تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کوچنیانو ته مو د ميني تر څنګ درناوی هم ولرئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 18, 2024
  0

لیکنه: محمد نبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


کوچنیانو ته مو د ميني تر څنګ درناوی هم ولرئ


ځیني پلرونه د خپلو کوچنیانو سره مینه لري؛ خو درناوی یې نه کوي. کوچنیانو ته په جدي توګه درناوی په کار دئ، چي باید ورته وسي. مهم شی چي مور او پالار باید ورته پام وکړي دا دی چي د خپلو کوچنیانو سره مینه کول کافي ندي، بلکي د هغو درناوی هم په کار دئ. 


تاسو کولای سی دا کار په فعاله توګه د کوچني خبرو ته په غوږ نیولو، د سترګو د اړیکو په جوړولو او د هغه د احساساتو په بیانولو کي ومومی، د خبرو په منځ کي پوښتنه ورڅخه وکړی، نظر ئې وغواړی او د خبرو په جریان کي ئې نېغ سترګو ته متوجه سئ، ترڅو هغه و هڅېږي، په دغه هڅولو سره ورته خپل درناوی څرګند کړی، چي کوچنی مو فرصت ترلاسه کړي چي پرته له وارخطايۍ، ويري او ډاره خپل نظر څرګند کړي. 


زموږ اکثره له ميني ډک ملت يو، خو د ميني درناوی نه کوو. په کورنیو کي باید کوچني ته د میني او خدمت په بڼه ډیره مینه ورکړو، د هغو کارونو، چي دی ئې ترسره کوي، لکه: د مور او پلار سره مینه، له لویو هلکانو سره کار کول، د مشرانو په مجلس کي خبري کول اونور درناوی ئې وکړو. درناوى د خپلو حدودو د پېژندلو په معنا دى، هغه څه چې زموږ په كورنيو كې په تېره بيا د منځنيو او لوړو طبقو په کوچنیانو کي رواني ناروغي پيدا كوي، د ميني نشتوالى نه، بلكي د درناوي نشتوالى دئ. 


هڅه وکړئ په کور کي باثباته او د درناوي قواعد رامینځته کړئ. کله چې یو کوچنی پوه سي چي ښه تعریف سوي حدود شتون لري، هغه زده کوي او تر هغو تېری نه کوي.


 که تاسو غواړئ یو خپلواک، هڅاند، بااستعداده او چالاکه کوچنی ولرئ، نو د هغه هڅو ته درناوی وکړئ. کله چي د کوچني هڅو ته درناوی وسي، کوچنی به خپل زړورتیا تمرکز کوي او هر کار د زړه له اخلاصه تر سره کوي.  

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته