ژباړه: عبدالقدیر "پوپل"/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
تر مرګ وروسته د ثواب د تر لاسه کولو ډېري وسيلې سته شپږ به يې موږ درته وښيو:
۱) قرآن شریف هدیه کول ، خلک به یی تلاوت کوي او ثواب به يې تاسو ته هم در رسيږي.
۲) د مسجد په ودانولو کي برخه اخيستل، تر څو چي مسلمانان پکښي عبادت او لمونځونه کوي ثواب به يې ستاسو هم وي.
۳) د روغتون سره د معیوبینو د چوکۍ یا بايسکل مرسته کول، مريضان به ګټه ورڅخه اخلي او ثواب به يې تاسو ته هم در رسيږي.
۴) په عامو ټولنیزو ځایونو کي د اوبو یخچالونه اېښودل، خلک به يې اوبه څيښي او ثواب به يې ستاسو وي.
۵) نیالګي ایښودل، انسانان او حیوانات به يې د سيوري یا مېوې څخه ګټه اخلي ثواب به يې ستاسو وي.
۶) د قرآني ایت، حدیث شریف یا هم دعاء او ديني علومو درس ورکول، خلک په پوهول او د خلکو سره يې شریکول. د خلکو پوهه به د دین په اړه ډېريږي هغوی به عمل په کوي دا به جاریه صدقه وي، چي تر مرګ وروسته به هم ستاسو په عملنامه کي ليکل کيږي. (ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۶ ګڼه)