تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حجاج پوښتنه: نعمت څه شی دی؟
  تعلیم الاسلام
  February 21, 2017
  0

 محمد امین سایح / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


حجاج وه خريم الناعم ته وويل چي نعمت سه شي دی ؟
 
خريم الناعم ورته وويل چي امن دی ، ځكه بيريدونكی د ژوند څخه خوند نه سي اخيستلای . 
 
بيا يې ورته وويل څه نور راته ووايه.
 
ده ورته وويل صحت او روغتيا ده، ځكه ما مريض ليدلی دی د ژوند څخه خوند نه سي اخيستلای.
 
حجاج: نور راته ووايه.
 
الناعم: غنى او پيسه ده ، ځكه فقير او محتاج سړی د ژوند څخه خوند نه سي اخيستلای.
 
حجاج: څه نور راته ووايه 
 
الناعم: ځواني ده ، ځكه ما سپين ږري ليدلي دي د ژوند څخه خوند نه سي اخيستلای.
 
حجاج: نور راته ووايه.
 
خريم الناعم ورته وويل: نور نه سم پر اضافه كولای نور څه نه لرم.
 
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
امن، روغتیا، غنی، ځواني!
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته