لیکوال: محسن حنیف د تدریب ائمه انستیتوت استاد
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د اوبو ګټي او په اړه يې زموږ مسؤولیتونه
(درېیمه او وروستۍ برخه)
د اوبو په اړه زموږ مسؤولیتونه
الله تعالی خپل دغه ستر نعمت په اړه وايي: اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَأَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَكُمْ وَسَخَّرَ لَكُمُ الْفُلْكَ لِتَجْرِيَ فِي الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ وَسَخَّرَ لَكُمُ الْأَنْهَارَ.
ژباړه: الله تعالی هغه څوک دی چي آسمانونه او ځمکه يې پیدا کړي دي او له پاسه يې اوبه را اورولي دي، بیا يې د همدې اوبو په ذریعه د ځمکي د حاصلاتو څخه تاسو ته روزي را ایستلې ده، کښتۍ يې ستاسو په خدمت کي ګرځولي د دي لپاره چي په سمندر کي د الله په امر وچلېږي او ویالې يې هم ستاسو په خدمت کي ګرځولي دي.
دلته قرآن کریم ویالې د انسان په اختیار کي ورکول یو ستر نعمت بللی دئ. د داسي نعمت په اړه انسان مسؤولیت لري چي قدر او ارزښت يې وپېژني، له ناشکرۍ، ضائع کولو او بې ځایه کارولو يې ډډه وکړي او په سمه توګه ګټه ورڅخه واخلي؛ ځکه شرعا انسان مسؤولیت لري چي د الله تعالی د نعمتونو قدر وکړي، شکر يې پر ځای کړي او ناشکري يې ونکړي. الله تعالی ویلي: وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِنْ كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ .
ژباړه: چي کله ستا رب اعلان وکړ، که تاسو زما د نعمتونو شکر ادا کړ، خامخا نور نعمتونه درته زیاتوم او که مو ناشکري وکړه، نو ( پوه شئ) چي زما عذاب خامخا سخت دی.
دا رنګه انسان مکلف دی چي د خپل ضرورت په کچه د الله د نعمتونو څخه ګټه واخلي، نور يې ضائع نکړي؛ الله تعالى ويلي: وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ.
ژباړه: خورئ، څښئ او اسراف مه کوئ؛ بې شکه چي الله تعالی اسراف کوونکي نه خوښوي.
له نېکه مرغه په هیواد کي د اوبو زېرمه کولو او بندونو جوړولو ته یو څه توجه شوې ده، خو لا هم په دې اړه ډېر ګډ کار ته اړتیا شته چي د دې هیواد ټول وګړي: که حکومت دی که ملت دی، که مخالف دی که موافق دی، په سمه توګه د دې ملي شتمنۍ د زېرمه کولو او بندونو جوړولو لپاره لاس سره یو کړي. د اوبو د ضائع کولو او بې ځایه مصرف مخنیوی دي هر هیواد وال خپله دنده وګڼي. د حکومت په ځانګړي ډول هغو ادارو چي رسمي دنده یې د اوبو سره تړاو لري، دا مسؤولیت دی چي د اوبو د زېرمه کولو او وطن د سمسورتیا لپاره لوی بندونو جوړلو ته پانګه برابره کړي یا پانګوال په معقول ډول ورته تشویق کړي؛ ترڅو مو هیوادوال آرام وي.
ولسي خلک دي هم په ځینو سیمو کي ترخپله وسه یو شمېر واړه بندونه او ذخیرې جوړي کړي. په دې اړه تر ډېره بریده ګټور کارونه ترسره کېدای شي که د هغو سیمو خلک چي سیلابونه زیات لري، لاس سره ورکړي، څه پیسې ورته جمع کړي، مسلکي خلک، انجنیران او نورو په چارو پوه کسان له ځان سره ملګري کړي چي په دغه ډول سیلابي سیمو کي د وړو بندونو نقشه ورته جوړه کړي او دوی يې ورسره عملي او د خپلو سیمو د سیلابونو اوبه په کې ذخیره کړي، په دې اقدام سره يې څو ګټور کارونه ترسره کېږي:
اول: د وچکالۍ د دوام خطر کمېږي، مځکي ته بیرته په کافي اندازه اوبه ننوزي، څاګاني، کاریزونه او برمې به نه وچېږي او سیمه به زرغونه او سمسوره شي.
دویم: سیلابونه به کنټرول شي؛ ځکه په هر ځای کي به اوبه ذخیره او بندي وي. که په ځیني ځایونو کي څه اضافه شي هغه به دومره ډېري نه وي چي خطر پېښ کړي.
درېیم: په دوبي کي به په هره سیمه کي د زراعت او مالدارۍ لپاره اوبه شتون ولري.
څلورم: د مځکي ښوويېدو مخنیوی به وشي؛ ځکه چي کله سیمه په ونو زرغونه شي هلته يې د ونو ریښې مځکه کلکوي.
پنځم: د سپېرو دوړو او ګرمۍ پر ځای به هوا صافه او معتدله وي؛ ځکه سیمه به زرغونه وي.
شپږم: په مجموعي ډول به د سیمي د انسانانو ، حیواناتو او مرغانو ژوند ورسره سم او خوندور شي.
که څوک وايي: د ولس لخوا واړه بندونه جوړېدل نه شي کېدای، دا کسان تېر وتلي دي او ځیني به يې قصدا غواړي چي موږ همداسي په انتظار کي پاته شو، اوبه مو نورو ته رواني وي. که دا هدف نه وي، نو دا اوس خو عملا ثابت شوی کار دی. د اوبو کوچني بندونه په هندوستان کي ډېر عملي او رواج شوي؛ ځکه هلته هم ډېر سیلابونه راځي. ولس په سلګونه زره بندونه جوړ کړي. په ننګرهار کي هم ولس د اوبو دوه کوچني بندونه جوړ کړي. نور افغان ولس که بل څه نه شي کولای، دا خو کولای شي چي د جرونو او شېلو په ځینو برخو کي واړه کډیان هم جوړ کړي، دا کار که څه هم بابیزه ښکاري خو بیا هم یو څه ګټه لري. د دې ترڅنګ دي د نوي کال په پیل کي هر سړی په خپلي نږدي سیمه کي لږ تر لږه یو نهالګی ولګوي؛ قرآن کریم وايي: هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا .
ژباړه: الله تعالی تاسو له مځکي پیدا کړي یاست او د هغې په آبادولو يې ګمارلي یاست.
د قدرمن ولس د سوکالۍ او د ګران هیواد د سمسورتیا په هیله.
www.taleemulislam.net