تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څيري خولئ اوزړې څپلئ
 
  November 24, 2011
  0

څيري خولئ  اوزړې څپلئ

حاجي عبدالحميد ارغندابى

پر سرونوڅيري خولي او په پښوزړې څپلى دا د بېوزلى يوه ښکاره بېلګه ده  دا ځکه بډايان خو نه څيري خولى پرسروي او نه زړې څپلي په پښو کوي شتمن خلک خپل زوړ پوښاک او زړې څپلي غورځوي  يا يي بېوزلانو ته په خيرات کي ورکوي بډايان نوي شيان را نيسي او غريبان بيا د مجبوري له مخي د دوئ زړو ته د نوي په سترګه ګوري  ګټه تري اخلي او د ناچاري ورته خوشحا ليږي چي سر او پښې د يخنى او اغزيو څخه په وژغوري  که څه هم د دوئ  دواړو تر منځ د ژوندانه په چارو کي يو خاص توپير سته خو هيڅوک د دوئ څخه په خپل ژوند کي راضي نه ښکاري هر يو د خپل ژوند د لوړتيا او د ښه بدلون په ارمان شپې او ورځي سبا کوي.

 دوئ ژوند ته په دقيق نظرنه ګوري ، خپل ازلي برخه يې له ياده وتلې ده نو ځکه بډايان په بډايي او ګدايان په ګدايي نه مړېږي خو انسان ته په کارده چي د ژوندانه په اوږدو کي د خوښيو او مشکلاتو زغم په ځان کي پيدا کړي هر څوک بايد د قناعت په لرلو سره د حرص جامه له تنه وغورځوي اوخپل ازلي نصيب ته تسليم سي په دي فاني نړي کي بډاى او شتمن هغه څوک دئ ، چي احتياج يي لږ او دقناعت جامه يي په تن وي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته