تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پر آخرت د ایمان لرلو فایدې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 16, 2023
  0

لیکنه: مولوي عبدالسلام حنفي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


پر آخرت د ایمان لرلو فایدې   


د آخرت ورځ زموږ د دنیوي ژوند لپاره ډيري فایدې لري، چي ځیني یې په لاندي ډول دي. 


لومړۍ  فایده یې داده، چي مسلمانان په ځینو اعمالو یا کارو د دې لپاره مکلف دي، چي په ټولنه کي خیر موجود شي او شر ایسته شي، نو دغه عملونه چي موږ په مکلف یو او هلته بیا آخرت نه وي موجود نو زموږ دغه عملونه بیله نتیجې بیله اجره او جزاء پاته کیږي، مثلاً هغه انسان چي کوشش کوي، چي ښه کارونه وکړي او بیا مړ شي، نو که هلته آخرت نه وي موجود نو د ده د هغو ښو کارو بدله او جزاء څه شوه؟ 


دوهمه فایده داده، چي د مسلمانانو څخه روحي او عصبي تکلیفونه لري کوي، که آخرت نه وای، مسلمانانو به په نفسي، عصبي او روحي عذابو کي ژوند تېرولای، مثلاً یو ظالم او سرکښه انسان، غل او قاتل انسان د بل مظلوم او عاجزه انسان پر مال او ناموس، پرکور او جایداد تجاوز او تیری کوي، هغه مظلوم له خپله ځایه شړي، یایې وژني او بندي کوي يې، ټول شیان یې دغه ظالم اخلي او دغه ظالم بیا هم په هوسايي او نعمتونو کي ژوند تیروي او هغه مظلوم په ناامیدیو او مشکلاتو کي ژوند تیروي، که تر دغه وروسته آخرت، سوال او جواب نه وي، که سزا او جزاء نه وي، نو دغو مظلومانو به په کوم نفسي او روحي حال کي ژوند تېرولای، خو د دغه مظلوم یقین دئ چي حساب شته عدل او انصاف سته سزا او جزا شته  که یې په آخرت یقین نه وي نو په داسي حالت کي به یې څه حال او ژوند وي؟ 


درېیمه فایده يې داده: پر آخرت ایمان انسانان د حرامو کارو څخه راګرځوي، حتي د بشر ژوند د قتلو او جنګو څخه ساتي، څوک کولای شي چي خلک د غلا څخه منعه کړي؟ پولیس یا بل څوک غلا ورکولای شي؟ که یې له منځه وړلای شي؟ هیڅکله نه خو په آخرت ایمان لرل دي له دغه ټولو کارونو څخه راګرځوي.


څلورمه فایده داده: چي ایمان په آخرت لرل انسان له ناوړه کارونو څخه منعه کوي، په کوم ځای کي چي خلک په اخرت باندي ایمان اوباور لري، هلته امن او امان وي، ایمان پر آخرت لرل انسان دې ته هڅوي چي د اړ او محتاجه خلګو سره مرسته او کومک وکړي، غریبانو او مسکینانو ته څه ورکړي. 


پنځمه فایده يې داده، چي ایمان پر آخرت انسانان وداسي ژوند ته وربولي، چي ښه نتیجه او میوه ولري، که څه هم د انسانانو عمر لږ او کوتاه دئ، خو هغه څوک چي ایمان په اخرت لري، دا کوښښ کوي، چي د ټولني لپاره ګټور او فعال غړی وي او انسان پوهیږي چي د ابدي ژوند لپاره خواري او زحمت وکاږي او په هر ښه عمل کولو باندي تلوار کوي. 


ماخذ: آخري سفر: ( صفحــ، ۱۴ – ۱۷) مولوي عنایت الله علمي

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته