علیه: د عامر رحمة الله علیه  څخه داسي روايت سوى دئ:کوم آيت ، چي دتلاوت اړونده نازل سوى دئ هغه حکم دلمانځه پر مهال دئ يعني داچي الله جل جلاله  فرمايي: کله ،چي په لمانځه کي امام تلاوت کوي نو تاسو غوږ ورته ونيسئ او چوپ سئ هيڅ مه واياست. (۱۶)

سدي رحمة الله علیه : د سدي رحمة الله علیه  څخه داسي روايت سوى دئ:کوم آيت ، چي دتلاوت اړونده نازل سوى دئ هغه حکم دلمانځه پر مهال دئ يعني داچي الله جل جلاله  فرمايي: کله ،چي په لمانځه کي امام تلاوت کوي نو تاسو غوږ ورته ونيسئ او چوپ سئ هيڅ مه واياست. (۱۷)

ابن  عباس رضي الله عنه  دپورتنى آيت تفسير په لمانځه سره کړې دئ،يعني داچي فرمايلي يې دي په لمانځه کي ، چي امام تلاوت کوي په مقتديانو کي يې وچاته دتلاوت اجازه نسته.(۱۸)

ابن زيد رحمة الله علیه: د ابن زيد څخه داسي روايت سوى دئ: کوم آيت ، چي دتلاوت پر مهال دچوپتيا او غوږ نيولو په اړه راغلى دئ دا په هغه صورت کي ، چي امام لمانځه ته ولاړ سي مقتديان پسي ودرېږي پر دغه  مهال باندي چوپتيا او غوږ نيول واجب دي چاته ددې اجازه نسته، چي څه ووايي.(۱۹)

کوم کسان،چي د تقليد جايز کار نه بولي هغه ټوله په غير مستقيم ډول دابن تيمية رحمة الله علیه مقلدين دي ځکه هغه ، چي کوم تحليل کړى دئ ، څه ډول ، چي يې استنباط کړى دئ دوى ټول ورسره موافق دي هيڅ اختلاف نه ورسره لري البته په هغو مسئلو کي ، چي دوى په دې ټولنه کي فتنه په جوړه کړې ده حال داچي خپله ابن تيمية رحمة الله علیه داسي فرمايي:

...هذا هو قول الجمهور وهو الصحيح ان قوله تعالى: واذا قرء القرآن... فى الصلوة وذکر الامام احمد بن حنبل رحمة الله علیه  اجماع العلماء على ترک القرائت فى الصلوة خلف الامام.(۲۰)

ژباړه: (داچي الله جل جلاله  دتلاوت پر مهال باندي دغوږ ايښوولو او چوپتيا امر کړى دئ مراد ځني لمونځ  دئ يعني داچي دلمانځه پر مهال که امام لمونځ ادا کوي نو پر مقتديانو باندي لازمه ده،چي چوپ سي او غوږ  کښيږدي) همدغه د جمهورو علماوو وينا ده او صحيح هم ده ؛ او امام احمد بن حنبل رحمة الله علیه  دعلماوو اجماع پردې خبره باندي رانقل کړې ده،چي په امام پسي دلمانځه پرمهال دي مقتدى قرائت نه وايي.

حاصل دا چي احنافو علماوو داسي فتوا ورکړې ده،چي څوک په امام  پسي لمونځ کوي الحمدلله ورته ويل جايز نه دي دهمدې خبري لپاره يې پورتنى آيت په دليل کي ووايه او داچي پورتنى آيت د الحمدلله د ترک لپاره دليل دئ دا يقيني خبره ده ځکه په پورته بيان کي تاسو وليدل ، چي نوموړى آيت مخورو اصحابانو  او د تابيعينو وتلو علماوو ــ د الحمدلله د پرېښوولو لپاره دليل ګرځولى دئ نو موږ ددوى په پيروي ياد آيت د الحمدلله دترک لپاره وګرځاوه.  

ماخذ: قول الفهام في القراءة خلف الامام
 
رارواني لیکني مه هیروی:
 
د قرآءة خلف الامام د قائلينو دولس دلایل او د هغو جوابونه 
په امام پسي د الحمدلله نه ویلو ۳۱ دلایل
 
یادونه: ددې مقالې نقلول د تعلیم الاسلام ویب پاڼي د نوم په یادولو جواز لري.
-------------------------------------
۱:الاعراف، آية:٢٠٤
۲: الاتقان ج : ١ ص : ٨٣
۳:الاعراف، آية:٢٠٤
۴: 15584 - حدثنا أبو كريب قال: حدثنا المحاربي، عن داود بن أبي هند، عن بشير بن جابر قال: صلى ابن مسعود، فسمع ناسًا يقرأون مع الإمام، فلما انصرف قال: أما آن لكم أن تفقهوا! أما آن لكم أن تعقلوا؟(وإذا قرئ القرآن فاستمعوا له وأنصتوا)، كما أمركم الله.تفسيرطبري تحت تفسير قوله تعالى: وإذا قرئ القرآن فاستمعوا له وأنصتوا...سورة اعراف، آية:٢٠٤،ج:١٣، ص:٣٣٦. ط: المکتبة الشاملة 
۵:الاعراف، آية:٢٠٤
۶:تفسير مظهري، ج: ٣، ص:٥٠٧
۷:الاعراف، آية:٢٠٤
۸: 15584 - حدثنا أبو كريب قال: حدثنا المحاربي، عن داود بن أبي هند، عن بشير بن جابر قال: صلى ابن مسعود، فسمع ناسًا يقرأون مع الإمام، فلما انصرف قال: أما آن لكم أن تفقهوا! أما آن لكم أن تعقلوا؟(وإذا قرئ القرآن فاستمعوا له وأنصتوا)، كما أمركم الله.تفسيرطبري تحت تفسير قوله تعالى: وإذا قرئ القرآن فاستمعوا له وأنصتوا...سورة اعراف، آية:٢٠٤،ج:١٣، ص:٣٣٦. ط: المکتبة الشاملة 
۹: قال: وحدثني أبو السائب، ... قال: نزلت هذه الآية في فتى من الأنصار، كان رسول الله صلى الله عليه وسلم كلما قرأ شيئا قرأه، فنزلت: { وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنْصِتُوا }. تفسير ابن کثير، ج:٣،ص:٥٣٦، تحت قوله تعالى: واذا قرئ القرآن... ط: المکتبة الشاملة.
۱۰: وقال ابن جرير: حدثنا حُمَيْد بن ...عن طلحة بن عبيد الله بن كَرِيزَ قال: رأيت عبيد بن عمير وعطاء بن أبي رباح يتحدثان، والقاص يقص، فقلت: ألا تستمعان إلى الذكر وتستوجبان الموعود؟ قال: فنظرا إلي، ثم أقبلا على حديثهما. قال: فأعدت فنظرا إلي، وأقبلا على حديثهما. قال: فأعدت الثالثة، قال: فنظرا إلي فقالا إنما ذلك في الصلاة: { وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنْصِتُوا }.ابن کثير تحت قوله تعالى واذا قرء...سورة اعراف، آية:٢٠٤.ط: الکتبة الشاملة.
۱۱: وقال سفيان الثوري، عن أبي هاشم إسماعيل بن كثير، عن مجاهد في قوله: { وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنْصِتُوا } قال: في الصلاة. وكذا رواه غير واحد عن مجاهد.ابن کثير تحت قوله تعالى واذا قرء...سورة اعراف، آية:٢٠٤.ط: الکتبة الشاملة.
۱۲: حدثنا ابن المثنى قال: حدثنا... عن قتادة، عن سعيد بن المسيب:(وإذا قرئ القرآن فاستمعوا له وأنصتوا) قال: في الصلاة.تفسير طبري تحت قوله تعالى واذا قرء...سورة اعراف، آية:٢٠٤.ط: الکتبة الشاملة.
۱۳: حدثنا المحاربي...عن مجاهد = وعن ابن أبي ليلى، عن الحكم = عن سعيد بن جبير:(وإذا قرئ القرآن فاستمعوا له وأنصتوا) قال: في الصلاة المكتوبة. تفسير طبري تحت قوله تعالى واذا قرء...سورة اعراف، آية:٢٠٤.ط: الکتبة الشاملة.
۱۴: حدثنا المحاربي وأبو خالد، عن جويبر، عن الضحاك قال: في الصلاة المكتوبة. تفسير طبري تحت قوله تعالى واذا قرء...سورة اعراف، آية:٢٠٤.ط: الکتبة الشاملة.
۱۵: حدثنا جرير وابن فضيل، عن مغيرة، عن إبراهيم قال: في الصلاة المكتوبة. تفسير طبري تحت قوله تعالى واذا قرء...سورة اعراف، آية:٢٠٤.ط: الکتبة الشاملة.
۱۶: حدثنا أبي، عن حريث، عن عامر قال: في الصلاة المكتوبة. تفسير طبري تحت قوله تعالى واذا قرء...سورة اعراف، آية:٢٠٤.ط: الکتبة الشاملة.
۱۷: حدثني محمد بن الحسين قال: حدثنا أحمد بن المفضل قال: حدثنا أسباط، عن السدي:(وإذا قرئ القرآن فاستمعوا له وأنصتوا) قال: إذا قرئ في الصلاة. تفسير طبري تحت قوله تعالى واذا قرء...سورة اعراف، آية:٢٠٤.ط: الکتبة الشاملة.
۱۸: حدثني المثنى قال: حدثنا أبو صالح قال: حدثنا معاوية، عن علي، عن ابن عباس، قوله:(وإذا قرئ القرآن فاستمعوا له)، يعني: في الصلاة المفروضة. تفسير طبري تحت قوله تعالى واذا قرء...سورة اعراف، آية:٢٠٤.ط: الکتبة الشاملة.
۱۹: حدثني يونس قال:..قال ابن زيد، في قوله:( وإذا قرئ القرآن فاستمعوا له وأنصتوا لعلكم ترحمون) قال: هذا إذا قام الإمام للصلاة(فاستمعوا له وأنصتوا). تفسير طبري تحت قوله تعالى واذا قرء...سورة اعراف، آية:٢٠٤.ط: الکتبة الشاملة.
۲۰: فتاواى کبرى، ج:٢،ص:١٦٨
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته