تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بې ثمره (لنډه قصه)
 
  November 27, 2016
  0
رالېږنه: احمد ګل ريان / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

يوه ورځ پاچا خپل درې وزيران دربار ته وغوښتل او ورته ويې ويل، چي هر يو يوه کڅوڼه درسره واخلئ، باغ ته ولاړ سئ او پاچا ته ښې رنګارنګ ميوې راوړئ.

وزيران چي دغه عجيب امر حيران کړل، درې واړه له کڅوڼو سره باغ ته ولاړل.

يو وزير د پاچا لپاره ښې، تازه او مختلفي مېوې راټولي کړي.

دوهم وزير په دې فکر، چي پاچا خو خپله ټوله ميوه نه ګوري، چي څه فرق سره لري نو له تازه، اومو او پخو مېوو څخه يې خپله کڅوڼه ډکه کړه.

درېيم وزير، چي خورا کهال و، له ځان سره يې وويل، چي پاچا به يوازي ډکي کڅوڼي ته ګوري او دې ته به نه ګوري، چي په منځ کي يې څه دي؟ په دې يقين يې خپله کڅوڼه له وښو، پاڼو او نورو وړو لرګو څخه ډکه کړه، ځان يې له ستړيا څخه بچ کړ او خپله ډډه يې ووهله.

دوهمه ورځ له امر سره سم درې سره له ډکو کڅوڼو سره د پاچا دربار ته حاضر سول. پاچا د کڅوڼو له کتلو پرته سمدستي امر وکړ ،چي درې سره د يوې مياشتي لپاره په يوه ليري زندان کي بنديان کړئ.

همداسي وسول، له دوی سره په کڅوڼو کي له را ټولو سوو شيانو پرته د خوراک لپاره نور هيڅ نه وو.

اوس نو اول وزير، چي ښه ميوه يې ټوله کړي وه، ټوله مياشت يې په هغه ميوه ګذاره کوله او مياشت ښه په اسانۍ پر تېره سوه.

دوهم وزير، چي تازه، خامه او پخه ميوه يې راټوله کړې وه، له سخت مشکل سره مخ سو، څو ورځي يې تازه او پخه ميوه وخوړه او ګذاره يې وکړه خو وروسته خامي او خرابي ميوې ته مجبور سو، چي خوړلو يې ناروغ کړ او په سختو تکليفونو کي يې مياشت پوره کړه.

دريم وزير چي بې ثمره واښه او پاڼي يې په کڅوڼه کي راټولي کړي وې، د خوراک لپاره ورسره هيڅ نه وو، نو له څو ورځو وروسته مړ سو.

اوس نو له خپل ځانه وپوښتئ، چي څه شي ټولوئ؟

تاسو اوس په هغه باغ کي ژوند کوئ، چي نېک او بد عملونه دواړه ټولولای سئ؛ خو په ياد ولرئ، هر کله، چي د پاچا حکم صادر سو، نو خپلي بنديخانې ( قبر ) ته به مو واچوي.

په دې بنديخانه کي به يوازي ياست، ستاسو سره به صرف ستاسو له اعمالو څخه ډکه سوې کڅوڼه موجوده وي؛ هرڅه مو، چي راټول کړي وي هغه به په ښه درځي.

نو همدا نن کوښښ وکړئ، ځان ستړی کړئ، ښه او تازه مېوې ( نېک عملونه ) جمع کړئ تر څو هلته ارام او هوسا و اوسئ.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۶ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته