تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښځو مخ پټول د قران په رڼا کي (۱برخه)
  تعلیم الاسلام
  October 8, 2015
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم

د قرآن مجید له نظره د ښځو د مخ پټولو ارزښت (اوله برخه)

کمپوز: د تعلیم الاسلام ویب پاڼي همکاران

 
الله جل جلا له دواړي ډلي ( نارینه او ښځینه) د یو بل له کتلو څخه منع کړي دي.
 
۱- الله تعالی نارینه وو ته داسي فرمايي:
قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ...( سورة النور: ۳۰)
ژباړه: مومنانو ته ووایه چي د پردیو ښځو له کتلو څخه سترګي کښته واچوي.
 
په حدیث شریف کي راغلي دي پردیو ښځو ته کتل د سترګو زنا ده.
 
۲- الله جل جلاله ښځو ته داسي فرمايي:
وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فَرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا....( سورة النور: ۳۰)
ژباړه: ایمان لرونکو ښځو ته ووایه: د پردیو خلکو له کتلو څخه سترګي کښته واچوئ، خپل عورتونه وساتي، او خپل ښایست دي نه ښکاره کوي مګر هغه چي ددغه څخه (د کار یا کسب په وخت کي) ښکاره کیږي.
 
له کښته کتلو څخه مطلب دا دی چي د پردیو ښځو مخونو ته دي نه ګوري ځکه مخونه د حسن، ښایست او تازه ګي مجموعه او فهرست دی. 
 
نو ځکه د کتلو له امله يي هغو ( ښځو) ته شوق پیدا کیږي چي بیا لویه فتنه ترې جوړیږي، ښايي خلک فکر وکړي چي د (إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا) له استثناء څخه داسي څرګندیږي چي په لمانځه کي د مخ ښکاره کول عورت نه دی نو بي له لمانځه يې پټول فرض نه دي خو زه په دې رساله کي دا هڅه کوم چي هغه شواهد او دلایل راوړم چي د مخ د پټولو فرضیت په ثابتیږي، د څلورویشت (۲۴) مفسرینو تفسیرونه را نقلوم چي د اسلام په تاریخ کي نوموتي او مشهوره دي او د هغوی د تفسیرونو دقیقي حوالې لیکم بیا نو تاسي قضاوت وکړی.
 
د یادوني وړ ده چي د حجاب فرضیت د هجرت په پنځم (۵) کال سوی دی او د لمانځه فرضیت د هجرت اتلس (۱۸)میاشتي مخکي سوی دی چي د حجاب د فرضیت او لمانځه شپږ نیم (۵.۶) کاله فاصله ښيي.  له کتابو څخه داسي معلومیږي چي که د مخ لڅول یوازي په لمانځه پوري خاص ځانګړي نسي نو د حجاب آیتونه د څه لپاره نازل سوي دي؟
 
۱:  تفسیر محقق بیضاوي:
چي تفسیر يي ( تفسیر البیضاوي) ستایلو ته اړ نه دی د (إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا) په تفسیر کي داسي فرمايي:
والأظهر أن هذا في الصلاة لا في النظر فإن كل بدن الحرة عورة لا يحل لغير الزوج والمحرم النظر إلى شيء منها إلا لضرورة كالمعالجة وتحمل الشهادة. ( تفسیر بیضاوي مکمل، مصري چاپ جلد ۴، مخ ۷۸)
ژباړه: د مخ ښکاره کول په کتلو کي نه بلکي په لمانځه کي پروا نه کوي ځکه د آزادي ښځي ( حوري) ټول بدن عورت دی، یوازي د معالجي (تداوي) او شهادۍ پر مهال کتل ورته روا دي.
 
۲: تفسیر کابلی:
 په شهوت کتل د زنا لومړۍ پایه ده ځکه له کتلو څخه د بدو کارو دروازه پرانیستل کیږي د بدو کارنو او بي شرمیو د مخنیولو لپاره قرآن شریف لومړۍ دا دروازه  بنده کړې ده، مسلمان نارینه او مسلماني ښځي ته يي حکم کړی دی چي له شهوتي کتلو څخه ځانونه وساتي او خپل شهوتونه دي کنټرول کړي، که یو ځل سړي یا ښځي بي اختیاره یوه او بل ته وکتل دوهم ځل باید قصداً و نه ګوري.( تفسیر کابلی (تفسیر عثماني) سورة النور ۳۰ آيه)
 
که څوک دا فاسد فکر کوي چي زه په شهوت چاته نه ګورم نو دی دي پوه سي چي موږ د دده په پټ زړه نه یو خبر خو دا منل سوې خبره ده چي لومړۍ زړه غوښتنه کوي بیا سترګي ننداره کوي. د سپیڅلو زړونو خاوندان د پردیو ښځو و کتلو ته محتاج نه دي.
 
که یو کس ستا میرمني ته وګوري او ووايي: زه په شهوت نه ورته ګورم ته په خپله قضاوت وکړه څومره به دي قناعت حاصل سي؟
 
۳: تفسیر جلالین: 
" يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبهنَّ " جَمْع جِلْبَاب وَهِيَ الْمُلَاءَة الَّتِي تَشْتَمِل بِهَا الْمَرْأَة أَيْ يُرْخِينَ بَعْضهَا عَلَى الْوُجُوه إذَا خَرَجْنَ لِحَاجَتِهِنَّ إلَّا عَيْنًا وَاحِدَة.( تفسیر جلالین، ۵۹ آیه سورة الاحزاب)
ژباړه: جلابیب ( لویه چادري) چي په عربي ‌ژبه ملاءة هم ورته ویل کیږي هغه لوی څادر دی چي ښځي چي د کوم ضرورت لپاره بهر ته وځي نو ټول بدن د مخ په شمول پکښي پټوي فقط یوه سترګه لڅه پریږدي.
 
۴: تفسیر جمل:
قال ابن عباس امر نساء المومنین ان یعطین روسهن ووجوههن بالجلابیب الا عینا واحدا. (تفسیر جمل جلد ــ۳ــ ، ص ۴۵۵، وكذا في تفسیر الكشف والبيان عن تفسير القرآن، للامام الثعلبي)
ژباړه : ابن عباس رضي الله عنه فرمایلي دي: د مسلمانانو ښځي په دې امر سوي دي چي له یوې سترګي  پرته خپل سرونه او مخونه په لوی څادرنو (چادري) پټ کړي .
 
(علماء لیکي چي د صحابي تفسیر حجت دی او د مرفوع روایت حکم لري.)
 
۵: پنځم تفسیر مدارک نسفي :
فأمرن أن يخالفن بزيهن عن زي الإماء بلبس الملاحف وستر الرؤوس والوجوه فلا يطمع فيهن طامع. (تفسیر مدارک جلد ۳ ،ص ۳۱۳،  طبع دارالکتب ایوبي بیروت )
ژباړه : د مسلمانانو ښځي په دې ماموري سوي دي چي د مینځیانو له جامو څخه ډډه وکړي ملاحف واغوندي ، سرونه او مخونه پټ کړي ترڅو څوک بده طمع ورته ونه کړي.
 
یادونه : (ملاحف) په قرآن شریف کي د (جلابیب ) په نوم یاد سوی دی چي هغه لوی څادر (چادري) ته ویل کیږي چي مسلمانو میرمنو د حجاب د فرضیت وروسته پر خپلو عادي جامو سربېره اغوستل بیا مفسرینو د ملاءة، ملحقه، معجر ،غطاء ،قناع، نقاع، نقاب او دراء په نوم یاده کړې ده.
 
د تفسیر قرطبي په څوارلسم (۱۴) جلد په دوه سوه درې څلوېښتم (۲۴۳) مخ کي داسي لیکل سوي دي : هو ثوب اکبر من الحمار...الصحیح انه الثوب الذي یسر جمیع البدن.
ژباړه : دا هغه جامه ده چي تر پوړني لویه ده خو سمه خبره دا ده چي دا جلباب هغه جامه ده چي ټول بدن په پټيږي (چادري).
 
(۶): شپږم تفسیر بیضاوي : 
د تفسیر بیضاوي نوم په اول سر کي تیر سو خو دلته یې هغه بیان راوړم چي د مخ پټولو سره په ځنګړي ډول تړاو لري.
یغطین وجوههن وابدانهن بملاحفهن اذا برزن لحاجة. ( بیضاوي جلد ۴ ، مخ ۶۸)
ژباړه: ښځي چي کله د یو ضرورت لپاره دباندي وځي نو مخونه او بدنونه به په ملاحف (چادري) پټوي.
 
(۷): اووم تفسیر ماوردي :
ان تغطي وجهها حتی لاتظهر الا عینها الیسری.(تفسیر ماوردي جلد ۳ ، ص ،۳۳۹)
ژباړه :ښځي باید له چپې (کیڼ) سترګي پرته ټول مخ پټ کړي.
 
(۸): اتم تفسیر ابن جریر :
فغطي وجهه وراسه وابرزعینه الیسری .( تفسیر ابن جریر، جزء ۲۲، مخ۲۳ )
ژباړه : له مشهور تابعي عبیدة السلماني رحمه الله څخه چي کله د حجاب د آیات پوښتنه وسوه نو هغه د تمثیل په بڼه خپل سر او مخ پټ کړ کیڼه سترګه یې ښکاره پرېښودل ، ترڅو په دې ډول د ایات شریف په ښه ډول وضاحت وسي .
 
(۹): نهم تفسیر معالم التنزیل للامام محي السنة البغوي: 
امر انساء المؤمنين ان یغطین رؤسهن ووجوههن بالجلابیب الا عیناً واحدةً.( تفسیر معالم التنزیل جلد ۵، جزء۳ ،مخ ۲۷۷ )
ژباړه: د مسلمانانو میرمني په دې امر سوي دي چي له یوې سترګي پرته خپل سرونه او مخونه په چادري کي پټ کړي.
 
(۱۰) تفسیر خازن :
قال ابن عباس رضی الله عنه:امر نساء المؤمنین ان یغطین رؤسهن ووجوههن بالجلابیب الا عیناً واحدةً لیعلم انهن حرایر (تفسیر خازن، جلد ۳جزء۵ مخ ۲۷۷)
ژباړه :ابن عباس رضي الله عنه ویلي دي : مؤمنانو ښځو ته حکم سوی دی چي بېله یوې سترګي څخه په چادري سره خپل سرونه او مخونه پټ کړي تر څو وپېژندل سي چي دا حُري ښځي دي (مینځیاني نه دي).
 
(۱۱): یوولسم تفسیر ابن کثیر : 
اذا خرجن من بیوتهن في حاجة ان یغطین وجوههن من فوق رؤسهن بالجلابیب ویبدین عیناً واحدةً. (تفسیر ابن کثیر جلد ۳ مخ ۵۱۸)
ژباړه : کله چي میرمني د یو ضرورت لپاره بهر وځي له یوې سترګي پرته دي خپل سرونه او مخونه په چادري سره پټوي .
 
(۱۲) دوولسم تفسیر بحرمحیط :
المراد بقوله علیهن ای وجوههن لان الذي کان یبدومنهن في الجاهلیة هو الوجه. (تفسیر محیط جلد ۷، مخ ۲۵۰)
ژباړه : مراد د جلباب اغوستلو څخه د مخ پټول دي ځکه د جاهلیت پر مهال ښځو مخونه لڅول.
 
نور بیا..............
 
---------------------------------------
ماخذ: د قرآن مجید له نظره د ښځو د مخ پټولو ارزښت (سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه)
مؤلف: مولانا ابوالاسفار علی البلخي رحمة الله علیه
ژباړه: مولوي احمد الله ابوالبدر
(سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه)
 
ورپسې لیکني:
د قرآن مجید له نظره د ښځو د مخ پټولو ارزښت (دوهمه برخه)
د ښځو مخ پټول د احادیثو په رڼا کي (دلته کلیک وکړئ)
د ښځو مخ پټول د څلورو مذاهبو له نظره
د ښځو د مخ لڅولو مسئله څوک رامنځ ته کوي؟
بیان- د خپلو ښځو حجاب اصلاح کړئ!
د ښځو د حجاب په اړه ګټور بیانونه او لیکني
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته