تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو/ د دې سړي حق ورکوې که اذان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 12, 2024
  0

مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول
(یويشتمه برخه)


د دې سړي حق ورکوې که اذان درپسې وکړم!


ابن کثير په خپل تاريخ کي ليکلي دي، چي يو مسکين سړي له يو خان سره خپل ډېر مال ايښی وو، خو هغه دغه مال ځنډاوه، حق يې نه ورکاوه او هر وار چي فقير به ځني د خپل مال غوښتنه کوله، هغه به يې زوراوه او خپلو غلامانو ته یې د وهلو امر کاوه.


بالاخره هغه خپل شکايت د نظامیانو یو قوماندان ته وکړ، خو له دې سره یې څه ترلاسه نه کړل.


مظلوم وايي: د داسي حالت په لیدلو سره مایوسه او د خپل مال په ترلاسه کولو ناهیلی سوم، زه حيران وم او نه پوهېدلم چي بل به داسي څوک وي، چي شکایت ورته وکړم.


یو سړي راته وویل: فلانی خیاط چي د مسجد امام دی، هغه ته ورسه! ما وویل: هغه خیاط او د یو مسجد امام به د دې ظالم په مقابل کي څه وکړي!؟ په داسي حال کي چي د حکومت مشرانو څه ورته نه سوای ویلای!


هغه وویل: هغه چا ته چي تا شکایت وړاندي کړی دی، هغوی هم له دې خیاط څخه بېره لري، هغه ته ولاړ سه، شاید کومه حل لاره در وښیي.


هغه مظلوم وايي: چي زه هغه ته ورغلم، خو داسي کومه هیله مي ورته هم نه وه، ما ورته د خپلو پیسو په اړه وويل: چي ما له لاسه ورکړي وې او څه چي مي د هغه ظالم له لاسه تېر کړي وه، ټول ورته بیان کړل.

 

سمدلاسه خیاط د خپل ځای څخه ولاړ سو او خپل دوکان یې بند کړ او له ما سره روان سو، تر دې چي د ظالم کور ته ورسېدلو، دروازه مو ور وټکوله، په غوسه یې دروازه خلاصه کړه، خو کله چي یې خیاط ولیدی، نو وبېرېدی او په مینه یې خبري ور سره پیل کړې.


خیاط ورته وویل: چي دې مظلوم ته د هغه حق ورکړه، سړي انکار وکړ او ویې ویل: چي له ما سره د ده هیڅ مال نسته، خیاط په لوړ ږغ وویل: دې سړي ته د هغه حق ورکړئ، که نه آذان در پسې کوم.


د سړي رنګ تغیر وکړ، زما حق يې په پوره توګه راکړ او موږ بيرته راغلو، خو زه د خياط په دې کار ډېر حيران سولم، په داسي حال کي چي دا یو ضعیف سړی وو، خو بیا هم هغه سړي د ده  امر ومنئ او  اطاعت یې وکړ.


بیا ما هغه ته د راکړل سوي پیسو یوه برخه ورکوله، خو هغه انکار وکړ او ویې ویل: که ما پیسې غوښتلای، نو ما به ډېري پیسې ګټلي وای.


بیا مي د هغه د حال په اړه وپوښتل، چي څنګه هغه ظالم ستا خبره دستي ومنله او  زه د هغه دې کار ته زیات حیران وم، مګر هغه زما خبري ته پام و نه کړ او جواب یې هم را نه کړ، ټینګار مي پر وکړ او ومي ویل: ولي دي ورته وویل: چي آذان به در پسي وکړم!؟


هغه وویل: مال دي ترلاسه کړ، اوس ولاړ سه. ما ورته وویل: نه! تاسو باید ما ته زما د سوال جواب راکړئ.


هغه وویل: لامل یې دا وو، چي څو کاله مخکي یو ترکی ځوان مشر چي یو بانفوذه شخص وو، دلته ژوند کاوه، یوه ورځ یوه ښکلې ښځه چي جګه ونه یې درلودله او قیمتي جامې یې په تن وې، د ده ترڅنګ تېرېدله، دا چي هغه  ځوان په مستۍ کي ډوب وو، غوښتل یې چي دا ښځه له ځان سره یوسي.


ښځي مقاومت وکړ او په لوړ ږغ یې له خلکو د مرستي وغوښتنه وکړه. کله چي مي داسي یو کار ولیدی، خوا ته یې  ورغلم او د کار منع کولو هڅه مي وکړه او و مي غوښتل ښځه ورڅخه وژغورم، مګر هغه په چاقو سره زه ووهلم او زما سر یې په وینو رنګ کړ  او ښځه یې په زور سره خپل کور ته بوتله.


زه کور ته راغلم او د سر وینه مي پاکه او و مي تړی او خلکو ته مي وویل: دا سړي چي کوم کار وکړ ټولو ولیدی، له ما سره لاس یو کړئ او راځئ، چي ښځه ور څخه خلاصه کړو.


خلک هم له ما سره راپاڅېدل او موږ د هغه پر کور برید وکړ، د هغه د مزدورانو یوې ډلي چي لښتي او لرګي یې په لاسونو کي نیولي وه، پر خلکو برید وکړ او په وهلو یې پیل وکړ.


هغه ځوان بیا زما خواته راغی او داسي ګذارونه را باندي وکړل، چي زما بدن یې په وینو سور کړ او موږ یې له کوره وشړلو، زموږ سرونه یې مات او ذلیل یې کړو، تر دې چي د درد او ویني بهېدلو له امله مي په ډېر تکلیف سره د خپل د کور لاره پیداکړله.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته