تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په خوراک څښاک کي دزهروڅخه حفاظت دعا
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 30, 2021
  0

 


په کنز العباد کي لیکلي دي چي کله څوک خوراک څښاک کوي نودا دعا د وائي ددې په برکت سره به دخوراک څښاک دمضرو اثراتو څخه  محفوظ  پاته کيږي دعاداده. 


(بسم الله خير الأسماء . بسم الله رب الأرض و السماء . بسم الله الذى لا يضر مع أسمه شئ في الأرض ولا في السماء أذى)


ترجمه : شروع کوم دداسي الله(جل جلاله) په نامه چي د ټولو نومو څخه لوړدی او په داسي نوم دسره  چي دمځکي  او اسمان مالک دی او په داسی نوم سره چي دچاپه برکت سره په اسمان اومځکه کي هيڅ شی نقصان نه سي رسولاي اوهغه اوریدونکي او عليم دی.


ددې دعا په اړه په زړه پوري قصه:


قصه:روایت دی چي دابومسلم خولانی یوه مینځه وه چي خپل مالك ته ئي څوځله زهر ورکړي وه لیکن په ده ئي هیڅ اثر نه وه کړي ډیر وخت تیر سونومينځي حال ورته ووایه:


ماتاته څوځله زهر درکړه لیکن په تائي هیڅ اثر ونه کي داڅه وجه وه مالک پوښتنه ځني وکړه چي تا زهر ولي ماته راکول؟ هغې ورته وويل چي ته سپین ژیری سوي يي اوماته ستا يوازي هډوکي ښه نه ښکاري. مالک ورته وويل چي زه همیشه داپاک کلمات په هر خوراک څښاک باندي وایم بیا خوراک څښاک ځيني کوم ددغه دعاپه برکت زه دهر رقم زهروڅخه محفوظ يم. بيائي مینځه اذاده کړه.


ماخذ: نبوی طب


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته