ليکوال : مولانا سليم الله خان
ژباړن: مولوي احمد الله "ابوالبدر"(مرتاض)
اسلامي امت د خپل ژوند د بقاء لپاره بشپړه لاره اونظام لري. دا امت خپل آداب، تاريخ او ثقافت لري. هجري کال د اسلامي ټولني يوه پېژندويه نښه ده.
د اسلام له پيل سره څو داسي پېښي منځ ته راغلې، چي ممکنه وه اسلامي سنه ورڅخه پيل سي؛ لکه د وحيو پيل، د هجرت پيل او بله پېښه د بدر غزا وه.
دا ټولي هغه مهمي پيښي وې، چي مسلمانان يې نېکمرغه کړل؛ په وحيو سره له جهالت څخه ووتل؛ په هجرت سره د مشرکانو له قيد څخه آزاد سول؛ شخصي او سياسي ژوند ته ورسېدل او د بدر په غزا سره د مسلمانانو دبدبه خپره سوه.
په دې ټولو کي بيا د هجرت آثار ډېر ښکاره وه؛ ځکه مدني ژوند په ديني، سياسي او اقتصادي لحاظ ډېر لوړ پوړ ته پورته سو؛ نو ويلای سو، چي هجرت د هجري کال پيلامه سوه.
په دې اړه روايتونه مختلف دي، چي هجري سنه چا تعيين کړه؟ قوي روايت دا دی، چي حضرت عمر رضي الله عنه د نورو نومياليو اصحابو رضي الله عنهم په مشوره هجري سنه انتخاب کړه.
اوس پر مسلمانانو لازمه ده، چي هجري سنه د زامي په غاښونو ټينګه کړي؛ ځکه دا د مسلمانانو د شعارونو او بېلوونکو علامو څخه يوه مهمه علامه ده.
مسلمانان دي په حکومتي، رسمي، شخصي او تجارتي کارونو کي هجري سنه وکاروي او د نورو کافرانو سره دي تشابُه (ورته والی) نه کوي؛ ځکه د الله جل جلاله پېغمبر رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:
مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ. (ابوداود)
ژباړه: څوک، چي د کوم قوم سره مشابهت کوي، نو له هغه قوم څخه دی.
يادونه: د هجري سنې څخه شمسي او قمري دواړه مراد دي؛ خو د قمري نېټې کارول ځکه ښه دي، چي روژه، حج او نور شرعي عملونه په دغه سنه کي دي.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه