تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د وخت مدیریت او کابو کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 14, 2021
  0

د وخت مدیریت او کابو کول


لیکوال : اصیل زارع / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 


په ژوند کي د بریا د لاسته راوړلو لپاره؛ پر ژوند باندي برلاسي کيدل او کنټرول درلودل اړین دی.


پر ژوند باندي د کنټرول درلودلو لپاره پر وخت باندي حاکميت او کنټرول  درلودل خامخا شرط دی، تر څو خپل ژوند څنګه چي يې غواړو  وکړو  او د هر کار لپاره ټاکلی وخت ولرو.


د بریا اړینه کیلي ” د وخت اداره “  يعنی (Time Management)دی.


د نړۍ کاميابه او هغه اشخاص چي نن ورځ نوره نړۍ هغوی ته په لويه سترګه ګوري د بریا يو لوی راز يې پر  وخت باندي حاکميت درلودل دي. ځکه هغوی خپل وخت په ښه ډول سره مصرف کوي. تل ورسره د خپل کارونو لپاره کاپي وخت وي. برعکس که هغه خلکو ته وګورو چي خپل پر وخت حاکميت نه لري، تل د ژوند په کړاونو کي ښکيل وي، د خپل ژوند  څخه سر ټکوي او سرخوږی وي، حتی د وړو کارونو د ترسره کولو لپاره هم ورسره وخت نه وي.


وخت چانس او بخت نه دی، چي تاسو يې په لټون پسې ځان سرګردانه کړی، بلکي وخت د الله تعالی له خوا انسانانو ته ورکړل سوی، یوازي منظمېدل او کابو کول غواړي. 


بریالي خلک خپل وخت یوازي او یوازي پر هغه کارونو مصرف کوي، چي دوی ته دنیا او اخرت کي ګټه کوي، خو هغوی چي د وخت ارزښت نه لري، نو یې پر داسي کارونو لګوي، چي نه دنیا او نه هم اخرت کي ګټه ورته لري. 


وخت يو خورا ارزښتناکه څه دي، يعنی که ووايم چي تر دولت هم   زيات د اهميت وړ دی؛ درواغجن به نسم، بلکي د دنيا تر  هر څېز  لوړ  قيمت لري. یعني ارزښت یې له دې څخه معلوم کړی؛ په نړۍ کي ځيني شيان دي چي موږ يې د دوهم ځل لپاره نه سو ترلاسه کولای، د هغو څخه يو هم وخت دی.


شتمني که ختم، ضايع يا د لاسه ورکړو، کولای سو د دوهم ځل لپاره تر لومړي ځل زياته شتمني لاسته راوړو، خو که خپل وخت یوه ثانيه وخت له لاسه ورکړو، که د  نړۍ ټوله شتمني د دې يوې ثانيې بيرته راګرځولو لپاره مصرف کړو، بیا به یې هم را و نه ګرځوو. 


که مو پام وي  وخت د يخي په شان دی، که يې استعمال کړې نو د ژوند خوند  به حاصل کړې او که ګټه ترې پورته نه کړې، نو ویليږي. 
ناپيليون وايي:


(I may lose a battle but I shall never lose a minute


ژباړه: شايد زه يو وخت جګړه بایلم، خو زه به هيڅکله هم يوه دقيقه بېله دې چي ګټه ځيني پورته کړم ضايع نه کړم.


د وخت څخه د ښه ګټي اخیستني لپاره داسي وکړه: 


لومړۍ. اړین کارونه: 


وخت مو اړینو کارونو ته ورکړی؛ که داسي وکړی، نو هوسا به یاست. 


دوهم. مهالوېش جوړ کړی: 


ځیني خلک داسي فکر کوي، چي مهالوېش جوړول وخت غواړي، خو اصل کي مهالوېش ستاسو ژوند اسانه کوي. د يو تحقيق په پایله کي معلومه سوې  که تاسو يوه دقيقه پر پلان جوړولو تېر کړی، تاسو به خپل د ژوند لس  دقيقې بچت  کړی.


درېیم. موخه لرل:


د هري ورځي شروع د يو هدف تر سيوري لاندي راپيل کړی. د ورځي په شروع کي لا پردې فکر وکړی، چي تاسو به نن کومي موخي تر لاسه کوی. 


دشپې د خوب کولو څخه تر مخه د سبا په اړه فکر وکړئ او د ځانه سره نوټونه واخلئ، تر څو  دا کړنه ستاسو د ارام او هوسا خوب لامل هم وګرځي.


هفته، میاشت، کال او ټول ژوند ته همداسي موخي وټاکی.


څلورم. د یوه وخت لپاره یو وخت ټاکل:


زموږ په ټولنه کي زياتره خلک کوښښ کوي، تر څو په يوه وخت کي زيات کارونه سرته ورسوي. چي  دا کړنه د دوی د ناکامۍ او خستګۍ سبب ګرځي او تر څنګ یې  د هغه کار جذبه له منځه وړي. چي په پايله کي  هغوی هيڅ هم ونکړي او د مايوسۍ ښکار سي.


يو نړيوال متل دی؛ چي وايي: که دي په  دوو سویانو  پسې  ځغستل نو يو به هم ونه نيسي.


پنځم. د انتظار وخت په مصرف رسول: 


زموږ د ژوند زیات وخت په انتظار کي تېريږي، مثلاً: په ټکسي، ريلګاډی، د موټرونو په رش کي،  په دوکان کي د مشتري راتګ ته انتظار او داسي نور...


په داسي وختونه کي کوښښ وکړئ، يو څه ولولی يا يوڅه واورئ.


خپل  ځان سره هميشه په جيب يا اوس وخت کي په تلیفون کي  يوڅه ولرئ، ترڅو فارغه وخت یا د انتظار په شېبو کي یې ولولی. 


ماخذ : تعلیم الاسلام مجله (۲۷ ګڼه)


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته