تازه سرليکونه
د (کورنى جوړښت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کورنی : کور د الله تعالی د ذکر ځای ګرځول
  تعلیم الاسلام
  May 29, 2016
  0
لیکنه: ز. عزيزي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
دريمه لارښوونه : کور د الله تعالی د ذکر ځای وګرځوئ 
 
رسول اکرم فرمايي : ( مثل البيت الذی يذکره الله فيه ، والبيت الذی لايذکرالله فيه مثل الحی والميت) ((رواه المسلم ، ج:۱ ص:۵۳۹)
 
ژباړه:  د هغه کور مثال چي په هغه کي د الله تعالی ذکر کيږي ، او هغه چي په هغه کي د الله تعالی ذکر نه کيږي د مړي او ژوندي په څير دی. 
 
بايد کور د مختلفو ذکرونو ځای وګرځول سي ، که هغه د زړه ذکر وي يا د ژبې ذکر ، لمونځونه ، د قران کريم تلاوت ، د شرعي علومو زده کړه او يا هم  د ګټورو دیني کتابونو مطالعه .
 
ډير د تاثير ځای دی چي نن د مسلمانانو څومره کورونه ددې امله چي د الله تعالی د ذکر نه خالي دي د مړو حيثيت لري يوازې دا نه ده چي هلته د الله تعالی ذکر نه کيږي بلکې د شيطان اوازونه لکه : موسيقي، سندرې ،غيبت ، بوهتان او دوه مخيتوب ټول او نور ناوړه اعمال هلته سرته رسيږي ! 
 
دداسې کورونه حال به سنګه وي چي په ګناهونو او منکراتو مالامال وي . هغه کور چي په هغه کي حرام اختلات ، ډول او سنګار او د نامحرمو خپلوانو او نا محرمو ګاونډيانو ترمنځ موجود وي ، نتيجه به يې څه وي ؟ ايا د رحمت ملايکې به دې کور ته ننوزي ؟ ایا په دې کور کي به مشکلات نه رامنځ ته کیږي؟
 
مسلمانانو وروڼو ! الله تعالی دې پر تاسې رحم وکړي ، خپل کورونه په ډول ډول ذکرونو باندې ښايسته او ژوندي کړئ .
 
 
----------------------------------------
 اړوند معلومات
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته