ترتیب کوونکی: ز. عزيزي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
څلورمه لارښوونه : د کورنۍ د غړو ايماني روزنه وکړئ:
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : رحم الله رجلا قام من الليل فصلى وأيقظ امرأته فصلت فإن أبت نضح في وجهها الماء "(رواه احمد: ج:۲،ص:۳۲۷)
ژباړه: الله تعالی دې په هغه کس رحم وکړي چي د شپې ولاړیده ، لمونځ يې وکړ خپله ميرمن يې هم رابيداره کړه او لمونځ يې ادا کړ ، که يې ميرمن نه را ولاړيدل ، په مخ يې اوبه ورواچولې ترڅو راپاڅيږي.
ښځه بايد د خيرات ورکولو ته تشويق سي ځکه دا کار د ايمان په زياتوالي کي کومک کوي دا يو غټ کار دی ځکه خو نبی صلی الله عليه وسلم هم ورته تشويق کړی او فرمايلي يې دي :
ای د ښځو ټولګيه ! خيرات ورکړئ ، ځکه اکثره همدا تاسې ( ښځې) ما دوږخيانې وليدلې .
يوښه ابتکار دا دی چي په کور کي يو صندوق د نيستمنو او اړو خلکو د کومک په خاطر کښيښودل سي ، کوم شی چي په هغه کي واچول سول هغه باید د نيستمنو او اړو خلکو حق وګڼل سي ، ځکه هغه د مسلمان په کور کي د اړو خلکو لوښي دي .
که چيرې کوروالا وويني چي د دوی د کور پيشوا او مشر په ايام بيض ( د هری هجري مياشتي ديرلسمه،څوارلسمه او پنځلسمه ) دوشنبه او پنج شنبه ، د عاشورا ( نهمه او لسمه د محرم ) د عرفې په ورځ ، او يو څه نورو ورځو د محرم او شعبان کي روژه نيسي ، دا کار ددې لامل ګرځي چي د کور نور کسان هم ورپسې اقتدا وکړي.
--------------------------
اړوند معلومات: لاندي عنوانونه وپلټی
کور د الله تعالی د ذکر ځای وګرځوئ
ګیردی مېز: د کورني نظام په جوړولو کي د ښځي رول
د کورنۍ د اصلاح وسايل څه دي ؟
کورنۍ ته د پاملرني کولو ارزښت
له کور څخه د ښځي د وتلو شرطونه