تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دګناه وروسته اودس کول بیا لمونځ کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 16, 2022
  0

د ګناه وروسته اودس کول بیا لمونځ کول او د الله (جل جلاله) څخه بخښنه غوښتل


لیکنه :عبدالرحیم راشد /  تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


عَنْ أَسْمَاءَ بْنِ الْحَكَمِ الْفَزَارِيِّ ، قَالَ : سَمِعْتُ عَلِيًّا ، يَقُولُ : إِنِّي كُنْتُ إِذَا سَمِعْتُ مِنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حَدِيثًا نَفَعَنِي اللَّهُ بِمَا شَاءَ أَنْ يَنْفَعَنِي ، وَإِذَا حَدَّثَنِي رَجُلٌ مِنْ أَصْحَابِهِ اسْتَحْلَفْتُهُ ، فَإِذَا حَلَفَ لِي صَدَّقْتُهُ ، وَإِنَّهُ حَدَّثَنِي أَبُو بَكْرٍ ، وَصَدَقَ أَبُو بَكْرٍ ، قَالَ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ : مَا مِنْ رَجُلٍ مُؤْمِنٍ يُذْنِبُ ذَنْبًا ، ثُمَّ يَقُومُ فَيَتَطَهَّرُ ، فَيُحْسِنُ الطُّهُورَ ، ثُمَّ يَسْتَغْفِرُ اللَّهَ ، إِلاَّ غَفَرَ اللَّهُ لَهُ ثُمَّ قَرَأَ الآيَةَ: ((وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللَّهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ)) [ال عمران: 135] 


(ابو داؤد،نسائي والترمذي،ج۵،ص۲۲۸،رقم۳۰۰۶)


ژباړه:  داسماء ابن الحکم څخه روایت دی، فرمايي، چي ما د علي (رضي الله عنه) څخه واورېدل، ده فرمایل: چي زه داسي کس وم چي کله به ما  د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) څخه یوه خبره واورېدل الله (جل جلاله) به چي خوښه سوه په هغه سره یې ماته ګټه رسوله، او کله چي به ماته  یو صحابي حدیث بیان کړ، نو ما به هغه ته قسم ورکوی، نو کله چي به هغه قسم واخیستی، ما به هغه رښتینی ګڼی. او بې شکه دا حدیث ماته ابوبکر (رضي الله عنه) بیان کړی دی او ابوبکر (رضي الله عنه) رښتیا ویلي دي، چي ما د رسول الله (صلی الله عليه وسلم)  څخه واورېدل، چي ده (صلی الله عليه وسلم) وویل: چي نسته یو سړی چي یوه ګناه وکړي، بیا ولاړ سي اودس تازه کړي او لمونځ وکړي بیا د الله (جل جلاله) څخه د ګناه د بخښني طلب وکړي مګر الله (جل جلاله) به هغه لره بخښنه وکړي، بیا یې دا آیت تلاوت کړ، چي ژباړه یې دا ده: (( هغه کسان چي کله یوه ښکاره ګناه  او یا په خپل ځانو ظلم وکړي،نو  الله یاد کړي، وروسته بیا د خپلو  ګناهونو بخښنه وغواړي  ). 

  
ماخذ :دګناهونودبخښني ۴۰اسباب


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته