زما رب نن شپه ستا رب و وژى!
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د رسول اکرم محمّد مصطفْی صلی الله علیه وسلم بعثت او د نبوت شهرت په هغه وخت کي وه چي د يمن حاکم باذان ؤ چي هغه قصه داسي ده:
په دغه وخت کي چي د کسرْی د طرفه باذان پر يمن والي ؤ رسول الله صلی الله علیه وسلم د فارس پاچا کسرْی ته يو ليک یا رساله و لېږل چي و اسلام ته یې دعوتاوه، خو کسرْی بيله دې څخه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم ليک و وايي هغه يې څيري او ټک ټک کړى او د قاصد په باره کي يې د وژلو إراده وکړه، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د كسرْی او د هغه د دغه ناوړه عمل خبر و رسېدى نو رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: ده زما ليک ټک ټک کړى الله جل جلاله دي د ده پاچهي ټک ټک کړي.
کسرْی چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ليک په ليدلو او اورېدلو سره په قهر سوى ؤ نو يې و ويل: دا څوک دى؟ يو صحرايي عرب غواړي چي زه د ده متابعت وکړم؟ د کسرْی متکبر دماغ هيڅکله دا نه قبلول، د دې مثال د مغرور او متکبر کسرْی دپاره داسي ؤ لکه نن ورځ چي په يوه ډيره ليري صحراء کي يو کوچنئ کلى واقع وي او د دغه کلي يو نفر د امريکا د حکومت څخه و غواړي چي د ده د دين متابعت دي وکړي.
کسرْی هم په هغه وخت کي د مځکي د مخ لوى پاچا ؤ او دا خبره ډيره عجبه ورته ښکاره سوه، دې موضوع ته يې په ډيره سپکه وکتل نو يې د سرورکائنات رسول الله صلی الله علیه وسلم د نيولو او راوستلو دپاره لښکر و نه لېږى بلکه د يمن والي باذان ته يې حال ولېږى چي هلته په جزيرة العرب کي يو نفر پيدا سوى دى او غواړي چي زه د ده متابعت وکړم دغه نفر و ما ته را ولېږه، باذان هم د جزيرة العرب خلك ضعيفه وبلل فقط دوه نفره يې و مدينې منورې ته وليږل ويل ورسى او دغه نفر ته و واياست چي د لښکر و ليږلو او جنګ کولو ته ضرورت نسته بېله ځنډه او بېله عذره ځان تسليم کړه، اسلام او مسلمانان ډيرضعيفه ورته ښکاره کېدل او دوى خپل ځان د دنيا لوى قدرت باله، دغه دوه نفره مدينې منورې ته ورسېدل رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغله او ورته ويې ويل:
زموږ سره باذان ته ولاړسه او هغه دي بيا کسرْی ته ليږي ځکه کسرْی ته غوښتى يې، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: تاسي نن شپه استراحت وکړى او ستاسي جواب به سبا درکړم، خلك چي سبا و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د جواب اخستلو دپاره ورغله رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: باذان ته و واياست چي زما رب نن شپه ستا رب کسرْی و وژى،
نفرو و ويل: که کسرْی نن شپه وژل سوى وي نو دغه خبر تا ته چا را وړى؟ د فارس څخه تر مدينې پوري په يوه مياشت نه بلکه تر هغه هم په زيات وخت کي خبر را رسيږي ته څنګه خبر سوې؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: د الله جل جلاله د طرفه څخه وحيِ راته راغلې، نفرو وويل:
و موږ ته ستا جواب دغه دى؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: هو، ولاړ سى او باذان ته دغه حال و واياست، دوى هم رهي سوه تر څو يمن ته و رسېدل او باذان ته يې دا بيان وکړى چي موږ ويل: ځان تسليم کړه ده و ويل: چي کسرْی و وژل سو، تر دغه وخته د کسرْی د وژل کېدلو خبر د فارس څخه و يمن ته نه ؤ رسېدلى، باذان پوښتنه وکړه چي دا کومه شپه وه چي ده ويل: کسرْی و وژل سو؟ هغه شپه يې ور وښوول چي فلانۍ شپه وه، باذان و ويل: انتظار وکړى، پسله څوارلس ورځو و يمن ته خبر را ورسېدى چي کسرْی په فلانۍ شپه د خپل زوى د طرفه و وژل سو، دا عيناً هغه شپه وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ويلي وه چي نن شپه،
نو باذان و ويل: په والله دا معلومات بيله نبي څخه و بل چا ته نه کيږي، باذان ايمان راوړى او مسلمان سو، هغه نور فارسيان چي په يمن کي موجود وه هغه ټول د باذان د مسلمانېدلو په سبب د باذان سره مسلمانان سوه او باذان و ويل: تر دې وروسته موږ د مدينې د حکم تابع يو نه د فارس، نو تر دغه وروسته يمن او د هغه حکومت د رسول الله صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو د حکم تابع وه نه د کسرْی.
د باذان الفارسي رضي الله عنه په مسلمانېدلو سره اسلام و يمن ته داخل سو او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم دغه باذان د ده د وفات تر وخته پر يمن حاکم پرېښاوه کوم وخت چي باذان وفات سو د ده زوى شِهَر د يمن حاکم سو او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم پر دغه حکومت پرېښاوه، ترڅو چي (اَلأسوَد العُنسِي) په يمن کي پيدا سو او د نبوت دعوه يې وکړه، بيا يې د باذان زوى شِهر و وژى او د يمن حکومت يې ونيوى دغه واقعه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حيات په آخرو وختو کي پيښه سوه چي وروسته به په تفصيل سره درته بيان سي.
او د رسول الله صلی الله علیه وسلم عادت دا ؤ: کوم پاچهان چي به په اسلام مشرفه کېدل هغه يې پر هغه خپل حکومت پرېښوول.
دا هغه معلومات وه چي يمن څنګه د فارس په حکم کي داخل سو او بيا څنګه د فارس د حکمه څخه و وتى او په اسلام کي داخل سو.
ماخذ: د سرورکائنات صلی الله علیه وسلم ژوند