تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په انساني تاريخ کي درې ځيرک انسانان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 17, 2023
  0

لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


په انساني تاريخ کي درې ځيرک انسانان 

 

عبد الله بن مسعود رضي الله عنه فرمايي: په انساني تاريخ کي زيات ځيرک انسانان درې دي. 

 
۱- عزيز مصر زيات ځيرک وو: کله چي عزيز مصر يوسف عليه السلام له قافلې څخه رانیوی او کور ته ئې راوستی، نو خپلي ميرمني(زليخا) ته ئې وويل: أَكْرِمِي مَثْواهُ عَسَى أَنْ يَنفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَداً(سورة يوسف -۲۱)


د ده د اوسيدلو د ځای اکرام کوه، يعني دی په ښه شان وساته، ممکن د ده موږ ته نفع ورسيږي يا به ئې په زويولۍ ونيسو.


څونه ستر پيغام لرونکی کلام دی، د ده موجود موقف ته ئې نه وکتل، بلکي په يوسف عليه السلام کي موجود استعدادونه ئې د هغه په څېره کي محسوس کړي وو.


 ۲ - د شعيب عليه السلام هغه لور زياته ځيرکه وه، چي پلار ته ئې د موسی عليه السلام اړوند وويل: يا أَبَتِ اسْتَأْجِرْهُ إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ الْقَوِيُّ الْأَمِينُ(القصص-۲۶).


اې پلارجانه! دغه کس په مزدورۍ ونيسه؛ ځکه په هغو کسانو کي چي ته ئې په مزدوري نيسې خير او افضل هغه دی چي هغه قوي او امين وي.


يو ئې د موسی عليه السلام د استئجار او استخدام وړانديز وکړ، بل ئې د بشري استخدام اساسي معيارونه وروښوول، يعني په موسی عليه السلام کي دغه صفتونه سته.


رښتيا هم دغه عظيم صفات په هغه کي موجود وه.


او د استخدام لپاره دغه دوه اساسي شرطونه هم دي، چي يو قوت( تخصص) او بل امانت( تعهد) دی.


۳- أبو بكر الصديق زيات ځيرک وو، چي د وفات پر وخت ئې عمر بن الخطاب رضي الله عنه د مسلمانانو د خليفه په توګه پيشنهاد او تعين کړ.
د رسول الله څخه ماسيوا د اسلامي تاريخ تر ټولو زرينه دوره د حضرت عمر رضي الله عنه وه، چي اسلامي امت د هره اړخه د برم او پرمختګونو څخه برخمن وو.


الباب السابع من قصص الأنبياء لابن كثير 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته