لومړی سوال : هغه مريضان چي د شکري په ناروغئ اخته وي او حامله وي نو د حامله دارئ سره د دې ښځي شکره نوره هم لوړېږي چي د مور يا د جنين د مرګ سبب کېږي نو تر کومي مودې پوري د کوچني داغه ښځه کولاى سي چي سقط وکړي؟ موږ د شکري و يو مريض ته ولادت ورکړئ نو دغه د دې ښځي څلورم کوچنى وو چي د شکري مرض د مور په بطن کي وژلئ وو نو ايا ودغه مريضانو ته روايت سته چي کوچنى سقط کړي؟
جواب : ټول علماء کرام پر دې متفق دي چي د څلورو مياشتو يا تر دې د زياتي مدې د جنين اسقاطول حرام او منع دي دا که د نکاح او که د زنا په نتيجه کي رامنځ ته سوى وي ځکه چي د څلورو مياشتو په بشپړ کيدلو جنين ته روح ورکول کيږي او د ژوندي انسان وژل حرام دي .
هغه جنين چي د علوق يعني د حمل نيوني مده يې تر څلورو مياشتو څخه لږ وي يعني تر اوسه لا روح نه وي ورکول سوې د هغه په اسقاط کولو کي فقهاء بېل بېل نظرونه لري زموږ د احنافو په آند د طبي شديد اړتياو په حالت کي جواز پيدا کوي يعني که دينداره باتجربه ډاکټر يې جنين د مور د روغتيا د پاره جدي ګواښ او خطر وبولي او بيله اسقاط او ضايع کولو څخه بله چاره نه وي نو سقط کول يې جايز دي ، په پوښتنه کي چي د شکري د مرض يادونه سوې ده که جنين د همدې ښځي د همدې مرض لکبله د ښځي ژوند تهديدوي نو سقط يې جايز دى .
و الله اعلم
دوهم سوال: هغه ښځي چي خپل خاوند ورڅخه (١٣) او (١٥) کاله تللئ وي او دا يې يوازي د اولادو سره پرېښېوي او بيا راسي نو د دوئ د يو او بل سره ليدل روا دي او که نه ؟ دوئ کولاى سي ، چي يو د بل سره ژوند وکړي ؟
جواب : د ښځي څښتن چي هر څومره اوږده مسافري وکړي ښځه يې د نکاح څخه نه وځي البته که طلاق ورکړي نو بيا سفر او د کور اوسيدل يې فرق نه لري طلاق واقع کيږي .
دغه ډول که څوک ايلاء وکړي يعني د ښځي د نژدېکت څخه د څلورو مياشتو د پاره قسم واخلي او يا د څلورو مياشتو څخه د زياتي مدې د پاره قسم واخلي که پر خپل قسم پاته سو يعني په څلورو مياشتو کي يې ښځي ته رجوع و نه کړله او څلور مياشتي پر پوره سوې نو ښځه يې په يوه طلاق ځني طلاقه کيږي ، په پوښتنه کي چي کومه مسئله ذکر سوې ده که دې سړي د خپلي ښځي سره د نژديکت کولو څخه قسم نه وو اخيستى نو هر څومره کلونه چي مسافرت کړى وي ښځه يې نه ده پر طلاقه سوې او که ايلاء کړې وي نو د ايلاء حکم هم درته بيان سو .
و الله اعلم .
مولوي محمد عمر خطابي
تعلیم الاسلام دارالافتاء