نبوي سیرت (۶۸ برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د دعوت د اورېدلو څخه د حاجيانو د منعه کولو د پاره د قريشو مشورې
په دغه موده کي و قريشو ته يو بل مهم کار پيدا سو، هغه دا چي د دعوت پر ښکاره کېدلو فقط څو مياشتي تيري سوي وې چي د حج موسم را نژدې سو او قريش پوهېدل چي د عربو مختلفي ډلي د مختلفو ځايو څخه مکې مکرمې ته راځي نو دوى و ويل: موږ بايد خامخا داسي يوه خبره ولرو چي د محمّد صلی الله علیه وسلم په باره کي يې و عربو ته وايو، دا د دې دپاره چي د محمّد صلی الله علیه وسلم دعوت د نورو عربو پر زړو تاثير و نه کړي، نو د قريشو مشران و وليد بن مغيره ته را ټول سوه او په دغه باره کي مشوره ور سره کوي چي موږ بايد و خلكو ته د محمّد صلی الله علیه وسلم په باره کي څه و وايو؟ وليد و ويل: هو په اتفاق سره بايد يوه خبره جوړه کړی او ټوله به هغه يوه خبره کوى، مختلفي خبري به نه کوى ځکه په مختلفو خبرو کي يوه ډله هغه بله ډله درواغجنه کوي او د يوې ډلي خبري د هغه بلي ډلې په خبرو رَديږي، قريشو ويل: نو ته و وايه چي خلکو ته به څه وایو؟ وليد ويل: يا! تاسي و واياست زه به غوږ درته ونيسم، قريشو و ويل:
خلكو ته به وايو چي کاهن دى، وليد و ويل: يا والله کاهن نه دى، موږ کاهنان ليدلي دي د ده په خبرو کي نه دکاهنانو سجعه سته نه زَمزَمه، قريشو ويل: داسي به وايو چي ليونئ دى، وليد ويل: لېونئ هم نه دى، موږ لېونتوب ليدلى دى او را معلوم دى، نه د لېونتوب وسوسه پکښي سته نه يې خُرافات، قريشو ويل: نو به وايو چي شاعر دى، وليد ويل: شاعر هم نه دى، موږ د شعر ټول اقسام پيژنو، رِجز او هَجز، قُريض او مَقبوض، مبسوط او د شعر نور ټول اقسام را معلوم دي، د ده خبري شعر نه دى، قريشو ويل: نو به وايو چي ساحر دى، وليد و ويل: ساحر هم نه دى، موږ ساحران او د هغو سحر ليدلى دى، نه د هغو پوکل پکښي سته او نه د هغو غوټه کول.
قريشو ويل: نو څه و وايو؟ وليد و ويل: والله د ده خبري خوږې دي، د خبرو ريښې يې خوشبويه دي او ښاخونه يې مېوه لرونکي دي، د ده په باره کي چي تاسي دغه هرڅه و ويل، معلوميږي چي ټول ناحقه او باطل واياست، قريشو و ويل: نو هغه ستا ښه او روښانه نظر را ته و وايه، ولېد ويل وخت راکړی چي فکر پکښي وکړم، وليد فکر واهه، واهه څو په آخر کي يې و ويل: معقوله خبره دا ده: چي و واياست ساحر دى، داسي خبري کوي چي په هغه سره زوى او پلار جلا کوي، ورور او ورور جلا کوي، ښځه او خاوند جلا کوي، سړئ او خپله قبيله جلا کوي، پسله هغه څخه چي د قريشو پر دغه خبره اتفاق او مصلحت سو نو يې د هغې پر عملي کولو اقدام وکړی.
د حج د موسم په وخت کي قريشو د مکې مکرمې پرلارو نفر کښېنول، هرڅوک چي به مکې مکرمې ته را تله هغه به يې بېرول او ورته ویل به یې چي په موږ کي يو ساحر پيدا سوى دى چي په خپلو خبرو پلار او زوى سره جلا کوي، ورور او ورور سره جلا کوي، ښځه او خپل خاوند سره جلا کوي، پام کوى چي خبري يې وانه ورى او د دې کار مشرتوب ابولهب پر غاړه واخستى، کوم وخت چي به رسول الله صلی الله علیه وسلم د موسم په وخت کي خلك و يوه الله جل جلاله او وحدانيت ته دعوتول ابولهب به په پسې ؤ او دغه به يې ويل: د ده خبري مه منى دا د دينه اوښتى او کذاب دى (العياذ بالله) او د دې کار نتيجه دا سوه چي د دغه موسم راغلو عربو دا خبر د ځانه سره و خپلو وطنو ته يو وړى او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت خبر د عربو په ټولو وطنو او قبيلو کي نشر سو.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند