تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په عمري خلافت کي د فتوا اجراء او مفتیان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 30, 2021
  0


دا لیکنه : دعلامه شبلي نعماني دکتاب څخه  / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د محکمې اړوند دا یوه مهمه څانګه او شعبه ده چي د اسلام په ابتداء کي قایمه سوې ده، چي مثال ئې د اسلام څخه پرته په بل ځای کي نه لیدل کیږي. د قانون چي کوم مقدم اصول دي په هغو کي یو دا هم دئ چي پر هر چا دا لازم دي چي د قانون څخه به خبر وي. یعني که څوک یو جرم وکړي نو د هغه دا عذر نه منل کیږي چي ګواکي دی په دې نه وو خبر ځکه ناخبري عذر نه دئ. دا قاعده په ټوله نړۍ کي منل سوې ده لیکن تعجب دا دئ چي پرمختللي نړۍ اروپا کي چي تعلیم هم ډېر عام سوی دئ، دوی داسي تدبیر نه دی اختیار کړی چي هر فرد دي قانون پوه جوړ سي، که کوم ناپوه کس په قانون ځان پوهول غواړي نو ددې لپاره کوم تدبیر نسته لیکن په اسلام کي د دې لپاره یوه ځانګړې اداره وه چي د افتاء محکمه ورته ویل کېده، طریقه ئې دا وه چي ډېر لایق اسلامي قانون پوهان یعني فقهاء به په هر ځای کي موجود وه او کوم شخص چي به په یوه مسئله ځان پوهول غوښتل نو د دوی څخه به ئې پوښتنه کول، پر هغو دا لازم وه چي په پوره تحقیق سره دا مسائل خلګو ته وښيي. دا طریقه تر ننه پوري قایمه ده مګر د حضرت عمر رضی الله عنه په زمانه کي چي په دې کوم عمل وسو په بل وخت کي نه  دی سوی.

 

د حضرت عمر رضی الله عنه د زمانې مفتیان


ددې طریقې لپاره تر ټولو ضروري کار دا دئ چي هر چا ته د فتوا عامه اجازه نه وي بلکي خاص خاص لایق وګړي د افتاء (فتوا) لپاره ونومول سي؛ ترڅو هر څوک د غلطو مسائلو ترویج ونه کړي (او خلګ منحرف نه کړي)، امیر المؤمنین عمر رضی الله عنه ددغه تخصیص همېشه لحاظ ساتی، لاندي کسانو ته ئې د فتوا اجازه ورکړې وه:


حضرت علي، حضرت عثمان، حضرت معاذ بن جبل، حضرت عبدالرحمن بن عوف، حضرت ابی بن کعب، حضرت زید بن ثابت، حضرت ابوهریره، حضرت ابودرداء رضی الله عنهم او ځیني نور. د دوی څخه پرته نورو کسانو ته د فتوا ورکولو اجازه نه وه. حضرت شاه ولي الله رحمه الله په ازالة الخلفاء کي وايي چي د خلیفه د امر پرته بل چا فتوا نه صادرول:  


"سابق وعظ و فتوي موقوف بود بر راي خليفه، بدون امر خليفه وعظ نمي گفتند و فتوي نمي دادند وآخراً بغير توقف بر رأي خليفه وعظ مي گفتند و فتوي مي دادند."


په تاریخ کي ددې ډېر مثالونه سته چي کومو کسانو ته به د فتوا اجازت نه وو او هغوی به فتوا ورکړه نو حضرت عمر رضی الله عنه به منع کړل لکه څنګه چي یو ځل د حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه سره هم دا واقعه پېښه سوه (مسند دارمي وازالة الخلفاء). حضرت عمر رضی الله عنه د فتوا په مورد کي تر دې حده احتیاط کاوه چي ټاکل سوي مفتیان به ئې امتحانول لکه د ابوهریره رضی الله عنه څخه ئې پوښتلي وه چي تا په دې مسئله کي کومه فتوا ورکړې ده؟ کله چي هغه جواب ورکړی نو ده ورته وویل چي که چیري تا ددې مسئلې بل جواب ورکړی وای نو په راتلونکي کي به تا ته د فتوا ورکولو هیڅ اجازه نه وای.


او ددغو ټاکل سوو مفتیانو نومونه به ئې په عامو مجالسو کي خلګو ته بیانول. د شام په سفر کښي ئې بې شمېره خلګو ته په خپله مشهوره خطبه کي داسي وویل:


من أراد أن يسأل عن القرآن فليأت أبى بن كعب ومن أراد أن يسأل عن الفرائض فليأت زيد بن ثابت ومن أراد أن يسأل عن الفقه فليأت معاذ بن جبل...(سنن الکبری للبیهقی)


ژباړه: څوک چي د قران په اړه سوال لري هغه دي ابی بن کعب ته ورسي، څوک چي د (میراث )د احکامو په اړه سوال لري هغه دي زید بن ثابت ته ورسي او څوک چي د فقهي په اړه سوال لري هغه دي معاذ بن جبل ته ورسي.


ماخذ: (الفاروق: ص۲۸۸-۲۹۰، مؤلف: علامه شبلي نعماني)

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته