ځواب: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
۱ : مسلمانان و کعبې ته عبادت نه کوي، بلکې کعبه شریفه یو طرف دی چي الله جل جلاله د مسلمانانو د عبادت د نظم لپاره ټاکلی دی، دا چي اسلام د نظم او نسق دین دی، نو ځکه الله جل جلاله ورته معین لوری ټاکلی دی، که چیری د لمانځه لپاره یو معین لور و نه ټاکل سي یو نفر به لمونځ و شرق ته کوي، بل به یې و غرب ته کوي، بل به یې و شمال ته کوي ، بل به یې و جنوب ته کوي او بل بلې خواته. (د کعبې شریفي په ذریعه د مسلمانانو ترمنځ اتفاق او اتحاد هم راځي).
۲: موږ مسلمانان چي لمونځ کوو موږ داسي نه وایو چي موږ ددغې کعبې عبادت کوو، په نیت کي داسي وایو چي ( الله لمونځ خاص و تاته کوو) او حال دا چي هغه مشرکین چي د بتانو عبادت کوي هغه د هر یوه نوم اخلي لکه راما، کرشنا ، بودا او نور...
۳: ټول مشرکین چي د خپلو بتانو عبادت کوي هغه له هغو بتانو څخه چي د هر شي څخه یې جوړ کړی وي د هغو څخه کومک غواړي خو یو مسلمان به نه راوښیې چي د کعبې څخه کومک و غواړي، ولي؟؟؟ دا ځکه موږ د کعبې عبادت نه کوو موږ صرف د خدای عبادت کوو او د خدای څخه مرسته غواړو.
۴: تاسي و ګوری هغه کسان چي د بتاتو عبادت کوي، هغه د بت پر سر باندي عبادت نسي کولای دا ځکه دا ددې بت توهین دی، خو په اسلام کي دا روا ده چي د کعبې پر سر باندي عبادت وسي.
۵: هیڅ مشرک د بت په نس کي عبادت نسي کولای چي بت هر څومري غټ وي، دا ځکه دا د ددغه بت لپاره توهین دی، دا چي موږ کعبې ته عبادت نه کوو نو ځکه یې په نس کي هم لمونځ کولای سو او روا ده.
۶: ټول مشرکین د خپلو خدایانو لپاره نذرانې او خیراتونه کوي، خو تر اوسه به یو مسلمان نه را وښیاست چي د کعبې په نامه سره یې کومه صدقه ، خیرات یا نذرانه کړې وي، دا ځکه چي موږ مسلمانان هر څه د خدای لپاره کوو، نه د کعبې لپاره.
۷: ټول مشرکین چي کله د یوه مصیبت، توپان، افت او کړاو سره لاس او ګریوان کیږي و خپلو بتاتو ته نارې، فریادونه او چیغي وهي خو یو مسلمان به نه راوښیاست چي د کوم مصیبت په حالت کي یې وکعبې ته چیغي کړي وي او مرسته یې له کعبې غوښتې وي دا ځکه کعبه زموږ خدای نه ده بلکې د عبادت یو جهت دی او موږ مسلمانان هر څه له یوه لاشریکه الله جل جلاله څخه غواړو او بس.