لیکوال : نثار احمد صمد
حضرت لقمان علیه السلام چي د بني حسحاس مریی و ، هغه ورته وویل چي یوه بُزه حلاله کړه او د هغه تر ټولو ښه غوښي راته راوړه . هغه همداسي وکړه او زړه او ژبه یې ورته راوړل . څو ورځي وروسته د هغه څښتن بیا ورته وویل چي یوه بزه حلاله کړه خو د هغې تر ټولو بدي او خرابي غوښي راته راوړه . حضرت لقمان علیه السلام یو ځل بیا هماغه زړه او ژبه ورته راوړل . بادار یې ورڅخه وپوښتل چي څو ورځي مخکي دې د بهترینو غوښو په توګه همدا زړه او ژبه راوړي وو ، خو نن دې بیا د بد ترینو غوښو په توګه همدا زړه او ژبه راوړل ، دا ولي ؟ حضرت لقمان صاحب ورته وویل چي صاحبه ، که همدا دوه شیان ښه وي نو په ټول بدن کي تر دې دوو ښه شیان نسته ، خو که همدا دوه شیان بد سي نو بیا په ټول وجود کي تر دې دوو بد شیان نسته ( تفسیر ابن کثیر ) .
هو ، حدیث دی چي څوک خپله ژبه وساتي نو له عذابه خلاصون مومي .
د پخواني چین پاچا داسي ویلی دي : تر هغه مهاله چي خبره مي نه وي کړې نو مالک یې زه یم ، خو کله چي زما تر خولې راووزي نو هغه مي مالکه ده .
حضرت عیسی علیه الصلاة والسلام داسي فرمایلي دي : مؤمن لږ خبري او زیات عمل کوي خو منافق ډیري خبري او لږ عمل کوي .
رسول الله صلی الله علیه وسلم ابو هریرة رضي الله عنه ته داسي وفرمایل : ..... خورا لږ خانده ، ځکه چي ډیره خندا زړه وژني .
حضرت عمر رضي الله عنه داسي فرمایلي دي : د هر چا زړه چي مړ سي ، نو هغه ته د دوږخ اور لازم دی .
نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي چي ښه خبره صدقه ده .
او رسول الله صلی الله علیه وسلم داسي فرمایي : هر څوک چي پټه خوله وي نو خلاصون ( کامیابي ) یې وګټله.
نو څومره به ښه وي چي خپله ژبه د چټي بیان ، غیبت ، چغلیو ، اتهام ، پس ګویی ، پیغور ، درواغ او ښکنځلو څخه وساتو ؛ او زړه د ګناه له ارادې او سخت والي څخه وساتو چي پایله یې بری او سرلوړی دی ، ان شاالله .
منبع : د لیکوال اثر : ( اخلاقی کنایې ، لومړی جلد ـ ۲۰۱۲ ) ؛ ۳۰۱ ـ ۳۰۲ مخونه .
-----------------
یادونه: د تعلیم الاسلام ویب پاڼي نوري علمي مقالې د ارشیف څخه په دغه پیوند لوستلای سی: چاڼ شوي مضامين