تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مولانا محمد عاشق الهي بلند شهري رح
 
  December 26, 2016
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم

د مولانا عاشق الهي بلند شهري رحمه الله لنډه پېژندنه

ژباړه: مبارک شاه / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

پیدائښت او ابتدايي تعلیم:

مولانا محمد عاشق الهي صاحب په  ۱۳۴۳ هجري قمري کال د بلند شهري په کلي کي پیدا سو، ابتدايي تعلیم يې په حسن پور، مراد اباد او علي ګړ په مدرسو کي حاصل کړ، او په شپږو میاشتو کي يې د قران کریم ۱۹ پارې یادي کړې، او بیا په ۱۳۶۰هجري قمري کال د سهارنپور په مظاهر العلوم کي يې داخله واخیسته، دهغه ځای د اکابرو څخه يې درې کاله فیض او برکات حاصل کړ او وروسته يې په میوات، دهلي، او کلکته کي خپل تدریسي خدمات انجام کړل، دوه نیم کاله يې د مراد اباد په مدرسه حیاة العلوم کي د تدریس فریضه انجام کړل، او بالاخر په ۱۳۸۴ هجری قمري کي د مولانا مفتي محمد شفیع رحمه الله په غوښتنه يې دارالعلوم ته تشریف راوړی، چي حالات به يې وروسته راسي او هلته يې دولس کاله  خدمات وکړی، او د هغه وروسته يې حرمین شریفین ته هجرت وکړی.

د مولانا محمد عاشق الهي صاحب شخصیت

د مولانا محمد عاشق الهی رحمة الله علیه شخصیت په همدې آخري دور کي د هغه ګوتو په شمېر کسانو څخه وو، چي ده تصور څخه د فساد او فتنو په دور کي د انسان همت لوړېدی، دی د هغو الله والا کسانو څخه وو، چي په زړه کي يې د دنیا محبت نه وو، او د هغه د ژوند هر لحظه د الله  جل جلاله  د رضاء او د آخرت په تیارولو کي تېرېدل، چي دده د دعاء د برکت سایه پر ټوله امت غوړېدلې او د رحمت سبب وه، هغه په خپل علم، تواضع، زهد او تقوی کي د خپلو سلفو یو یاد ګار وو، او الله  جل جلاله دده څخه د دین کار اخیستی وو، او په مدینه منوره کي يې د یو مرجع حیثیت درلودی، شپه او  ورځ يې خلک د برکاتو څخه مستفید کېدل، علامه مفتي تقي عثماني حفظه الله وايي : چي د تېرو ژپږشتو کالو په جریان کي چي زه څو ځله مدینې منورې ته حاضر سوی یم، نبي کریم علیه السلام ته د سلام کولو او مسجد نبوي ته د حاضرېدو وروسته د مولانا رحمة الله علیه  ملاقات زما د سفر یوه حصه ګرځېدلې وه، د روژې پر ۱۳ د جمعې په شپه چي زه مدینې منورې ته ورسیدم، نو دده د ملاقات څخه هیڅ چاره نه وو، دده کور ته حاضر سوم، دده د لیکلو او مطالعې داسي ساده کوټه وه، داسي محسوسېده، چي هغه اوس دلته د لږ کارکولو وروسته یو ځای تللی دی، کله چي هغه وخت تېر سو نو د هغه یادونه مي په زړه او دماغ کي  ګرځېدل.

زما د مولانا رحمة الله علیه  سره تر ټولو اول غائبانه تعارف د هغه د مقبول عام کتاب (د مرګ وروسته به څه کیږي؟) سره وسوه، چي  بېله مبالغې د لکنو په تعداد کي نشر او خپور سو، مګر هغه وخت دا معلومه نه وه، چي د هغه به داسي قرابت ماته حاصل سي، مولانا په هندوستان کي مقیم وو، ځکه ملاقات هم ډیر اسانه نه وو.

په دارالعلوم کي د مولانا عاشق الهي رحمه الله استاذي
 
علامه تقي عثماني صاحب وايي: چي یو ځل په دارالعلوم کي زما د پلار مولانا مفتي محمد شفیع رحمة الله علیه د یو لوړي درجې استاذ ته ضرورت پیدا سو، پدې وخت کي حضرت مولانا سلیم الله خان صاحب په دارالعلوم کي د حدیثو استاذ وو، هغه وفرمایل: چي مولانا محمد عاشق الهي دلته راځي، دی دارالعلوم ته راوغواړه، والد رحمة الله علیه همدا مشوره قبوله کړه، او مولانا رحمة الله علیه  د دارالعلوم سره منسلک او پیوست سو.

د مولانا رحمه الله ژوند او کارونه يې 
 
د هغه دروېشانه ژوند، سادګي، تواضع  او د هغه سره علمي او تصنیفي ذوق قدم په قدم ورسره وو، د درجې په لحاظ سره زما د استاذانو سره هم عمره وو، مګر بیا هم  دوی زه د خپل ځان سره  داسي بې تکلفه کړی وم، چي د خبرو په وخت کي مي د هیڅ ډول تکلف احساس نه کاوه.

د والد رحمة الله علیه سره دده د اخلاص او للهیت ډېر قدر وو، په شروع کي مولانا رحمة الله علیه   ته  د تدریس کار وروسپارل سو، مګر یوڅه مده وروسته هغه ته د مدرسې انتظامي چاري هم وروسپارل سوې، او په آخر کي مولانا رحمة الله علیه  ته د فتوی کار هم وروسپارل سو، که څه هم مولانا رحمة الله علیه  د کار په شروع کي متردد وو، مګر د مولانا مفتي محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه  په نګراني يې دا کار هم قبول کړی، او ډېر وخت يې په  دارالعلوم کي د نائب مفتي په توګه خدمات انجا م کړل، د کار کولو لپاره مولانا صاحب د محدود وخت پابند نه وو، بلکي شپه او ورځ به په خپل کار بوخت وو، او په دارالافتاء کي د کتابو او د شاوخوا کاغذنو په منځ کي به ناست وو، او د  فتواو د تربیت حاصلوونکو طالبانو جماعت به دده شاوخوا وو.

د مولانا رحمه الله د تصنیف  شوق او مطالعه
 
د مولانا رحمة الله علیه  سره د تصنیف او تألیف شوق له ابتداء څخه وو، او دده کتابونو ډېر مقبولیت پیدا کړی وو، مولانا رحمه الله د البلاغ مجلې په مضامینو کي د ښځو لپاره یوه سلسله شروع کړه، چي دې سلسلې ډېر مقبولیت پیدا کړی، بالاخره ددې مضامینو څخه یو ضخیم کتاب د تحفه خواتین ( د ښځو لپاره تحفه) تر نامه لاندي چاپ او خپور سو، چي د الله په فضل د ښځو لپاره ډېر مهم او یو بهترین رهنما دی.

مولانا محمد عاشق الهي صاحب  دعامو کتابو تر څنګ ډ ېرعلمي کتابونه هم تحریر کړي دي، د دارالعلوم د قیام په دوران کي  يې د طحاوي عربي شرح د  محاني الانمار په نامه اول جلد شائع او خپور سو، او وروسته يې د علامه سیوطي صاحب د تبیض الصحیفه او د علامه ابن حجر مکي صاحب الخیرات الحسان باندي حاشيې هم ولیکلې، او همداراز يې د مقدمة بذل المجهود د تکمیل سعادت هم حاصل کړی.

د مولانا رحمه الله مکې معظمي ته سفر
 
په ۱۳۹۶ هجري قمري کال د شوال په میاشت کي مولانا مفتي محمد شفیع عثماني  رحمة الله علیه  وفات سو، په همدې کال کي د والد رحمة الله علیه  د وفات یو څه مخکي مولانا صاحب ته د مکې مکرمي زیات شوق پیدا سو، او د شعبان په میاشت کي مولانا یوازي د حجاز قصد وکړی، دده د زړه دا تمنا وه، چي د حرمین شریفین نعمت او بالاخر په جنت البیقیع کي خاورو ته وسپارل سي، همدا ارمان د مفتي محمد شفیع عثماني رحمه الله  د وفات څخه مخکي سعودي عرب ته بوتلی، او وروسته به يې ویل : که چیري زه د حضرت مفتي صاحب په ژوند کي حجاز ته راغلي نه وای، نو د هغه د وفات وروسته زما لپاره دارالعلوم پرېښودل به مشکل او ګران وای، د والد صاحب د وفات وروسته  هم د دارالعلوم او د دارالعلوم د اهل سره خپل محبت او شفقت هم هغسي برقراره ساتلی وو، مفتي محمد رفیع عثماني صاحب د دارالعلوم د سنبهالو وروسته هغه ته وویل: چي ته د دارالعلوم څخه مستعفی نه يې، بلکي تاسو پر رخصتي باندی یاست، او ستاسو استاذي په دارالعلوم کي برقراره ده، همداراز هغه خپلي اړیکي قائمي وساتلې، د دارالعلوم په معاملاتو کي که څه هم لیري وو بیا هم دخیل وو، او خپل هدایات او مشورې يې  راسره شریکولې.

د مولانا رحمه الله اقتصادي ژوند
 
و حجاز ته تر تلو وروسته ډېره مده د هغه اقتصادي ژوند سخت وو، هغه خپله په حجاز کي وو، او کورنی يې په دارالعلوم کي مقیمه وه، دواړه ځایونه يې معاش نه وو، مګر مولانا عاشق الهي رحمه الله د هغه خلکو څخه نه وو، چي د پیسو لپاره سعودي عرب ته ځي، مګر د هغه اصل مقصد د حرمینو شریفینو برکات حاصلول وه.

الله جل جلاله د ته د دین د خدمت فکر ورکړی وو، د هغه هیڅ کار د پیسو د پیدا کولو لپاره نه وو، د دین کوم کار چي يې خپله کولای سوای هغه  به يې خپله کاوه، او کوم ضرورت چي به د نورو سره متعلق وو، د خط او کتابت په ذریعه به يې هغه خپل کار ته  متوجې کول.

په مدینه منوره کي د هغه ژوند
 
د هغه تګ مدینې منورې ته د عامو مسلمانانو لپاره ډېره ګټور وو، هغه په سعودي عرب کي د دیني لارښونو لپاره یوه سرمایه وه، په خاص توګه بیا د برصغیر د مسلمانو د دیني مسائلو د قدر وړ مرجع او د اعتماد وړ مرکز وو، هغه د سعودي عرب د اطرافو څخه د مسلمانانو یو مرجع وه، هغه په ډېر شفقت سره د هغو علمي تنده اوبول. او عربو علما‌وو به هم د مولانا رحمة الله علیه څخه استفاده کول، او د هغه د علم، فضل، زهد، تقوی او د سنت د اتباع نقش به يې وړی.
 

علمي تالیفات
 
مولانا صاحب ډیر ګټور علمي کتابونه لیکلي دي چي یو څو یې دا دي:

انوار البیان في کشف اسرار القران (تفسیر)
زادالطالبین
الفوائد السنیة في شرح الاربعیین النوویة
التسهیل الضروري في مسائل القدوري
اسانه لمونځ
د میرمنو تحفه
د اسلامي امت مندي
د مرګه وروسته څه کیږي؟
اسلامي اداب
حقوق الوالدین
د ژبي حفاظت
مسنونه دعاګاني
 
 

 
او داسي نور ګټور کتابونه یې تالیف کړي دي.

د مولانا رحمه الله مریضي او وفات
 
علامه مفتي محمد تقي عثماني صاحب فرمايي چي کله مولانا رحمة الله علیه  ته د اول ځل لپاره د زړه تکلیف پیدا سو، او زه د هغه د عیادت لپاره مدینې منوري ته حاضر سوم، او دايې راته وفرمایل: چي ما د الله جل جلاله  څخه په دې ناجوړی کي دا غوښتنه وکړه، چي اې الله! ما خو تر دې وخته تفسیر ونه لیکی، اوس د صحت مندی وروسته ته مي د تفسیر په لیکلو شروع کړېده، ما پوښتنه وکړه، چي اوس دي د تفسیر په تکمیل کي څه تلوار دی؟ ډېر کارونه پاته دي، اول به هغه پوره سي، بیا به تفسیر پوره کړل سي، مولانا رحمة الله علیه  راته وخندل، مګر د هغه وروسته يې د تفسیر په تکمیل  کي ډیر تیزوالی وکړی، تر دې چي د انوار البیان  په نامه سره په نه جلدو  کي يې تفسیر مکمل کړی، دا ډول یې  الله جل جلاله دا آخري ارزو هم ور پوره کړه.

 زه د ۱۴۲۲ هجري قمری کال د روژې پر څلورمه نېټه د یوشرعي مجلس د شرکت لپاره او همدا راز د عمرې د ادا کولو لپاره مکې مکرمې ته ولاړم، او هلته مقیم سوم، د چهارشنبې په ورځ چي د سعودي د روژې دیرلسمه وه، د ماځیګر په وخت  کي  زما وراره مولانا امین اشرف صاحب ټلیفون راته وکړی، چي حضرت مولانا محمد عاشق الهي رحمة الله علیه  د خپل رب سره وصل سو، هغه ته خو د زړه تکلیف د ډېره وخت څخه ورپېښ وو، د همدې درد له وجې څخه هغه دوې ورځي په روغتون کي هم تیري کړي وې، او دده کور د مسجد نبوي څخه په یو څه اندازه لیري او جبل احد ته نژدې وو، او دده معمول دا وو چي د رمضان المبارک د شروع  څخه حرم ته راتلی او د رباط بخارا ته نژدي ډېر اوسېدی، او په همدې روژه کي يې هم خپل معمول پوره کړی وو، د چهار شنبې روژه يې هم نیولې وه، او د سهار لمونځ يې په حرم شریف کي ادا کړی وو، ځکه  د رباط بخارا د سیمي څخه بیا تر حرم شریف پوري د هغه چا لپاره چي د زړه مریضي لري ډېره فاصله ده.

د سهار د لمانځه وروسته په  خپل  قیام ګاه کي  تر لسو بجو پوري يې د قران کریم تلاوت وکړی، او د هغه وروسته يې لږ څه آرام وکړی ، او تر درو بجو پوري بیده وو، د کور والا دا ګمان وو چي شیخ بیده دی، دده زوی حضرت مولانا عبدالرحمان کوثري په همدې ورځ د عمرې د ادا کولو لپاره مکې مکرمې ته د تلو لپاره تیار وو، د الوداع د ملاقات لپاره  مولانا رحمة الله علیه ته راغلی او کله چي يې څو ځله اواز ورته وکړی، هغه جواب ورنه کړی، نو  معلومه سوه چي مولانا رحمة الله علیه  د دنیا څخه رحلت کړی او د آخرت وطرفه ته سفر کړی دی.

هغه د اقامې پر بنیاد باندي په سعودی کي اوسېدی، د داسي اشخاصو د تدفین لپاره ډېر کارونه کیږي، او ددې کار په تکمیل کي زیات وخت تیریږي، زما دا خیال وو، چي د مولانا رحمة الله علیه تدفین خو د جمعې د شپې څخه مخکي ممکن نه دی، نو ما دا فکر وکړي چي د ماخستن  د تروایحو وروسته به و مدینې منورې ته ورسم، او هلته به د جنازې په لمانځه کي شریک سم، کله چي د ماښام وروسته ما مدینې منورې ته ټلیفون وکړی، نو راته معلومه سوه، چي د سعودي حکامو په ډېر معمولي ډول سره د تدفین اجازه ورکړې وه، او د جنازې لمونځ يې د ماخستن د لمانځه وروسته ادا سو، اوس خو زما لپاره هلته د رسېدو کومه لار هم نه وه، مګر  الله جل جلاله د خپل سنت مطابق د ژر دفن کولو لپاره معمولي اسباب پیدا کړه، او په حرم نبوي کي د تراویح او وترو وروسته د جنازي لمونځ ادا سو، او ددې  سره يې مولانا رحمة الله علیه  په جنت البقیع کي خاورو ته وسپاره، چي هلته مولانا صاحب  ۲۶ کاله تیر کړي وه.

زه دده په جنازه کي شریک نه سوم خو په بله ورځ زه هلته ورسېدم،  مګر زما ورور په حسن اتفاق سره د چهار شنبې په شپه مدینې منورې ته رسېدلی وو، او په جنازه او تدفین کي يې برخه اخیستې وه. او بالاخره د روژې مبارکي میاشتي د روژې په حالت کي د قران کریم د تلاوت کولو وروسته د اجل وداعي ته لبیک ووایه او د خپل حقیقي رب په لوري يې کوچ وکړ.

انا لله وانا الیه راجعون
 
د دیوبند د نورو علماوو پيژندنه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته