ژباړه: انس رضي الله عنه فرمايي چي يو ځلي د روژې مياشت راغله رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل : پر تاسو باندي يوه داسي مياشت راغله چي يوه شپه پکښي ده چي تر زرو مياشتو بهتره ده څوک چي ددغه شپې څخه محروم سي ګويا د ټوله خيره څخه محروم سو . ددغه شپې څخه څوک نه محرومه کېږي مګر هغه څوک چي په حقيقت کي محروم وي .
٢ : عن انس رضي الله عنه قال دخل رمضان فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم ان هذا الشهر قد حضرکم وفيه ليلة خير من الف شهر من حرمها فقد حرم الخير کله ولا يحرم خيرها الا محروم. رواه ابن ماجة و اسناده حسن انشاءالله تعالى کذا في الترغيب وفي المشکوة عنه الا کل محروم
فايده : ولي به داسي چاته محرومه نه ويل کېږي چي د اتيا کالو او څلورو مياشتو عبادت د لاسه ورکړي په يوه شپه باندي . دريل ګاډۍ د لين نوکرېوالان د څو پيسو په وجه ټوله شپه ويښ وي نو ددومره ستر عبادت لپاره چي سړى يوه شپه ويښ سي دا نو څه ګرانه خبره ده . اصلي خبره داده چي په زړه کي عشق او درد نسته که يې څوک لږ خوند وويني نو بيا يوه شپه څه کوي په سلګونو شپې به ويښ وي.
الفت مىن برابر هى وفا هو که جفا هو هر چىز مىن لذت هى اگر دل مىن مزا هو
محبت کي وفا او جفا برابره ده هر شى خوندور دى چي په زړه کي خوندور وي
په هر صورت يو څه خو وه چي نبي علیه السلام ددې دومره وعدو او زيرو سره سره بيا هم دومره اوږده اوږده لمونځونه کول چي آخر پښي به يې وپړسېدلې سره ددې چي پر وعدو پوره کېدو باندي يې پوره يقين و . کومو خلګو چي ددې شپې قدر وکړى و امت ته يې نمونه پرېښودل و هغه چا ته د خبرو موقع او دليل نسو پاته چي وايي د نبي صلی الله علیه وسلم په څير نو طاقت څوک لري چي دومره عبادت وکړي په زړه کي د ځاى ورکولو خبره ده د محبت کونکو لپاره په غره کي د شيدو وياله کښل هم ګران کارنه دئ خو دا خبره د عاجزۍ پرته لاسته نه سي راتلاى . شعر
تمنا درد دل کي هى تو کر خدمت فقىرون کى نهى ملتا ىه گوهر بادشاهون کى خزىنه مىن
ژباړه : که د زړه درد د فقيرانو د خدمت ارزو وکړه دا ګوهر په خزانه د پاچهانو کي نه سي پيدا کېدلاى
آخر يو څه خو وه چي حضرت عمر رضي الله عنه به ماخوستن کورته ولاړى تر سهاره پوري به يې شپه په لمانځه تيره کړه . حضرت عثمان رضي الله عنه به ټوله ورځ روژه نيول او ټوله شپه به يې په لمانځه تيرول . يوازي د شپې په لومړۍ برخه کي به لږ وخت بيديدى د لمانځه په يوه رکعت کي به يې ټوله قرآن کريم خلاصوى . په شرح احيا کي د ابو طالب مکي رحمة الله علیه په روايت نقل سوي دئ چي د څلويښتو تابعينو څخه په تواتر ثابته ده چه دوئ به د ماخوستن په اوداسه د سهار لمونځ کاوه. حضرت شداد رحمة الله علیه به ټوله شپه ستوني ستخ پروت و پر يوه او بل اړخ به اوښتى او دا به يې ويل چي اې الله جل جلاله ! ستا ددوزخ د ويري زما خوب وتښتيدئ . اسود بن يزيد رحمة الله علیه به د ماښام او ماخوستن د لمانځه تر منځ لږ بيديدى بس نورنه بيديدى . دسعيد بن المسيب رحمة الله علیه په اړه راغلي دي چي تر پنځوسو کالو پوري يې د ماخوستن په اوداسه دسهار لمونځ کړى دئ . صله بن اشيم رحمة الله علیه به ټوله شپه لمونځ کاوه سهار به يې دادعا کول چي اې الله جل جلاله ! زه خو ددې وړ نه يم چي جنت وغواړم يوازي دومره خواست درته کوم چي د اور څخه مي وساتي . حضرت قتادة رحمة الله علیه به دروژې په مياشت کي په درو ورځو کي يو قرآنکريم ختموى او چي د روژې آخري لس ورځي به سوې نو هره شپه به يې يو قرآن کريم ختموى . د امام ابو حنيفة رحمة الله علیه په اړه دا خبره دومره مشهوره ده چي څلويښت کاله يي د ماخوستن په اوداسه د سهار لمونځ دئ چي انکار ځني کول د تاريخ څخه بيخي باور پورته کوي . يو چا پوښتنه ځني وکړه چي دغه طاقت تاته څنګه حاصل سو ؟ ده په جواب کي ورته وويل چي ما د الله جل جلاله د نومونو په وسيله يوه خاصه دعا کړي ده. دى مبارک به غرمه لږ وخت بيدېدى او دا به يې ويل چي د غرمې خوب په حديث سره ثابت دى نو ګويا دده دغه خوب هم د سنتو تابعداري کول وه. د قرآنکريم دلوستلو په وخت کي به يې دومره ژړل چي د همسايګانو به زړه باندي وسوځى يوه شپه يې ټوله شپه ددې آيات په ويلو سره په ژړا تېره کړه :
بَلِ السَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَالسَّاعَةُ أَدْهَى وَأَمَرُّ. (قمر ۴۶)
ابراهيم بن ادهم رحمة الله علیه به د روژې په مياشت کي نه د شپې بيديدى او نه د ورځي . امام شافعي رحمة الله علیه به د روژې په مياشت کي په لمونځو کي شپېته ځله قرآن کريم ختموى . ددې څخه علاوه نوري په زرګونو داسي قصې راغلي دي . دوئ په لاندئ آيات کريمه عمل وکړئ چي فرمايي :
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ. (ذاريات ۵۶)
دوئ وخلګو ته وښودل چي د کونکو لپاره هيڅ ګرانه نه ده. داهم د مشرانو بزرګانو قصې وي اوس هم داسي خلګ موجود دي که څه هم د هغو انداز عمل يې نوي کړى خو د اوسنۍ زمانې موافق د تير بزرګانو نموني سته . د رسول الله صلی الله علیه وسلم ريښتيني اقتدا کونکي اوس هم سته چي نه يې ددنيا راحت منعه کولاى سي او نه يې ددنيا کارونه منعه کولاى سي . رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي چي الله جل جلاله وخپل بنده ته داسي فرمايي : اې د آدم زويه ! ته زما د عبادت لپاره ځان خلاص کړه زه به ستا زړه د غنا څخه ډک کړم که نه نو ستا لاسونه به په کارو بار ډک کړم او مسکنت به دي په زړه کي وي يعني مسکنت به ورڅخه بند نه وي . په اوسنۍ وخت کي هره ورځ د پورتني ريشتيني ارشاد د شاهدۍ واقعاتي پېښيږي .
ماخذ: فضایل اعمال