تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مرتد حکم د خلفاء راشدینو په وخت کي
 
  October 5, 2015
  0

لیکنه: عبدالغفار جبیر

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

۱:  جلال الدین سیوطي رحمة الله علیه پخپل کتاب تاریخ الخلفاء کي لیکي چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د فات څخه وروسته د مدینې په شاوخوا کي څه عرب مرتد سول نو حضرت ابوبکرصدیق رضي الله عنه هغه د شرعي حکم مطابق د هغو د وژلو لپاره و درول او ترتیغ یي ویستل. (تاریخ الخلفاء، مخ ۵۶)

۲: کله چې حضرت ابوبکرصدیق رضي الله عنه د مدینې منورې څخه فارغه سو نو مسلمه بن کذاب ته یي مخه کړه هغه د نبوت دعوه  کړې وه او هغه د صحابه کرامو په اتفاق سره مرتد وو او د خالد بن ولید رضي الله عنه تر مشرۍ  لاندې یي  یو لښکر ور ولیږه او هغه یي وواژه.
(فتح الباری، تاریخ الخلفاء، مخ ۵۶)

ددې څخه دا جوته سول چي څوک د نبوت دعوه وکړي هغه مرتد دی او واجب القتل دی .

۳: په ۱۲ هجري قمري کال کي په بحرین کي څه خلک مرتد سول د هغو د وژلو لپاره یي علاء ابن الحضرمي رضیي الله عنه ورولېږه . (تاریخ الخلفاء، مخ ۵۶)

۴: په عمان کي څه خلک مرتد سول د هغو د وژلو حکم یي وعکرمه ابن ابي جهل رضي الله عنه ته ورکړل سو. (تاریخ الخلفاء، مخ ۵۶)

۵: حضرت عمر فاروق رضي الله عنه وخپلو خلکو ته د مرتدینو په هکله وویل چې تر درو ورځو پورې و دوې ته د اسلام دعوت ورکړی او یوه یوه ډوډۍ هم ورکړی که یي د اسلام دعوت و نه مانه نو قتل یي کړئ. (الشفاء لقاضی عیاض)

۶: حضرت عثمان رضي الله عنه فرمایي چې هر هغه څوک چې د اسلام څخه وروسته پخپله خوښه سره کافر سو هغه دي و وژل سي .

۷: سلیمان ابن موسی د حضرت عثمان رضي الله عنه یوه دایمې طرزالعمل بیانوي او وایي چې حضرت عثمان رضي الله عنه به ومرتد ته درې ځلې د توبې توصیه کوله که هغه نه وای منلې نو بیا به یي وواژه . (کنزالعمال، ټوک ۱، مخ ۷۹)

۸: د امام بخاري رحمة الله علیه څخه نقل دي چې حضرت علي کرم الله وجهه مرتدین ووژل . (بخاري)

د خلفاء راشدینو څخه وروسته د اسلام نورو خلیفه ګانوهم مرتدین وژلي دي لکه :

حضرت عبدالله بن زبیر رضي الله عنه ، خالد قسري ، خلیفه منصور، خلیه معتصم، خلیفه مهدي او داسی نور...

د امت اجماع: علامه ابن قدامه رحمه الله په المغني کي لیکي: أجمع أهل العلم على وجوب قتل المرتد، وروي ذلك عن أبي بكر وعمر وعثمان وعلى ومعاذ وأبي موسى وابن عباس وخالد وغيرهم، ولم ينكر ذلك فكان إجماعاً. انتهى.

علماء د مرتد د قتل د وجوب په اړه اجماع کړې ده او دا د امیرالمؤمنین ابوبکر، امیرالمؤمنین عمر، امیرالمؤمنین عثمان، امیرالمؤمنین علي، حضرت معاذ، حضرت ابو موسی، حضرت ابن عباس، حضرت خالد او نورو  صحابه وو رضي الله عنهم څخه رانقل سوې خبره ده. هیچا انکار نه دي ځیني کړی نو ځکه پر دې اجماع ده.
 
اړونده لیکني:
د مرتد حکم په قران کي
د مرتد سزا په احادیثو کي
ورپسې لیکني:
د مرتد وژل ولی روا دي ؟
د مرتد د وژلو فقهي ثبوت
د مرتد حکم د امت د څلورو امامانو رحمة الله عليهم په نظر
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته