تازه سرليکونه
د (ادبي ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نن زمانې د خلګو سره بیداره اوسئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 28, 2023
  0

د نن زمانې د خلګو سره بیداره اوسئ
( لنډه اودعبرته ډکه قصه)

لیکنه: مولوی نقیب الله منقاد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

یوه وخت درې دانې مشهورغله پر لاره روان ول، دوی پرلا ري یو بزګرولیدی، چي یوه بزه او یو خر ورسره وو، بزګر دواړه بازارته د خرڅلاو لپاره  بیول او د بزې په غاړه یوه زنګوله هم وه چي لوړ ږغ یې کاوه، دغلو د ډلي څخه یوه یې وویل، چي زه کولای سم چي دبزګرڅخه دغه  بزه غلا کړم او د ده به هیڅ سرخلاص نسي. دوهم یې وویل چي بزه غلاکول خو آسانه دي، زه کولای سم چي هغه خر، چي دی ورباندي سپوردئ ورڅه غلا کړم، درېیم غله وویل، چي دا خو ډېر آسانه کارونه دي، زه کولاسم چي دده څخه هغه د ده دغاړي اغوستي کالي ورڅه غلاکړم. 


 غلو په خپله کاروایی لاس پوري کړ، هغه لومړي غله د بزې له غاړي څخه زنګوله خلاصه کړه د خره په لکۍ پوري یې غوټه کړه، بزه یې بوتله، د بزګر ځکه سرخلاص نسو، چي ده فکرکاوه چي بزه راپسې ده ځکه زنګوله یې شرنګېدله، غله نزدې پټي ته بزه شوه کړه، کله چي بزګر یووخت ترشا وکتل ګوري چي بزه نسته او زنګوله د خره په لکۍ پوري ځوړنده ده، نو د خره څخه راکښته سو او د بزې په تلاش پسي سو. هغه دوهم غل یې مخ ته ورغلی ویل آکا په څه شي پسي ګرزې؟


بزګر دبزې د ورکېدو داستان ورته تېرکړ، غله ورته وویل: لږ مخکي مي یوکس ولیدی، چي هغه پوري ځنګله کي ټیټ روان وو او بزه یې کشوله. بزګر ورته وویل: بس همدغه زما بزه ده، ته دا زما خر ونیسه زه به دبزې تلاښ وکړم، کله چي بزګرڅو قدمه واخیستل غله یې پرخره پښه واړول او د سترګو څخه یی پناه سو، بزګر چي کله شاته وکتل ګوري، چي خرئې هم له لاسه ورکړی، بزګر بېچاره یواځي پاته سو دوري - دوري منډي وهي او ژاړي، ځکه ډيرڅه یې له لاسه ورکړل، ورسته ناهیلی سو خپل مزل ته ئې دوام ورکړ په لاره کي درېیم غل ورته ناست دئ، هلته بزګر د اوبو یو حوض ویني چي دلته د حوض وڅنګ ته  یوسړی ناست دئ ژاړي. بزګر وپوښتل ولي ژاړې؟


سړي په ژړغونې لهجه ورته وویل، چي وروره دلته په دغه حوض کي یوه د سروزرو ډکه خلته، راڅخه ولویدله بزګر ورته وویل نوولي اوبوته نه ورغوټه کېږې؟ سړي ورته وویل، چي اوبازي مي نده زده داسي نه چي اوبه مي غرق نکړي، بزګر ته دغه سړي وویل آیا ستا اوبازي زده ده؟ بزګر ورته وویل: هو. سړي ورته وویل چي دغه خلته راته راوکاږه شل د زروسیکي تاته انعام درکوم، بزګر زیات خوشحاله سو او د ځان سره يې وویل بس اوس نو د بزې اوخره، تاوان هم راوګر ځېدی او نوره ګټه هم اضافه سوه. 


بزګرهم یودم خپل کالي وکښل او د زرو د خلتې په تلا پسي ژورحوض ته ورغوټه سو، د اوږدې غوټې او هڅو وروسته یې د اوبو څخه سرر اپوته کړ سترګي یی وغړولې، چي نه سړی معلومیږي اونه د ده جامې، حیران پاته سو، چي اوس به څه کوي، پرمخکني حالت یی شکروکړ. 


 داهم درېیم غل وو، چي خپل هدف یی ترلاسه کړ. 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته