رالېږونکی: نظيف الله ﴿ځلاند﴾، کابل
اسلامي شريعت ښځې ته د قضا عهده نه دی ورکړی کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته خبر راغی چې فارسيانو د کسری لور په پادشاهۍ سره ومنله نو ده مبارک وفرمايل :
قَالَ لَنْ يُفْلِحَ قَوْمٌ وَلَّوْا أَمْرَهُمُ امْرَأَةً . صحيح البخاري
ژباړه : هغه قوم به هيڅکله هم بريالی نشي چې د قدرت واګي ښځې ته وسپاري .
او د قضا څوکۍ هم يو ډول واک بلل کيږي همدارنګه يو شمېر نورو مسائلو ته په پام سره چې تر ښځو پورې اړوند دي د بېلګې په ډول مېاشتنۍ مريضي ، اميدواري ، رضاعت ، عاطفه کمزوري او داسې نور شيان کيدای شي چې د صحيح حکم د صادرولو مخه ونېسي ځکه چې ښځې د مياشتنۍ مريضۍ او اميدوارۍ پر مهال صبر او حوصله له لاسه ورکوي او ډېرې زر په غوسه کېږي حال دا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې :
لاَ يَقْضِيَنَّ حَكَمٌ بَيْنَ اثْنَيْنِ وَهْوَ غَضْبَانُ. متفق عليه
يعنې قاضی هيڅکله بايد د غوسې په حالت کې د دوو کسانو ترمينځ پرېکړه ونکړي.
همدارنګه د ښځې عاطفه ممکن د جرم په حکم کې له مجرم سره د آسانتېا او تخفيف سبب وګرځي نو له همدې امله ښځه په اسلامي ټولنه کې د واکمنۍ او قضا حق نلري.
------------------
د ښځو د حکمرانۍ په اړه نوري څېړنیزي لیکني: