سوال : زه مسافر وم په سفر کي مي لمونځ ونه کئ نو کله چي وکور ته را غلم نو زه بايد د وه رکعته وکم او که څلور رکعته وکم ؟
د سوال کونکي نوم : محمد نجيب .
salm likom
za masapar wam pa sapar ky me lmonz wana ka kala kor ta raglam za ba 2 rakata ka 4 rakata qazayi kawom staso jawab pa intezar
جواب : د سفر د لمونځونو قضاء په کور کي سفريانه راګرځي او د کور د لمونځونو قضاء په سفر کي بيا پوره راگرځي. د ماپښين ، مازيګر او ماخستن لمونځونه که په سفر کي قضاء سي نو قضاء يې په سفر او هم په کور کي دوه دوه رکعتونه راګرځي .
په هدايه کي وايي : وَمَنْ فَاتَتْهُ صَلَاةٌ فِي السَّفَرِ قَضَاهَا فِي الْحَضَرِ رَكْعَتَيْنِ ، وَمَنْ فَاتَتْهُ فِي الْحَضَرِ قَضَاهَا فِي السَّفَرِ أَرْبَعًا ؛ لِأَنَّ الْقَضَاءَ بِحَسَبِ الْأَدَاءِ ، وَالْمُعْتَبَرُ فِي ذَلِكَ آخِرُ الْوَقْتِ .
ژباړه : که د چا څخه په سفر کي لمونځ قضاء سي د هغه قضاء به پر کور دوه رکعتونه راګرځوي او که د چا څخه پر کور لمونځ قضاء سي د هغه قضاء به په سفر کي څلور رکعتونه راګرځوي ، ځکه قضاء د ادا په ډول ده ، په دې مسئله کي اخري وخت لره اعتبار ورکول کيږي .
يعني د لمانځه په اخري وخت کي که مسافر وو د دوو رکعتونو قضاء به راګرځوي او که په اخري وخت کي مقيم وو نو بياد څلورو رکعتونو قضاء به راګرځوي.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۸ ګڼه- د دارالافتاء څانګه