سوال: پر هغو کاغذانو چي سپېڅلي توري ليکل سوي وي هغه که نه استعماليږي او يا زاړه سي نو بايد څه پرې وکړل سي ؟
د سوال کوونکي نوم: محمد
جواب: په ردالمحتار کي دا مسئله داسي را نقل سوې ده: وَفِي الذَّخِيرَةِ : الْمُصْحَفُ إذَا صَارَ خَلَقًا وَتَعَذَّرَ الْقِرَاءَةُ مِنْهُ لَا يُحْرَقُ بِالنَّارِ إلَيْهِ أَشَارَ مُحَمَّدٌ وَبِهِ نَأْخُذُ ، وَلَا يُكْرَهُ دَفْنُهُ ، وَيَنْبَغِي أَنْ يُلَفَّ بِخِرْقَةٍ طَاهِرَةٍ ، وَيُلْحَدَ لَهُ لِأَنَّهُ لَوْ شُقَّ وَدُفِنَ يَحْتَاجُ إلَى إهَالَةِ التُّرَابِ عَلَيْهِ ، وَفِي ذَلِكَ نَوْعُ تَحْقِيرٍ إلَّا إذَا جُعِلَ فَوْقَهُ سَقْفٌ وَإِنْ شَاءَ غَسَلَهُ بِالْمَاءِ أَوْ وَضَعَهُ فِي مَوْضِعٍ طَاهِرٍ لَا تَصِلُ إلَيْهِ يَدُ مُحْدِثٍ وَلَا غُبَارٌ ، وَلَا قَذَرٌ تَعْظِيمًا لِكَلَامِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ ا هـ وايي: قرآن كريم،چي زوړ سي او لوستل کېدلاى نه سي په اور دي نه سوزل كيږي همدې مسئلې لره امام محمد رحمة الله علیه اشاره كړې او په همدې سره مونږ عمل كوو او ښخول يې كراهيت نه لري خو په کار ده ،چي قرآن عظيم الشان په يو پاک ټوکره کي و پېچل سي او بيا لحد غوندي ځاى كي ښخ كړل سي .
ځكه كه همداسي جر ورته وكندل سي پر هغه خاوره اچول كيږي په دې كي هم څه سپكاوى راځي البته كه پر جر چت جوړ كړل سي بيا ستونزه نسته ، داسي هم كولاى سي ،چي په اوبو يې پريمنځي يعني په اوبو يې ليكنه خرابه كړي او يا يې داسي پاك ځاى كښېږدي چي هلته د بې اودسو لاس نه پرلگيږي او نه چټلي او دوړي پر لويږي دا ټول د الله جل جلاله د كلام د تعظيم له كبله په كار دي .البته كوم ځاى چي قرآن پكښي ښخ كيږي هغه بايد ناپاك او د خلگو د تلو راتلو لاره نه وي .د نورو كتابونو په هكله په الدر المختار كي وايي : الْكُتُبُ الَّتِي لَا يُنْتَفَعُ بِهَا يُمْحَى عَنْهَا اسْمُ اللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَرُسُلِهِ وَيُحْرَقُ الْبَاقِي وَلَا بَأْسَ بِأَنْ تُلْقَى فِي مَاءٍ جَارٍ كَمَا هِيَ أَوْ تُدْفَنَ وَهُوَ أَحْسَنُ كَمَا فِي الْأَنْبِيَاءِ .كوم كتابونه چي گټه ځني اخيستل كېدلاى نه سي د هغو څخه د الله نومونه د رسول الله صلی الله علیه وسلماو نورو پيغمبرانو او ملائکو نومونه محوه كيږي يعني په توږلو يا قلم ځني پاك كيږي او نوري ليكني يي سوځل كيږي خو دا هم پروا نه كوي چي همداسي يې روانو اوبو ته وغورځوي البته ښخول يي غوره دي .د صحیح غرض یا د پايماله كيدلو څخه د خوندي ساتني په غرض د كاغذ له مخي د الله جل جلاله د نامه خرابول جواز لري ځكه څه مهال چي رسول الله صلی الله علیه وسلمد عمرې د پاره مکې مکرمې ته تلۍ په حديبيه کي د مشرکانو له خوا څخه د عمرې د ادايني څخه راوګرځول سو او وروسته هلته د مکې د مشرکانو سره مصالحه او جوړه وسوه او د جوړي تړون ليك حضرت علي رضی الله عنه وليكى امام بخاري د الْبَرَاءَ بْنَ عَازِبٍ رضی الله تعالی عنهاڅخه روايت كوي :
فَكَتَبَ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ فَقَالَ الْمُشْرِكُونَ لَا تَكْتُبْ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ لَوْ كُنْتَ رَسُولًا لَمْ نُقَاتِلْكَ فَقَالَ لِعَلِيٍّ امْحُهُ فَقَالَ عَلِيٌّ مَا أَنَا بِالَّذِي أَمْحَاهُ فَمَحَاهُ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم بِيَدِه په تړون ليك کي يې محمد رسول اللهصلی الله علیه وسلموليکى مشرکانو و رسول صلی الله علیه وسلم ته وويل : محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم مه ليکه ځکه که ته رسول واى نو مونږ ستا سره جنګ نه کاوه نو نبي کريم صلی الله علیه وسلمو حضرت علي رضی الله عنه ته وويل چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم توري ځني پاک کړه ، حضرت علي رضی الله عنه وويل چي زه خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم لفظ نه ځني پاک كوم بيا نبى کريم صلی الله علیه وسلم په خپل لاس د رسول الله صلی الله علیه وسلم کلمه د محمدصلی الله علیه وسلم د څنګ څخه پاکه کړه .نو ځكه زمونږ علماء كرام وايي چي په کومو کتابونو كي چي د الله جل جلاله يا رسول الله صلی الله علیه وسلم او نورو پيغمبرانو يا ملائکو نومونه ليکل سوي وي هغه دي ځني پاک کړي پاته ليكني يې سوځولاى سي.
په ردالمحتار كي يي دا مسئله هم ذكر كړې ده : رُقْيَةً فِي غِلَافٍ مُتَجَافٍ لَمْ يُكْرَهْ دُخُولُ الْخَلَاءِ بِهِ ، وَالِاحْتِرَازُ أَفْضَلُ .وَلَا يَجُوزُ لَفُّ شَيْءٍ فِي كَاغَدٍ فِيهِ فِقْهٌ ، وَفِي كُتُبِ الطِّبِّ يَجُوزُ ، وَلَوْ فِيهِ اسْمُ اللَّهِ أَوْ الرَّسُولِ فَيَجُوزُ مَحْوُهُ لِيُلَفَّ فِيهِ شَيْءٌ ، بيت الخلا ته د داسي ليكلي دم سره ننوتل چي په جلا پوښ كي پېچل سوى وي كراهيت نه لري البته ددې څخه هم ځان ژغورنه افضل ده ، او په داسي كاغذونو كي د شيانو پېچل جواز نه لري چي په هغه كي فقهي مسايل ليكل سوي وي البته د طب په ليكنو كي د شيانو پېچل پروا نه كوي خو كه د الله جل جلالهاو د رسول صلی الله علیه وسلمنوم په كښي ليكلى وي نو بيا د دې سپېڅلو نومونو خرابول د دې د پاره چي په پاته كاغذه كي يو شى وپېچل سي جواز لري .
د تعلیم الاسلام مجلې د دوهمه ګڼې څخه