لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د سورة النجم لنډه پېژندنه
سورة النجم د مصحف او تلاوت په اعتبار ۵۳ سورة دئ، چي د هجرت څخه تر مخه په مکة مکرمة کي نازل سوی دئ.
سورة النجم ۶۲ آية او ۳ رکوع لري.
د دې مبارک سورة نوم د اولني آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله (تبارک و تعالی) فرمايي: (وَالنَّجْمِ إِذَا هَوَىٰ)
ژباړه: په هغو ستورو قسم چي لوېږي (يعني چي له منځه ولاړ سي)
نجم - ستوري ته وايي.
په سورة النجم کي لاندي موضوعات ذکر سوي
۱- رسول الله ﷺ پر حق دئ، دا وحي د ځانه نه در ته وايي، بلکه د قوي ذات له خوا ورښودل سوي دي.
۲- هغه کسان چي د کبيره ګناهونو او فاحش کارونو څخه ځان وژغوري، نو يقيناً چي الله تعالی بخښونکی دئ. الله (رب العزة) په تاسو ښه خبر دئ چي د مځکي څخه ئې پيدا کړلاست، بيا ئې د مور په رحم کي پټ کړي واست، او بيا ئې را وایستلاست. نو خپل ځان پاک او ښه مه معرفي کوئ، الله تعالی په تاسو ښه خبر دئ.
۳- هيڅ څوک به د بل بار پر اوږو وا نه خلي.
۴- د انسان له پاره هغه څه دي چي دی کوښښ پسي کوي. او خپل د زحمتونو نتيجه به ويني.
۵- الله تعالی هغه ذات دئ چي تاسو خندوي او ژړوي مو، مرګ او ژوند درکوي، نارينه او ښځي ئې (يعني انسانان ئې جوړه) پيدا کړي دي، (د دې انسانانو څخه) څوک و څوک غني کوي او قانع کوي ئې.
۶- الله (الواحد القهار) هغه ذات دئ چي د عاد قوم، د ثمود قوم او د نوح (عليه السلام) قوم او د لوط (عليه السلام) قوم ئې تباه او هلاک کړل (نو تاسو د هغو د ناوړو اعمالو څخه عبرت واخلئ).
۷- (اې مشرکينو) په دې قول او خبرو (يعني وحي) سره تاسو خاندی او نه ژاړی، او وخت مو ناحقي تېروئ؟ بلکه دا خو د شکر او د سجدې اداء کولو ځای دئ (چي دومره ستر کلام د الله تعالی له لوري و تاسو ته نازليږي).
www.taleemulislam.net