راليږونکي : قابله بي بي اسيه سحر
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
تشريح
هيپاتيت د ځګر له التهاب او انتان د بيلابيلو لاندې لاملونو له امله عبارت ده :
• وايرس ( ډير معمول ده)
د هيپا تيت A,B,C,D,E ځانګړي ډولونه ( ځګر ته متمايل ) چې تر اوسه پيژندل سوې دي .د ا وايرسونه کولاى سي چې د Fecal – Oral يا د Parenteral يا د عضويت د مايعاتو له لارې وليږدي.
نور وايرسونه کيداى سي چې د ځګر د التهاب لامل سي ( لکه هرپس، دساستو ميګال وايرس، ايپستان، بار وايرس چې دمونونوکليوزس مسول دي ، واريسيلا ، ادينو وايرس، انتيرو وايرس ، پاروو وايرس)،.
__ توکي
• د ملاريا ضد درمل Chloroquine , Paracetamol ) ) ( لوړ دوزونه ) انستيزي توکي.
• الکول
د (Autoimmune ) ناروغۍ
هيپا تيت کيداى سي چې سختو ناروغيو ته اختلاط ورکړى لکه د سيروز اړوند د ځګر د حجرو تخريب ، د ځګر عدم کفايه او د ځګر د حجراتو کارسينوما .
___ تشخيص
سره له دې چې د وايروسي هيپاتيت د ناروغۍ شدت او اختلاطات دهغ د بيلابيلو لاملونو له امله ممکن توپير ولري مګر د هيپاتيت د بيلا بيلو ډولونو عمومي اعراض او علايم يو شان دي . د انتان ښکاريدل کيداى سي څرګند نه وي ( لکه غيرعرضي ، د ځګر د انزايمونو نورمال والي ) Subclinical ( لکه غير عرضي د ځګر د انزايمونو له لوړيدو سره ) پرته و زيړي ( عرضي د زيړي له شتون پرته ) او زيړي لرونکى ( د زيړي شتون يا هغه څرګنديدنې چې د زيړي په لوري پرمختګ کوي). په معمولو اعراضو کې لاندې څيزونه شامل دي.
• ستړيا ، تبه ، د يوې اونۍ څخه تر يوى مياشتي لپاره زکام ته ورته اعراض د زيړي له رامنځته کيدو څخه مخکې ، هر يو چې څرګند سي.
• د اشتهار نشتوالى ، زړه بدوالى ، کانګې.
• د نس د ښي پورتنۍ څلورمې برخې حساسيت له يا پرته د جس وړ ځګر سره .
• خارښ
• د ناروغۍ له پرمختګ سره کيداى سي زيړي پيداسي.
• د B اوC ډول د هيپاتيت لپاره د معايناتو چټکه څيړنه ( دوينې په بانک لرونکو مرکزونو کې ) کيداي سي د ناروغ پخواني مخ کيدل له دې ډولونو سره وښيي د انتي باډي د موجوديت پيژندنه) مګر د ناروغۍ فعال والى يا شتوالى نه تائيدوي.
• شديد اختلاطات چې د ناروغۍ د سخت پړاو څخه وروسته کيداى سي پيداسي ، لکه سيروز ، يا د ځګر عدمې کفايه ،Encephalopathy ، حبن Ascites ) ) ، کوما ، وينه راتلنه ، يا د وينې د ګلوکوز د کچې ټيټدل( Hypoglycemia ).
درملنه
له درملو پرته درملنه
د A ډول د هيپاتيت لپاره کومه ځانګړې درملنه شتون نلري ، د ساتندويه څارنو سپارښتنه وکړئ .
په ساتندويه څارونو کې لاندې څيزونه شامل دي:
o د اړتيا سره سم دويرد داخل له لارې د مايعاتو ورکول.
o په بستر کې استراحت تر هغه وخته چې د ترانس اميناز د انزايمونو کچه لوړه ده .
o له کاربو هايدريتونو څخه د بډايه رژيم په وسيله کافي تغذيه او د پروتين کافي مقدار بايد ورکړل سي.
o کيداى سي د غوړو ورکول محدود سي مګر اړينه نه ده چې قطع سي .
___ د درملو په وسيله درملنه
• د امکان په صورت کې د درملو د توصيې څخه د ناروغۍ په حاد پړاو کې ډده وکړۍ ،کيداى سي د درملو جذب له خطر سره مخ سي يا درمل د ځګر د ناروغيو د شدت د زياتيدو لامل سي .
ليږدول
• د ناروغۍ له اختلاطاتو سره ټول ناروغان لکه شديد زيړي Encephalopathy ، کوما وينه راتلنه ، او د وينې د ګلوکوز د کچې ټيټيدل.
• هغه اميدوارۍ ميرمنې چې د هيپاتيت B په فعاله بڼه اخته دي نوي زيږيدلى ماشوم ته له ايمونو ګلوبولين سره درملنې لپاره له زيږون څخه ژر تر ژره وروسته .
• ټول ناروغان چې له معايناتو او د هيپاتيت د چټکو ټيسټونو له څيړنې وروسته په هغو کې HBV او HCV مثبت وي ثابيتيږي.
مخنيوى او ناروغ ته لارښونې
د کتلوي معافيت د پروګرام د تجويز سره سم واکسين له اخيستلو څخه ډاډ تر لاسه کړي ( د هيپا تيتB واکسين د پنځه ګونو واکسينونو يوه برخه ده Pentavalent ) .
هغو ټولو کسانو ته چې له ناروغ سره تماس لري د لاسونو د مينځلو لار ښونه وکړئ.
د کاندوم استعمال هغه کسانو ته سپارښتنه وکړى چه د هيپاتيت ناقلين دي.
له يو ځل کاريدونکي سورجونو او تعقييم سويو توکو څخه د هر ځل جراحي مداخلې يا اندوسکوپي معايناتو لپاره گټه واخلئ ( د کلورين له محلولونو څخه دي د تعقيمولو لپاره گټه واخيستل سي ).
ناروغ ته لار ښونه وکړئ چې د اعراضو د خرابيدو په صورت کې کلينيک ته مراجعه وکړي.
ناروغ ته لارښونه وکړئ چه هر دوه اونۍ وروسته د خپل وضعيت تر ښه کيدو پورې کلينيک ته مراجعه وکړي.
شيدې ورکونکي ميندې کولاى سي چې خپلو ماشومانو ته شيدې ورکړي.
ماخذ: ددرملنې ملي معياري لارښود دلومړنيو روغتيايي خدمتونو مرکزونو لپاره
یادونه: دا لیکنه د طبي ډاکټرانو لپاره لارښووني دي.